(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کونړ کی د بی ګناه ولسی وګړو دوژلو پر ضد لاریون

[02.Mar.2011 - 19:08]

02.03.2011: د کونړ ولایت په مرکز اسد اباد کی په زرګونو کسانود ناټو ځواکونو له لوري  په تیرو دریو ونیو کی د ګڼ شمېر ملکیانو د وژلو په ضد لاریون وکړ او ویې ویل چې دا ځواکونه په پرله پسې ډول ماشومان، ښځې او نور بې ګناه  پښتانه وژني. او مړه دې وي امریکا او مړه دې وي جاسوسان شعارونه یې ورکول

دری ونئ مخکی د ناټو او افغان ځواکونو په  ګډو عملياتو کې 64 تنه ملکي وګړي شهیدان  شوي ؤ، چې زياتره يې ښځې او ماشومان ؤ چې په شهیدان شوو کې20تنه ښځې 29 تنه ماشومان او15تنه هم سپين ږيري او بالغ کسان وو.

 د ننئ بدی پيښی په هکله د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ د ولایتي شورا غړي نورالله نوري وویل چې په نهو تنو شهیدان شویو کسانو کې څلور هلکان دي چې عمرونه یې د اوو او اتو کلونو ترمنځ دي. یو ماشوم ټپي شوی دی.

ده همداراز وویل، ماشومانو د سې شنبې په ورځ د ماڼوګي ولسوالۍ له مرکزه کابو نیم کیلومتر لېري په غرونو کې د یوې ونې لاندې لرګي ټولول.

افغان صدر حامد کرزي د شورو په ورځ  دنيټو په يو فضائي بريد کې د نهو افغاني ماشومانو وژنه غندلې ده.
صدر کرزي خبردارى ورکړى دى چې کۀ چرې دنيټو په مشرۍ دنړيوالو ځواکونو لخوا په افغانستان کې دتندلارو په ضد دروانې جگړې په مهال په تيروتنه کې داولسي وگړو وژنه ونۀ ودرول شي نو نيټو دسختو ستونزو سره مخ کيدلى شي.
دصدر حامد کرزي دغه بيان وروستو له هغې مخې ته راغلى چې افغاني چارواکو له دې وړاندې وئيلي وؤ دنهې په ورځ  دافغانستان په شمال ختيز کونړ ولايت کې  دنيټو په يو فضائي بريد کې نهه ماشومان وژل شوي دي.
امريکا پلان لري دروان کال دجولا ئي دمياشتې څخه په محدوده پيمانه  افغانستان څخه دخپلو عسکرو دوتلو عمل پيل کړي.
ټاکل شوې ده افغان پوليس او پوځ به دکال 2014م څخه دافغانستان امنيتي انتظامات سمبال کړي.
دافغان صدر حامد  کرزي ددفتر څخه جاري شوي بيان کې وئيل شوي دي زۀ يو ځل بيا نيټو او ايساف ته په گوته کووم  چې بايد خپل پام دترهه گرو ځالو او سنگرونو ته وگرځوي ، گنې داولسي وگړو دامروزه وژنو سره به  هغوي دخپل ځان لپاره سترې ستونزې پيدا کړي.
 بل لوري ته په افغانستان کې ميشتو بين المللي ځواکونو يوه ورځ دمخه په ختيز ولايت کونړ کې دتندلارو دبريد په ځواب کې شوې کارروايۍ کې دنهو افغان وگړو په وژنه دافسوس څرگندونه او  کړې او بخښنه يې غوښتې ده.
نيټو پخپل يو بيان کې وئيلي دي تندلارو دنهې په ورځ په دره پيچ کې په پوځي اډې راکټي بريد کړى ؤ چې له دې وروستو ائتلافي ځواکونو دهغوي په ضد دتوپو او هيلي کاپټرو څخه ځوابي کارروائي کړې وه.

- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته