(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ليبيا کې د قذافي د حکومت پر ضد احتجاجي لړۍ

[23.Feb.2011 - 21:22]

23.02.2011:

ليبيا کې د معمر قذافي د حکومت پر ضد په اوومه ورځ هم احتجاجي لړۍ روانه ده او دامريکا په شمول نړيوالې ورورولۍ  دقذافي لخوا داولس په ضد دطاقت داستعمال سخته غندنه کړې ده.
تيره ورځ د لېبیا مشر کرنل قذافي په ملاتړ او مخالفت کې کيدونکو مظاهرو کې هاغه وخت شدت راغلى کله چې دپوځي الوتگو  او هيلي کاپټرو څخه په مظاهرينو ډزې وشوې.
دهيومن رائټس واچ او نورو بشري حقونو د تنظيمونو وينا ده په ليبيا کې تر دې مهاله د400ؤ څخه زيات کسان وژل شوي دي.
خو اټلي وائي په ليبيا کې دمظاهرو په مهال  دوژل شوؤ کسانو شميره د1000ؤ څخه زياته ده.
داټلي خارجه وزير فرينکو فريټيني دشورو په ورځ وائي  په ليبيا کې داړي گړي په مهال دوژل شوؤ شميره د1000ؤ څخه زياته کيدى شي.
ددغو کسانو خاورو ته دسپارلو لپاره اجتماعي قبرونه کنستل شوي دي.
په ليبيا کې دجاري شوې حکومتي شميرې له مخې تر دې مهاله دتشدد پيښو کې ديو سل او يوولسو پوځيانو په شمول يواځې 300 کسان وژل شوي دي.
دليبيا مشر معمرقذافي وائي د نړۍ په وړاندې  دليبيا تصوير خرابولى شي، د بدامنۍ ذمه وار هاغه ځوانان دي چې په ليبيا کې دعرب هيوادونو پشان دپيښو رامينځته کولو نقل کوي.
په سرکاري ټي وي قام ته خپله وينا کې قذافي وويل هغه خانه بدوش جنگيالى دى او ليبيا ته يې نوې پيژندگلو ورکړې ده.
نوموړي دا هم وويل چې هغه د انقلاب مشر دى او صدر نۀ دى چې استعفي ورکړي، نوموړی وویل د ليبيا څخه به نۀ ځي، هم پخپل هېواد کې به مري، د ليبيا اولس انقلاب نۀ غواړي، د حالاتو خرابولو کې غيرملکي لاسونه ککړ دي.
په ليبيا کې حکومت اولسي احتجاج په طاقت سره چقول پيل کړي دي  چې له دې وروستو وضعيت نور هم تاؤژن شوى او دطرابلس او بن غازي ښارونو څخه د غيرملکيانو  دوتلو عمل دوامداره دى، خودپاکستانيانو وطن ته دواپسۍ لپاره تر دې مهاله کوم خاص انتظام نۀ دى شوى.
دليبيا څخه خلک دجهازونو، سمندري کشتو او گاډو له لارې  تيونس او مصر ته اوځي.
دترکي خارجه وزير احمت ډيوتوگلو وائي ترکي دتيرو دريوؤ ورځو په مهال ليبيا څخه خپل  5000 وگړي راويستي چې دهغوي څخه 2,000 دجهاز په ذريعه راويستل شوي دي.
 دليبيا دصدر معمرقذافي لخوا دنهې په شپه قام ته جارحانه وينا له امله وضعيت نور هم تاؤژن شوى ، دشورو په ورځ  هم دحکومت په ضد دمظاهرو لړۍ روانه ده او دپوځ لخوا کارروائي کولى شي.
دليبيا په بيلا بيلو ښارونو کې دهغه ملاتړ کوونکي او مخالفين ديو بل په ضد هلې ځلې کوي او په طرابلس او سبرانه ښارونو کې پوځ گمارل شوى دى.
امريکا دخپلو وگړو ژغورلو لپاره کشتۍ ليبيا ته ليږدولې ده.
همدغه شان بنگله ديش او نورو گڼوهيوادونو هم ليبيا څخه دخپلو وگړو دويستلو عمل شروع کړى دى.
په شام، مصر، اردن او نورو گڼو هيوادونو کې دمعمرقذافي په ضد مظاهرې روانې دي.
په قاهره کې  دعرب ليگ يوه غونډه شوې چې پکې په راتلونکې غونډه کې دليبيا دنۀ رابللو پريکړه شوې ده.
 ملگرو ملتونو هم دليبيا څخه په سمدستي توگه دتشدد دختمولو غوښتنه کړې ده.
 دملگرو ملتونو دسلامتي کونسل دبندې کمرې ترسره شوې غونډه کې دمظاهرينو په ضد دطاقت داستعمال او په هغوي دبريد کوونکو په ضد دپلټنو غوښتنه شوې ده.
دسلامتي کونسل څخه جاري شوي بيان کې دمعمر قذافي دوينا غندنه شوې او وئيل شوي دي چې دليبيا داولس قانوني غوښتنو پوره کولو لپاره دې گامونه واخستل شي.

 بلخوا کرمه ايجنسۍ کې  دامنيتي ځواکونو لخوا دتندلارو په ضدترسره شوې کارروايۍ کې لږ ترلږه 8 جنگيالي وژل شوي او گڼ شمير نور ژوبل شوي دي.
دسرچينو له مخې د مينځنۍ کرمه ايجنسۍ په سپر کټ او چنارک سيمو کې  امنيتي ځواکونو دتندلارو په شکمنو ځالو گوله باري کړې ده چې پکې 8 تندلاري وژل شوي دي.
دغو عملياتو کې دتندلارو دوه ځاله او يو گاډى هم  تباه کړل شوى دى.
 دغه عمليات  يوه ورځ وروستو له هغې ترسره شوي چې   دخيبرپښتونخوا په هنگو سيمه کې  تندلارو دکرمې ايجنسۍ څخه دامنيتي ځواکونو دپوستو په نخښه کولو په غرض راکټې داغلې وې چې دغه راکټې په اولسي کورونو پريوتې او په نتيجه کې يې 6 کسان وژل شوي او 10 نور ژوبل شوي وؤ.
بل لوري ته داورکزو ايجنسۍ داستوري خيل سيمې څخه هم ديو تندلاري مړى ترلاسه شوى دىاو دهنگو په شاه رسول پير سيمه کې ديوې کور مخې ته  دبارودي موادو چاؤديدو له امله کور ته په جزوي توگه زيان رسيدلى خو په دغه چاؤدنه کې دکومې مرگ ژوبلې اوښتې اطلاعات نۀ دي ترلاسه شوي.
دچاؤدنې څخه وروستو په سيمه کې پوليسو دلټونې عمليات پيل کړي او څلور شکمن کسان يې نيولي دي.
همدغه راز دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان قبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ په جمرود بائي پاس روډ دنيټو دتيلو په ټانکر نامعلومو وسله والو بريد کړى خو په دغه پيښه کې هم چاته کومه ځاني مرگ ژوبله نۀ ده اوښتې.

Source: deewa

- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته