(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د متنو د ځانمرګې برید د شهیدانو شمیره ۴۵ ته ورسیده

[10.Mar.2011 - 13:40]
ټول به لو نه کړی دا همه جهان به ستړی شی پری *** مونږه څه داسي په هر غراو سم کرلي پښتون
10.03.2011, Pashtoonkhwa and Deewa
د کوزي پښتونخوا دسر ښار پيښور په کليواله سيمه متنواديزو کې د امن دلښکر دغړي د کورودانې په جنازه ترسره شوي ځان مرگي بريد کې دشهیدانو شمیره۴۵ ته ورسیده د۷۰و ژوبل شوو کسانو د ځینو حالت مرګوني شودل شوی دی.
دپښتونخوا داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين د پيښې دجذئياتو بيانولو په وخت ډيوه راډيو ته وويل په اديزو کې دامن لښکر د يو غړي چې په کالا خان مشهور دیدميرمنې د جنازې نمونځ کيدلو چې په دغه مهال ځان وژونکى دخلکو مينځ ته ورننوتلو اؤ ځان يې والوځولو
هغه وويل د ترهگرو هيڅ دين اؤ ايمان نشته اؤ هغوئ په حجرو،جوماتونو،جنازو،بازارونو،تعليمي ادارو  اؤ بې گناهوخلکو دغسې بريدونه ترسره کوي.
ميا افتخار وويل ترڅو چې ټول قام په پراخه حوصله اؤ په گډه توگه د ترهگرۍ په ضد روانې جگړې ته مټې نۀ وي را بډ وهلې د ترهگرۍ دا لعنت به همدغسې زمونږ بېگناه اولسونه د مرگ په کومي کې ورکوي.
عيني شاهدان وايي په جنازه کې خواوشا300سوه کسان شامل وؤ اؤ ځانمرگي تن چې سپين سپوټى يې لۀ ځانه تاؤ کړى ؤ دهغوئ مينځ ته ورمنډې کړې اؤ ځان پسې تړلي چاوديدونکي مواد يې والوځول.
د عيني شاهدانو د وينا لۀ مخې د چاودنې سره سم دانسانانو اندامونه په هوا کې والوتل اؤ دجنازې ميدان د مړو اؤ زخميانو څخه ډک شو.
په ځان مرگي بريد کې ژوبل کسان د علاج دپاره دپيښور بيلابيلو روغتونونو ته رسؤل شوي چې دغلته هم دځينو حالت مرگونى ښودل کيږي.
د پيښې څخه سمدستي وروستو امنيتي ځواکونه د پيښې ځايې ته ورسيدل اؤ سيمه يې پخپله گيره کې واخسته
تردې مهاله ددغه ځانمرگي بريد پړه چا په غاړه نۀ ده اخستې خو عموماً د امن دلښکرو په غړو د کيدونکودغسې بريدونو پړه پاکستاني طالبان په غاړه اخلي
متني د پيښور څخه په جنوبي لوري پرته هغه سيمه ده چې پولې يې د  قبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ باړې،د نيمې قبائيلي سيمې دره ادم خيل اؤپيښور سره لگيدلي اؤ دغلته د تندروه جنگيالو د زيات فعاليت لۀ امله  په اولسي کچ د حکومت په ملاتړ دامن لښکرونه جوړل کړل شوي اؤ ددغو لښکرو په غړو اؤ مشرانو وخت په وخت ځان مرگي، بمي اؤ راکټي بريدونه ترسره شوي دي

د یو بل خبر له مخی دپښتونخوا صوبه کې  دطالبانو مخالف يو مهم لښکر حکومت څخه دمطلوبه وسيلو دنۀ ورکولو دگيلې کولو په ترڅ کې دخپلې مرستې ختمولو دړکه کړې ده.
دپښتونخوا سرښار پيښور په خواؤشا متنو سيمه کې دتندلارو په ضد فعاله لښکر مشر دلاور خان  دزيارت په ورځ وائس اف امریکهسره خبرو کې تور ولگولو چې حکومت دبيا بيا ژمنو باوجود دلښکرو دضرورتونو او توانونو سيوا کولو لپاره وسيلې نۀ دي ورکړي  چې ددې په وجه هغوي انتظاميې سره دلښکر دمرستې په اړه په تگلاره دبيا نظر په اچولو مجبوره شوي دي.
دطالبانو مخالف  کمانډر دغه خبردارى دشورو په ورځ دلښکر ديو فعاله غړي دميرمنې په جنازه دترسره شوي ځانمرگي بريد څخه وروسته ورکړى دى.
په دغه پيښه کې 38 کسان وژل شوي او په لسگونو نور ژوبل شوي وؤ چې ورڅخه دزياترو تعلقدقومي امن لښکر سره ؤ.
ددلاور خان وينا وه دلښکر مشران به ددريوؤ ورځو دماتم څخه وروستو په يوه غونډه کې حکومت سره دمرستې په جاري ساتلو غوڅه پريکړه کوي.
هغه وويل  دتندلارو دبريدونو په وړاندې زمونږ لښکر دډهال کردار ادا کوي خو ددې باوجود دغه لښکر ته پام نۀ گرځول کيږي.
نوموړي دا هم وويل چې لښکر دحکومت څخه دامروزه ضرورتونو ترڅنگ دوسلو، گوله بارودو او گاډو غوښتنه کړې ده خو دڅو ځله باور ورکولو باوجود چارواکو هغوي ته وسيلې نۀ دي ورکړي چې ددې په وجه طالبان دهغوي ملگري پرله پسې په نخښه کوي او وژني يې.
وائس اف امريکا سره خبرو کې دپيښور ښار دپوليسو مشر لياقت علي خان دطالبانو دمخالف کمانډر تورونه رد کړل او وې ويل  انتظاميه قومي امن لښکر سره هره ممکنه مرسته کوي  او دتندلارو لخوا متنو او خواؤشا کلو کې دکارروائيو وجه ددغه سيمې جعرافيائي محل وقوع ده.
هغه وويل دريوؤ قبائيلي سيمو ته تلونکې لارې متنو څخه تيريږي اود خواؤشا غرايزو سيمو  دموجوديت له امله دتندلارو  دکارروائيو مخنيوى يو گران کار دى.
خو صوبائي چارواکو منلې ده چې قومي امن لښکر او ددغه لښکر پشان نورو طالب مخالفو وسله والو ډلو دتندلاريتوب په ضد موثرې کارروايۍ کړي  چې ورسره دحکومت دترهه گرۍ ضد مهم ته وده ترلاسه شوې ده.

