(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

فرانکفورت: د قامی مبارزینو یادغونډه او پښتونخوا جشن

[23.Mar.2011 - 21:26]
07.05.2011  Frankfurt
ویښ قامونه تل خپل اتلان او مبارزین  لمانځی،د پښتنو دقامی وحدت، اوخپلواکئ  د غورځنګ  دسترو  او ملي مبارزینو  کارنامي  بایده دی چی وخت پر وخت  قـــــوم ته وړاندی شی  او د دوئ د قربانیو او هلو ځلو  ستاینه ،قدردانی او درناوی  وشی.
دپښتنو ټولنیزولسولیز ګوند(پښتون سوشل ډیموکراټیک پارټي) چی، دلری او بری  پښتونخوا د پښتنو/افغانانوګډ سنګر دی،دخپلوقامي اتلانو(باچاخان بابا،سـمـدخـان بابا، ولی خان بابا،کبیر ستوری او اجمل خټک بابا)په یاد چې زمونږ د لاری رڼاده په 7مئ2011  نیټه  دالمان دفرانکـفورت په ښارکی دیوي درنـي   یاد غونډي   د جـــــوړولو تابیا کړيده .
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندPSDP پدې وسیله ټولو درنو هیوادوالو ته په درنښت بلنه کوي  چی د خپلو کورنیوسره یوځای زمونږ سره په غونډه کې ګډون وکړي اوپه خپل راتګ سره غونډه لا ښکلي او درنه کړئ.
یادونه: د یاد غونډي جــشـــنـــې برخه  پښتنو ته د خپل نوم    پــښــتــونــخـــــوا  دلومړئ کلیزي په مناسبت ټنګ ټکور ته ځانګړي شويده.
                                  په درناوی   
                            پښتون سوشل ډیموکراټیک پارټۍ
 
نېټـه او  وخــت  :  07.05.2011
دخالي (شنبـي) ورځ د مازیګر شپږ (۶) بجی   
ځــــای/ پــــتــــه
 
 
C Z F, e.V.    
Salzschlirfer Str.15,       
   60386 Frankfurt am Main
 
Date:              Saturday,  07.May 2011     
                     Starting at: 6:00 PM
_________________________________________________________________
For Enquiries contact:
Lala Iqbal: 0171-3734566,  Syed Ali shah: 0178-3264862
Nasir Khan: 0178-8781664 Aziz Sarshar: 01577924690
Nasir Stori0163 5606732
   Web: pashtoonkhwa.com

 

- د پشتونخواخبریال
بېرته شاته