(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

«هوډ » انټرنیټی پاڼه

[22.Feb.2011 - 22:40]

ښاغلیو او آغلیو پوهانو ، څیړونکو او لیګولو

خوښ یم چی تاسی ته د «هوډ » انټرنیټی پانی د ډیر ژردخپرونو خبر درکوم

 هوډ دهغه موخو او اهدافو ته په پاملرنی سره چی ځان ته یی ټاکلی دی ، او باور لرم چی ستاسی دتآیید او پاملرنی وړ به هم

وګرځی ، غواړم چی ستاسی درانه حضور ته په ډیری درناوی، موږ سره دمرستی بلنه درکړم.

هــو ډ  چی یوه سیاسی  ، ټولنیز او کلتوری خپرونه ده او په دواړه پښتو او دری ژبو خپرونی کوی  ځان  د هغه  پوهانو ،  فرهنګیانو او څیړونکو  ، نظریات ، شننو او څبړنو د نشر او خپرولو  ته هوډ من او متعهد ګڼی  ، چی  هڅو او کار بنسټ یی د دموکراسی ، بشری حقونه ، سولی او سوله ایز ګډ ژوند ژورتیا او پایښت ، د جګړی نا خوالو له منګولو څخه د هیواد او هیواد والو  د خلاصون  به بنسټ ولاړ وی

 موږ دملی همغږی، د ملت کیدوپه لور خوزښت او دملی سالم تفکرد پراختیا اوژورتیا په لار کی دافغانانو ترمنځ پوهاوی او باور

هغه ورکه شوی کړی ګڼو چی باید تر لاس شی او عقیده لرو چی ددی کړی دبیامندلو په لار کی زموږ د روڼ اندو پوهانو، علمی او ټولنیزو شخصیتونو شننی ، څیړنی اولارښونی ډیره ژوره او ګټوره اغیزه لری.

 موږ دی هدف ته درسیدو لپاره دعلمی، تاریخی، سیاسی او ټولنیزو مباحثو پر اړینتوب په پوره ټوګه پوهیږو او « هوډ » به وویاړی که وکړی شی د داشان مباحثو، فکری تبادلی او راکړی ورکړی پر ستیج بدل شی.

 هوډ پر خپل وار سره نه یواځی داچی د ویاړلو پوهانو د لیکنو پوره او بی له لاس وهنی خپریدو ضمانت کوی ، هیڅ چا ته به اجازه ورنکړی تر څو د « هوډ » دامکاناتو نه په ګټی اخیستو کوم حقیقی او یا حقوقی شخصیت او په تیره بیا زموږ ددرنو مرستندویانو سپکاوی وکړی.

هـــو ډ »  دیوی  هوډمنی او متعهدی خپرونی په حیث هوډ کړی ده چه تر خپلی وس د هیواد د کلتور ، هنر او ادب دپر مختګ وڼده تر سره کړی او په دی لارکی د نوښتګر و څیرو ، ادبی ، هنری ، او نوری  کلتوری او ټولنیز لاسته راوړنی منعکس او خپل لوستونکی ورسره اشنا کړی.

« هـــو ډ »  د پورتنی  مسایلو د خپرولوتر څنګ ، د خپلو لوستونکو د ذ وق او غوښتنو په پام کی لرلو په غرض د هنر په بیلا بیلو برخو کی :  ادبیات ( شعر او نثر ) ، موسیقی ، انځور ، مجسمه جوړونی اوسینما ، تر ټولو غوره او نوښتمن ( خلاقه ) آثارو را ټولولو او خبرولو د خپل کار یو اړینه برخه بولی.

هوډ  په دیر نږدی ورځو کی د انترڼتڼت په ورشو کی

www.howd.orgپته:

مهربانی وکړی مونږ ته په دی پته لیکونه واستوی.

[email protected]

تاسی  او ستاسی درنی کورنی ته دپوره روغتیا او خوشحالی هیله لرم.

په درنښت

 عبدالرزاق  ویدی

د  «هوډ» چلونکی

.

 

- ویدی
بېرته شاته