بلخوا ملگري ملتونه وائي په افغانستان کې دتشدد پېښو او جگړې له امله داولسي وگړو په وژنه کې دکال 2009م په پرتله  تير کال  يو په دوه زياتوالى راغلى  او ددې ذمه واري جنگيالي دي.
افغانستان کې دملگرو ملتونو دهمکارۍ مشن دشورو په ورځ جاري کړي رپورټ کې دا هم وئيلي دي چې دامريکا په مشرۍ دائتلافي ځواکونو  په لاسونو په دغه مهال دشوؤ وژنو په شمير کې په څلورو کې يوه برخه کمى راغلى دى.
دراپور له مخې کال 2010م کې دجگړو په مهال 2777 اولسي وگړي وژل شوي  چې دکال 2009م په پرتله 15 فيصده زيات دي.
په دغو وژنو کې د2080 وژنو يا 75 فيصدو ذمه وار تندلاري  دي او په ائتلا في ځواکونو يواځې د440ؤ کسانو دوژنې ذمه واري اچول شوې ده.
په دغه راپور کې دنورو شپږو سوؤ څخه دزياتو وژنو تفصيلات نۀ دي ښودل شوي
رپورټ کې وئيل شوي دي دتښتونو پيښو کې 83 فيصده اضافه راغلې او تشدد دجنوب څخه شمال اود ختيز څخه لويديز پورې خوريدل دوامداره دي.
 په شمال کې داولسي وگړو وژنه تر 76ؤ فيصدو پورې ختلې ده.
رپورټ کې وئيل شوي دي تر ټولو زياته اضافه چې 105 فيصده ده هغه دحکومتي چارواکو، امدادي کارکوونکو او په شکمنه توگه دنيټو او افغان ځواکونو دمدد کوونکو اولسي وگړو ده.
دغه  راز بلوچستان کې د ضلعي چارواکو وينا ده چې د شورو په ورځ سحر مهال د مسافرو څخه ډک يو گاډى د لوپ سيمې څخه ډيره بگټي بازار ته روان وؤ چې په دغه مهال په لاره کې ښخ کړل شوى مائن دهغوي گاډي سره ټکر شو.
دچاؤدنې له امله په گاډي کې دناستې يوې ښځې په شمول اووۀ کسان وژل شوي او دماشومانو او ښځو په شمول 16 کسان ژوبل شوي دي چې دعلاج لپاره سول هسپتال ډيره بگټي ته رسول شوي دي.
دوهمه چاؤدنه دډيره بگټي ضلعې په سوئي تحصيل کې  شوې ده  چې دغلته دتيلو او گيس ډويلپمنټ کمپنۍ دملازمينو يو گاډى دبارودي سرنگ سره ټکر شو.
ددغه چاؤدنې له امله په گاډي کې ناست دکمپنۍ پينځه ملازمين سخت ژوبل شوي دي.
ددغو دواړو پيښو ذمه واري تر دې مهاله چا په غاړه نۀ ده اخستې خو په تير وخت کې ضلع ډيره بگټي کې درامينځته شوؤ زياترو دغه رقم پيښو ذمه واري غيرقانوني بلوڅ عسکري ډلې بلوچ ري پبلکن ارمي قبوله کړې ده.
بلوچستان کې دتشدد کارروايۍ دتيرو څو کالو راهسې روانې دي ، دصوبائي حکومت لخوا دجاري کړل شوې شميرې مطابق د2007م څخه 2010م پورې هدفي وژنو، بمي چاؤدنو او نورو پيښو کې 1147 کسان وژل شوي او دوه زره او اتۀ کسان ژوبل شوي دي.
- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته