(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتونخوا: دمورنئ ژبی د زده کړی بل منظور

[25.Mar.2011 - 10:41]
25-March-2011
د پښتونخوا سوبائي کابینې په مورنۍ ژبه کې د زده کړی  په هکله یو بل منظور کړی دی چې د قانون سازۍ د پاره به اسمبلۍ ته وړاندې کولی شي
دسوبې د اطلاعاتو وزیر میا افتخارحسین گل  (دوشنبی)په ورځ د سوبائي کابینې د یوې غونډې ورستو وئیلې په سیلابونو کې شوې نقصان په وجه په پیښور او نوښار ضلعو کې صنعتونو د پاره یوه برخه ټیکس هم د یو کال د پاره معاف کړی شوی دی
میا افتخارحسین اویل مورنۍ ژبه کې د تعلیم په هکله کمیټۍ کابېنې ته خپل رپورټ وړاندې کړی دی او په دې لړې کې بل کابینې منظور کړو چې ورستو به سوبائي اسمبلۍ ته وړاندې کیږي. میا افتخار حسین اویل د کابینې په غونډه کې وزیراعلا امیر حیدر خان هوتي د وطن کارډونو په جارې کولو کې د بې قانونیو په حقله هم وینا اوکړه او وې ویل چې دا دې یقینې کړی شي چې دغه کارډونه یواځي حقدارو ته ورکړی ‍شي.
 
تیره ورځ دپښتونخوا سرښار پيښور په جنوبي سيمه هنگو او پيوست قباييلي سيمه اورکزو ايجنسۍ کې د امنيتي ځواکونو سره په نښتو،بمي چاؤدنو  او دتشدد په بيلا بيلو پيښو کې دددريوؤ عسکرو په شمول لږترلږه 19 کسان وژل شوي او د20ؤ څخه زيات ژوبل شوي دي.
 د ټل دپوليسو يو مشريا ډي ايس پي ميرچمن خان وينا ده  يو ځانمرگي دچاؤديدونکو موادو څخه ډک گاډى دهنگو ددو آبې دپوليسو تاڼې  دمرکزي دروازې سره ټکر کړو چې له امله يې درنه چاؤدنه وشوه. دچاؤدنې له امله په تاڼه کې موجود يو پوليس عسکر په موقعه مړ شو. دچاؤدنې په زد کې دراتللو له امله دتاڼې سره نزدې تيريدونکي څلور لاروي وژل شوي  او 25 نور کسان ژوبل شوي دي. دچاؤدنې څخه وروستو امدادي ډلې دپيښې ځايې ته ورسيدلې او ژوبل کسان يې روغتون ته ورسول. ددغه چاؤدنې له امله 18 دوکانونه، يو کور او گڼ شمير گاډي تباه شوي دي. دپوليسو ترمخه په دغه چاؤدنه کې تر دوؤ سوؤ کلو گرامو پورې بارود استعمال کړل شوي دي. په هنگو سيمه کې له دې وړاندې هم دغه رقم بريدونه ترسره شوي دي او دغه سيمه هاغو قبائيلي سيمو سره نزدې موقعيت لري چرته چې دپاکستان پوځ    دتندلارو په ضد په عملياتو بوخت دى. همدغه راز په قبائيلي سيمه اورکزو ايجنسۍکې پوځ سره نښته کې 8 جنگيالي او په يوه ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه کې دوه عسکر وژل شوي دي.
سرچينې وائي دغه نښته وروستو له هغې وشوه  چې دزيارت په ورځ په اورکزو ايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو يو گاډى په ريموټ کنټرول بم والوځول شو.
دسرچينو وينا ده په دغه بمي چاؤدنه کې دوه عسکر ووژل شول. سرچينې وائي ددغه پيښې څخه وروستو امنيتي ځواکونو په سيمه کې دتندلارو په ضد عمليات وکړل چې پکې اتۀ تندلاري وژل شوي دي. د دې ترڅنگ دپښتونخوا دسرښار پيښور په کليواله سيمه گل بيله کې هم دڅلورو وژل شوؤ کسانو مړي موندل شوي دي. د پيښور د داودزو سيمې د پوليسو مشر ډي ايس پي افتخار ډيوه ريډيو ته وويل ددغو وژل شوؤ کسانو مړي پوليسو دسړک دغاړې څخه ترلاسه کړي دي. هغه وويل دوژل شوؤ کسانو هيڅ پيژندگلو نۀ ده شوې چې هغوي څوک دي او د چا لخوا ولې وژل شوي دي. د پوليسو مشر وويل ددغو وژل شوؤ کسانو عمرونه د20ؤ او 30ؤ کالو ترمينځ دي  او څلور واړه په مخ ږيرې لري. هغه زياته کړه دوژل شوؤ کسانو په وجودونو دتشدديا گولوهيڅ نښې نشته او نۀ ده معلومه چې هغوي څنگه وژل شوي دي. ښاغلي افتخار وويل پوليسو دپيښې په بيلا بيلو اړخونو پلټنې پيل کړي او دوژل شوؤ کسانو دوارثانو په لټه کې دي
 
چارواکي وائي په کرمه ايجنسۍ کې  نامعلومو وسله والو دشيعه مسلمانانو په دوؤ گاډو ډزې کړي چې له امله يې 13 کسان وژل شوي دي. يو امنيتي چارواکي دنوم نۀ څرگندولو په شرط وئيلي دي   په کوزه کرمه ايجنسۍ کې دپاړه چنار څخه پيښور ته په تلونکو دوؤ گاډو نامعلومو وسله والو ناتاره ډزې وکړې چې پکې گڼ شميرکسان ژوبل شوي هم دي. دغه پيښه دکرمې ايجنسۍ په باگان سيمه کې رامينځته شوې ده. هغه وويل وژل شوي ټول شيعه مسلمانان وؤ. ه دې وړاندې هم په سيمه کې دشيعه او سُني مسلمانانو ترمينځ فرقه ايزې نښتې شوي چې پکې په لسگونو کسان وژل شوي دي.
 همدغه راز امنيتي ځواکونوداورکزو ايجنسۍ  په بيلا بيلو سيمو کې  عمليات ترسره کړي چې پکې 7 جنگيالي وژل شوي دي.
امنيتي ځواکونو داورکزو په غلجو او شکرتنگي سيمو کې  دتندلارو په شکمنو ځالو په درنو وسلو سره گوله باري کړې ده  پکې اووۀ جنگيالي وژل شوي او دهغوي دوه ځالې هم لهمينځه وړل شوي دي.
اخوا دخيبرپښتونخوا په کوز دير سيمه کې دامنيتي ځواکونو په گاډي  دسړک دغاړې بمي چاؤدنه شوې چې پکې دوه عسکر وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي. دسرچينو له مخې دليويز عسکرو په گاړي منډا سيمه کې دمعمول مطابق گزمه کوله چې په دغه مهال دهغوي گاډى دسړک دغاړې بم سره ټکر شو او درنه چاؤدنه وشوه.
دچاؤدنې له امله دامنيتي ځواکونو گاډي ته سخت زيان ورسيدو او حوالدار معتبرخان او ډرائيور حبيب ووژل شو. پيښه کې څلور عسکر ژوبل شوي هم دي چې دعلاج لپاره هسپتال ته وړل شوي دي.
بل لوري ته دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان قبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ په لنډي کوتل تحصيل کې نامعلومو وسله والو دجينکو دوه پرائمري سکولونه په بمونو الوځولي دي.
ددغو سکولونو دتباه کيدو سره په سيمه کې دتباه شوؤ سکولونو شمير 41ؤ ته رسيدلى، په دغو تباه شوؤ سکولونو کې زياتره دجينکو دي.
 همدغه شان دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور په متنو سيمو کې يو شمير وسله والو جنگيالو  دپوليسو په گاډي بريد کړى چې پکې دوه پوليس عرک ژوبل شوي دي.
 
دغه راز د تاند د ۲۵/۳/۲۰۱۱  نیټي دخیبر له مخی د ډنمارک دفاع وزارت پرون ناوخته وویل چې د دغه هیواد ملکه مارګریت افغانستان ته سفر کړی دی.
ملکه مارګریت په هلمند کې له ډنمارکي پوځیانو سره د کتلو لپاره د چهارشنبې په ورځ پرایس او باسټن کمپونو ته لاړه.له دې سره په سفر کې د ډنمارک دفاع وزیره ګیت لیبیود هم ملګرې وه.
ډنمارک په افغانستان کې اووه نیم سوه پوځیان لري چې تقریباً ټول په هلمند ولایت کې ځای پرځای دي.
د دغه هیواد ملکې له خپلو پوځیانو سره له کتنې وروسته په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ډنمارکي پوځیانو لیذلو پرې ډېر اغېز کړی او دا پر دوی ویاړي.
ګیت لیبیود، چې تېر کال د ډنمارک وزیره شوه، د دغه هیواد په تاریخ کې لومړنۍ دفا۸ع وزیره ده.
دې وویل، دې سفر مرسته وکړه چې د افغان امنیتي ځواکونو له لوري د خپل هیواد د امنیتي چارو د مسوولیت منلو په باب ډنمارکي چارواکي لا زیات مالومات ترلاسه کړي.
د ډنمارک ملکې په افغانستان کې دوې ورځې تېرې کړې او نن بېرته خپل هیواد ته ستنه شوه.ولسمشر کرزي د حمل په دوهم نېټه د لومړي ځل لپاره هغه سیمې اعلان کړې چې افغان امنیتي ځواکونه به یې د سرطان له میاشتې د امنیتي چارو مسوولیت په غاړه واخلي
 

د کډوالو لپاره د ملگرو ملتونو ادارې يو اين ايچ سي ار او د پاکستان حکومت په گډه توگه په هيواد کې دموجودو افغان کډوالو وضعيت او هغوي ته دپيښو ستونزو دجاج اخستو لپاره ديوې سروى اغاز کړى دى. پاکستان کې ديو اين ايچ سيار استازي مينگيشا کيبيډي  د جمعې په ورځ په يو بيان کې ویلي دي  ددغه منصوبې په ذريعه د ترلاسه کيدونکو معلوماتو په مرسته به د پاکستان او افغانستان د حکومتونو په شمول د هغه اداره او نور امدادي تنظيمونه دافغان کډوالو په حقله ښۀ تگلاره جوړه کړل شي.
د نړیوال تنظيم د استازي مطابق د افغانانو لپاره دا اهمه موقعه ده  چې پکې به هغوي  دخپلو انديښنو، خواهشاتو او منصوبو ترڅنگ پاکستاني ټولنه کې  دخپل کردار په اړه خبرې وکړل شي. هغه وويل پاکستان او يو اين ايچ سي ار غواړي  افغان کډوالو دسروى ټيمونو سره مرسته وکړي. دهغه په وينا دتيرو دريوؤ لسيزو راهسې افغانستان کې دروانې جگړې  او بدامنۍ له امله خپل هيواد پريښودونکو او پاکستان ته دراتلونکو افغانانو په اړه کيدونکې دې سروى کې به گټور معلومات راجمع کړل شي. داعدادوشميرې  ترلاسه کولو لپاره به د2001ء په مهال دافغان کډوالو يو لک او شل زره کورنۍ په دې سروى کې شاملولى شي او په سروى ټيمونو کې به ښځې هم شاملولى شي  چې دغه شان نيغ په نيغه دافغاني ميرمنو رائې معلومه کړل شي. دبيان ترمخه پاکستان کې دسرحدي چارو دوزارت جوائنټ سيکرټري عمران زيب وئيلي دي دا جائزه ځکه هم اهمه ده چې په مدد سره به يې پاکستان، افغانستان او يواين ايچ سي ار دافغان کډوالو دخيرښيگړې لپاره په ښۀ توگه منصوبه بندي وکړل شي

Source: Deewa and Taand
- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته