(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په مزار کې لاریون کوونکو ۸ بهرنیان ووژل

[01.Apr.2011 - 22:01]
01.04.2011
افغان پولېس وایي د ملگرو ملتونو(م م و)  لږ تر لږه اته بهرني کارکونکي د هېواد په شمالی برخه کې د قران د سوځولو پرضد شوي مظاهرې  په وخت وژل شوي دي.
ملگرو ملتونو د جمعې په ورځ د دې خبرې پخلې کړې دې او ویلي دي چې د افغانستان بلخ ایالت پایه تخت مزارشریف کې یې په دفتر حمله شوې ده.
افغان چارواکي وایي مظاهرچیانو د ملگرو ملتونو په دفتر هغه وخت یرغل وکړو چې دوي د امریکا فلوریډا ښار کې د یو پادری لخوا د قران سوځولو پرضد احتجاج کولو.
د افغانستان او پاکستان  مشرانو د قران سوځولو پېښه غندلې ده. د جمعې په ورځ د جمعې نمونځ وروسته په سلگونو خلک لارو کوڅو ته احتجاج لپاره جمع شو.
د ملگرو ملتونو دفتر ته نزدې دغه احتجاج کونکو د دتشدد نه کار واخستو.افغان چارواکي وایی د نېپال سره تعلق لرونکي پېنځه امنېتي کارکونکي په وژل شوو کې شامل دي.
په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د ټولو لوۍ چارواکې سټېفن دې مېستورا هم مزار شریف ښار ته روان دی.
د افغانستان پایه تخت کابل او لویدیځ ښار هرات کې هم د قران سوځیدو پرضد مظاهرې شوي دي خو دکوم تشدد خبر مخې ته نه دی راغلې
د خبریال  تازه خبر له مخی دغه لاریون چې نن دجمعې له لمانځه وروسته پیل شو،په لومړیو کې سوله یز خو وروسته په تاوریخ والي واوښت ، په مزارشریف کې دیونا مادفتر په بشپړه توګه سوځول شوی او ۸بهرنیان ورکي وژل شوي دي.
په کابل کې دملګرو ملتونو یوه افغان کارکوونکي د نوم  نه ښودلو په شرط خبریال ویبپاڼې ته وویل چې لاریون کوونکو لومړی دیونا ما یا دملګرو ملتونو دسیاسي دفتر له امنیتي ساتونکو نه په زور وسلې اخیتستي او وروسته په یونا ماورننوتي چې ۸بهرنیان یې وژلي دي.
دغه لایون کوونکو په امریکا کې دقرآن شریف دسوځلو په خلاف په مزارشریف کې نن لاریون وکړو.
د امریکا په فلوریډا ایالت کې دیوه کلیسا مشر (پادري) تیره اونۍ په کلیسا کې دننه یوه نسخه قران کریم سوځولی وو چې دغه کار د اسلامي هیوادونو او مسلمانانو کلک غبرګونونه راپارولي ديدملګرو ملتونو دغه افغان کارکوونکي دا یادونه هم وکړه چې په افغانستان کې دملګرو ملتونو مشردڅرخي الوتکې په وسیله له کابله دمزارشریف پر لوري روان شوی چې ښايي اوس به هلته رسېدلی وي.
که څه هم تر اوسه لا دا نه ده معلومه چې سوله یز لاریون ولي په تاوتریخ والي واوښت خو عیني شاهدان وايي چې په لاریون کوونکو یوشمېر وسله وال هم ګډوو چې دلاریون له مینځه یې ډزي وکړې او لاریون کوونکو ته یې دسر درانده زیانونه واړول.
په مزارشریف کې دخبریال همکار وايي چې ده لاریون څاره او ډزي یې واورېدلې . هغه زیاته کړه چې لاریون کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خو شمېره یې تراوسه نه ده روښانهمظاهره کوونکو دخبریال ویبپاڼې همکار ته ویلي چې دیونا ما له بهرنیو کارکوونکو نه سرونه غوڅ شوي خو لا تر اوسه کومي آزادي سرچینې ددې خبري پخلی نه دی کړی.
دخبریال همکارته دا هم ویل شوي چې دملګرو ملتونو دسیاسي دفتر یونا ما امنیتي ساتونو کو لومړی پر مظاهره چیانو ډزي وکړې ، البته دا خبره هم تر اوسه نه ده تایید شوې
نن په قبائيلي سيمو اورکزو، خيبر ايجنسو  او نيمه قبائيلي سيمه دره ادم خيلو کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ شوې نښته ، دتندلارو بريدونو او ځانمرگي بريد کې 10 کسان وژل شوي او يو شمير نور ژوبل شوي دي.
دسرچينوله مخې دجمعې په ورځ سحر وختي يو شمير وسله والو جنگيالو دکوزې اورکزو ايجنسۍ په ډبورۍ سيمه کې دامنيتي ځواکونو په چيک پوسټ درې راکټونه داغلي چې پکې درې عسکر ژوبل شوي دي.
ددغه بريد څخه وروستو دامنيتي ځواکونو لخوا دتندلارو په ضد ځوابي عمليات ترسره شوي چې پکې د6ؤ تندلارو دوژل کيدو او دهغوي دگڼ شمير ځالو دتباه کيدو اطلاعات ترلاسه شوي دي.
بل لوري ته دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان قبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ په لنډي کوتل بازار کې  دنيټو دتيلو ټانکرو په اډه ډيوټي ورکوونکو 5ؤ څوکيدارانو څخه تندلارو درې وژلي او دوه يې دځان سره ژوندي تښتولي دي.
همدغه راز  دجمعې په ورځ دخيبرايجنسۍ په لرې پرته سيمه تيراه کې دغيرقانوني تندروه ډلې لشکراسلام په يوه قافله بريد ترسره شوى چې پکې دلمړيو معلوماتو له مخې دلشکراسلام سره تعلق لرونکي اتۀ جنگيالي ژوبل شوي دي.
سرچينې وائي دبريد کوونکو څخه هم يو شمير دلشکراسلام سره تعلق لري خو په دغه پيښه کې پخپله منگل باغ ته دڅه رقم زيان رسيدو په حقله معلومات نۀ دي ترلاسه شوي.
سرچينې وائي په دغه پيښه کې دلشکراسلام پخوانى کمانډر غنچه گل لاس لري چې دا مهال دمنگل باغ سره مخالف دى.
 بل لوري ته دپښتونخوا سرښار پيښورسره نزدې په نيمه قبائيلي سيمه دره ادم خيل کې يو ځانمرگي بريد ترسره شوىچې پکې دگڼ شمير کسانو دژوبل کيدو اطلاعات ترلاسه شوي دي.
دکوهاټ دپوليسو مشر مسعود خان افريدي ترمخه ددره ادم خيلو دوسلې مرکزي بازار خالد مارکيټ کې يو ځانمرگي خپل ځان پسې تړلي بارود چولي چې له امله يې درنه چاؤدنه شوې
دمسعود خان اپريدي په وينا ځانمرگي هاغه وخت خپل ځان والوځولو کله چې خلک په هغه شکي شول او دهغه دنيولو کوشش يې وکړو.
هغه وويل په دغه چاؤدنه کې يو دولس کلن هلک وژل شوى او 5 کسان نور ژوبل شوي دي.
ښاغلي افريدي وويل دغه يو ناکامه ځانمرگي بريد ؤ او ځانمرگي غوښتل مارکيټ ته دننه ورشي.
 دپيښې په حقله يو سيمه ايز لوړپوړي انتظامي چارواکي شاهدالله خان بهرني خبري اژانس سره په خبروکې وويل  ځانمرگى پيدل راغلى ؤ او مارکيټ ته دننوتلو هڅه يې کوله ، مقامي خلک په هغه شکي شول او ډزې يې پرې وکړې خو هغه ځان والوځولو.
دچاؤدنې وروستو امنيتي ځواکونو ټوله سيمه پخپله ولقه کې اخستې او ژوبل کسان هسپتال ته رسول شوي دي.
 په نزدې ورځو کې دپاکستان په خيبرپښتونخوا او نزدې سيمو کې ځانمرگي بريدونو او بمي چاؤدنو کې تر ډيره اضافه راغلې ده.
دشورو په ورځ  دخيبرپښتونخوا په صوابۍ ضلع  کې يو ځانمرگي بريد ترسره شوى ؤ چې پکې خواؤشا لس کسان وژل شوي وؤ او دزيارت په ورځ په چارسده ضلع کې هم دجمعيت علماء اسلام په مشر مولانا فضل الرحمان يو ځانمرگي بريد ترسره شوى ؤ خو هغه ددغه بريد څخه روغ وتلى ؤ او پکې تر دولسو پورې کسان وژل شوي وؤ.
د جمعې په ورځ د ائتلافي ځواکونو يو وياند وئيلي دي  په ختيز افغانستان کې  روانو عملياتو کې  دتيرو دوؤ ورځو په مهال شپږ امريکائي عسکر وژل شوي دي.
په دغو عملياتو کې درې عسکر نور ژوبل شوي هم دي.
ائتلافي ځواکونو په دغو عملياتو کې د25ؤ تندلارو دوژنې ادعا هم کړې ده.
وياند ميجر ټم جيمز وئيلي دي ددې خبرې پخلى کوي چې شپږ امريکائي عسکر وژل شوي او هغوي هم ديوې کارروايۍ برخه وه خو په دريوؤ بيلا بيلو پيښو کې وژل شوي دي.
دغه عسکر دشورو دورځې څخه تر دزيارت دورځې پورې په بيلا بيلو پيښو کې وژل شوي دي.
دغه عمليات دپاکستان دپولې سره نزدې  دافغانستان په کونړ ولايت کې روان دي، دغه سيمې ته اکثره دپاکستان دپولې څخه جنگيالي وراوړي.
ددغو عسکرو دوژل کيدو سره سږ کال په افغانستان کې دوژل شوؤ امريکائي عسکرو شميره 110ؤ ته رسيدلې ده.
بل لوري ته دطالبانو يو وياند ادعا کړې ده چې دکونړ په غازي اباد سيمه کې دسړک دغاړې بمي چاؤدنه کې څلور بهرني عسکر وژل شوي دي.
په کال 2010م کې دوژل شوؤ بهرنيو عسکرو شميره 711 وه چې دغه کال  دبهرنيو ځواکونو لپاره دافغانستان دجگړې تر ټولو خونړى کال گڼل کيږي.
Source: Deew and Khabaryal
- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته