(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په شارجه کی د میشتو پښتنوسره دګوند د لومړی مرستیال لیدنه

[08.Mar.2011 - 21:54]
07.03.2011
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند لومړی مرستیال ښاغلی محمد شیرین ګردیوال عربی هیوادونوکی  د خپل سفر په ترڅ کی په ۱۷ فرورئ ۲۰۱۱ په شارجه کی د میشتو پښتنو/افغانانو سره  لیدنه کتنه  وکړه.
لومړئ  غونډه چی دښاغلی  جاوید ګردیوال په دیر ه کی جوړه شوی وه، ګډونوالو ته د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د موخو او پروګرام  په هکله مالومات ورکړل شو ل. ورپسی د ښاغلی خیال میا صاحب  په دیره کی بله غونډه جوړه شوه جی په عربی هیوادونو او شارجه کی  د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د څانګی په جوړولو خبری اتری وشوی ، پدی تړاو د فبرورئ په ۲۵ مه نیټه د ښاغلی الحاج پیرمحمد ګردیوال له خوا یوه درنه غونډه او میلمستیا جوړه شوه چی د ښاغلی حاجی صیب عبدالظاهر، ښاغلی حاجی احمد او ښاغلی حاجی حبیب   سربیره  په عربی اماراتو کی میشتو ګڼ شمیر پښتنو/افغانانو ملی سوداګرو پکی  ګډون کړی ؤ. په دغه غونډو کی  د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند په کار، فعالیت، مبارزه،بنسټیزه، موخو او هدفونو رڼا واچول شوه او د ښاغلی محمد شیرین ګردیوال له خوا پدی هکله ددوئ پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول. د غونډو ګډونوالو او د پښتنو ځوان کول ژمنه وکړه چی په په نزدی راتلونکی کی به په شارجه اوعربی اماراتو کی  د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند څانګي پرانیزی او د پښتون قامی وحدت د احساس د راژوندی کولو او بیدارولو  لپاره به کوټلي ګامونه اخلی.
د نورو انځورونو د لیدلو لپاره دلته ټک ورکړئ
https://picasaweb.google.com/pashtoonkhwa/NaweyZareeeNewsOfPashtoonkhwa#
- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته