(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتونخوا:دافغان محصلینود اتحادئې کلنی غونډه وشوه

[31.Mar.2011 - 08:00]
په پاکستان کې تحصیل کونکي افغان محصلین په پاک افغان روابطو ښې اغیزې کولی شي. میا افتخار حسین
په پیښور پوهنتون کې به د افغان محصلینو هر ډول ستونزې هواروم: ډاکټر عظمت حیات.
د افغان محصلینو د روزنې په برخه کې د پاکستان مننه کوو. افغان قونصلر
د افغان محصلینو اتحادئې ( پښتونخوا) پرون د مارچ په ۲۶خپله کلنی غونډه وکړه په غونډه کې شاوخوا ۴۰۰محصلینو ګډون کړی وو، د غونډې مشري په پیښور کې افغان قونصلر صالح محمد شیرزي صاحب وکړه، ځانګړی میلمه يې د خیبر پښتونخوا ایالت د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین وو.
مشران میلمانه د پیښور پوهنتون رئیس پروفیسر ډاکټر عظمت حیات ، د شیخ زید د اسلامي مطالعاتود مرکز مشر ډاکټر دوست محمد خان، په پیښور کې د مهاجرینو د چارو رئیس حاجي مصری خان مومند، د افغانستان د اسلامي فرهنګي مرکز مشر قاضي محمد حسن اسلامي، د مولانا عبدالرحمن جامي د درالمعلمین مشر انجینررحمت الله بارکزی، د ابن سینا دارالمعلمین رئیسه بی بی مستوره جانه وه.
همداراز په پاکستان کې میشت د نورو پوهنتونونو د محصلینو استازو کې د نړیوال اسلامي پوهنتون اسلام اباد نه محمد ولی کاکړ او ګل رحمن منګل، د فیصل اباد د زراعت پوهنتون استازي ، د عبدالولي خان پوهنتون مردان استازي، د پرسټن پوهنتون استازي، د ای ایم سائنسز استازي، د ای سی ام اس استازي، د سرحد پوهنتون استازي، د اقرا پوهنتون استازي، د ایوب میډیکل کالج استازي، د خیبر میډیکل کالج استازي ، د انجینری پوهنتون استازي، د اسلامیه کالج استازي، د خیبر پښتونخوا د زراعت پوهنتون استازي او د مدنی او فرهنګي ټولنو استازو په شمول ګڼو افغان سوداګرو په غونده کې برخه اخیستې وه.
غونډه د پیښور کیمپس د افغان محصلینو لخوا په ارباب روډ شام هوټل کی دایره شوې وه. غونډه د قاري ذاکر الله لخوا د قران مجید په څو مبارکو ایتونو پیل شوه، د دریځ چارې ډاکټر رفیع الله او ډاکټر نجیب ننګیال پرمخ بوتلې، د میلمنو هر کلی د ریاض الله درمل، د اتحادئې په لاس ته راوړنو انجینر وحیدالله او افغان محصلینو ته په ورپیښو ستونزو د افغان محصلینو د اتحادئې رئیس محمد حاشر رڼا واچوله.
په وینا والو کې د پیښور پوهنتون رئیس پروفیسر ډاکټر عظمت حیات په خپله وینا کې د غونډې د منتظمینو ستاینه وکړه او ورته ئي په پیښور پوهنتون کې د ورپیښو مشکلاتو د حل ډاډ ورکړ. نوموړي د پیښور پوهنتون په هر ډیپارتمنت کې د افغان محصلینو لپاره د دوه دوه نورو سیټونو وعده وکړه ، افغان محصلین ئي خپل بچیان وګڼل او د لازیاتو همکاریو هیله يی څرګنده کړه، ورپسې ډاکټر دوست محمد خان په خپله وینا کې د افغانانو په ځلانده تاریخ رڼا واچوله او زیاته ئي کړه چي د شیخ زید داسلامی مطالعاتو د مرکز د مشر په حیث هر راز همکاری ته تیاریم.
ورپسی افغان قونصلر صالح محمد شیرزي په خپله وینا کې محصلین لا پراخو زده کړو ته تشویق کړل او د تحصیل په برخه کې يي د پاکستان د حکومت د مرستی ستائنه وکړه.
له هغه وروسته د غونډې ځانګړي میلمه د اطلاعاتو ایالتي وزیر میاافتخار حسین په خپله وینا کې خوښي څرګنده کړه چې د افغان محصلینو په دومره درنه غونډه کې ګډون کوي. نوموړي په لر او بر پښتنو غږ وکړچې د ترهه ګری پر خلاف په شریکه مبارزه وکړي او نور ملتونه له ناخوالو وژغوري، همدا راز افغان محصلینو سره یی د هرراز همکاری وعدې وکړې.
د غونډې په پای کی میا افتخار حسین ، افغان قونصلر صالح محمد شیرزي او د پیښور پوهنتون رئیس ډاکټر عظمت حیات صاحب ته د افغاني کلتور له مخي پټکی ورپه سر شوې او د غونډی په نورو برخوالو کې د مهاجرینو رئیس مصری خان مومند، انجینر رحمت الله، بی بی مستوره جانه، محمد ولي کاکړ، ګل رحمن منګل ، ډاکټر رفیع الله، عتیق الله ، محمد حاشر ، ډاکټر صدیق افریدی او قیس افغان ته په ښو فعالیتونو شیلډونه ورکړل شول. په اخر کې د غونډې ګډونوالو ته د ډوډی پروګرام هم شوی وو.
 پیښور پوهنتون
ډاکټرنجیب ننګیال
- ډاکټرننګیال
بېرته شاته