(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مردان کی د نجونو په ښونځې برید ۱۵ شاګرداني ژوبل

[01.Mar.2011 - 17:33]

03.01.2011: د پښتونخوا په مردان سيمه کې نامالومو وسله والو دجينکو په يو کالج په ډزواو  لاسېبمونو سره بريد کړى چې پکې لږ ترلږه 15 طالب علمانې جنکئ او دکالج يو څوکيدار زخمي شوى دى
 دعيني شاهدانو ترمخه دمردان د لوند خوړ سيمې په گورنمنټ گرلز کالج  کې دنهې(سه شنبې)په ورځ يوه دستوره روانه وه چې په دغه مهال په موټر سائيکل سپرو دوؤ کسانو په کالج لومړى ډزې وکړې او وروستو يې پرې دوه لاسي بمونه وغورځول چې پکې 18 طالب علمانې ژوبل شوې
ژوبل شوې طالب علمانې دعلاج لپاره  دتخت بهائي  يو روغتون ته وړل شوي  چې دغلته ديوې طالب علمې حالت مرگونى ښودل شوى دى
دپوليسو ترمخه دپيښې وروستو دواړه بريد کوونکي په تيښته کې بريالي شوي  چې دلټې لپاره په سيمه کې دلټونې عمليات روان دي

بلخوا تیره ونئ په  خوست اوفارياب کې دسړک دغاړې په بمي چاؤدنواو ځانمرگي بريد کې لږ ترلږه 13 کسان وژل شوي دي
دافغانستان دکورنيو چارو دوزارت له مخې د خوست ولايت په لکن سيمه کې دغه 9 کسان هاغه مهال ووژل شول کله چې دهغوي گاډى  دسړک دغاړې په يو مائن .چاؤدنه کې درې سړي، دوه ښځې او څلور ماشومان وژل شوي

 بل لوري ته  يو ځانمرگيبرید کونکیپه شمال لويديز افغانستان کې دخالي په ورځ دلوبو په يو ميدان کې پخپل ځان پسې تړلي چاؤديدونکي مواد چولي چې له امله يې څلور کسان وژل شوي دي.
دافغانستان دفارياب ولايت واکمن وائیدغه ځانمرگى بريد هاغه مهال ترسره شوى کله چې خلکو دلوبو په يو ميدان کې دبزکشۍ لوبه کتله
خلکو او پوليسو ته ددغه ځانمرگي په حقله دوړاندې څخه پته ولگيده او يو خوا بلخوا يې منډې ترړې پيل کړې خو سره ددې هغه په ځان پسې تړلو چاؤديدونکو موادو چولو کې بريالى شوپه دغه پيښه کې 19 کسان ژوبل شوي هم دي

Source:Deewa radio

- د پښتونخواخبریال
بېرته شاته