(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو نړيوال امن کنفرنس 29، 30 اپريل 2011

[14.Apr.2011 - 16:08] پښتو نړيوال امن کنفرنس  د پښتو نړيولې جرګې(۲۹،۳۰ اپريل ۲۰۱۱) لپاره د شاعرانو او ليکوالانو تياری په تېزۍ سره روان دی. په دې جرګه کې به د لرې او برې پښتونخوا نه علاوه په کراچۍ او بهرنيو هيوادونو کې ميشت پښتانه او د پښتو مينه وال ګډون کوي. په دې لړ کې د جرګې يو اهم وفد څو ورځې مخکې د افغانستان دوره وکړه او ملګرو ليکوالانو او شاعرانو ته يې خبر او د ګډون بلنه ورکړه. په دې جرګه کې به له نورو پروګرامونو نه علاوه ډېرې په زړه پورې معلوماتي او تحقيقي مقالې اورولی کېږي. په دغو مقالو کې به په بنيادي توګه د پښتو ژبې او د پښتون ولس په ستونزو او د امن په مسله رڼا واچول شي. په مقاله ليکونکو کې لانديني اهم مشران شامل دي: ۱-استاد حبيب الله رفيع ۲-زرين انځور ۳-عبدالغفور لېوال ۴- خوشحال روهي ۵-قمر صحرائي ۶- افراسياب خټک ۷-پروفيسر اسير منګل ۸- اسد آفريدی ۹- لياقت سيماب ۱۰- فضل رحيم مروت ۱۱-اعجاز خټک ۱۲-پروفيسر شاه جهان ۱۳-عقيل يوسغزی ۱۴-ايمل خان خټک ۱۵-نثار محمد خان ۱۶-رضا محمد ۱۷-ډاکټر جهانزېب خان ۱۸-ډاکټر احسان علي خان ۱۹-امير حمزه مروت ۲۰-ناصر جمال خټک ۲۱-ډاکټر جمال خټک ۲۲-ډاکټر وعظيم خان ۲۳-ډاکټر محسن خان ۲۴-غوټۍ خاورې ۲۵-سلمی شاهين ۲۶-ډاکټر قبله اياز د جرګې د اهمو غړو په خيبر پښتونخوا کې له حکومتي مشرانو سره کتنې د جرګې يو وفد د عوامي نيشنل پارټۍ صوبايي صدر افراسياب خټک سره په پېښور کې وکتل. وفد هغوی ته د جرګې بلنه ورکړه او ورسره يې د پښتو ژبې او پښتون قام ته د راپېښو ستونزو په هکله تفصيلي خبرې اترې وکړې. په دې موقع ښاغلی سعدالله جان برق، پروفيسر اسير منګل، شهاب خټک ايډوکېټ، خالد ايوب، الياس ټلوال، فريدون خان، او لياقت امين د جرګې له اړخه او ښاغلی تاج الدين، قيصرخان ايډوکېټ، او افراسياب خټک د عوامي نېشنل پارټۍ له اړخه شريک ول. ښاغلي افراسياب خټک د جرګې د هر قسمه مرستې او همايت اعلان وکړ او وېويل چې دا امن جرګه د يو وخت يو لوی ضرورت دی او له وفد څخه د جرګې په هلو ځلو مننه وکړه. همدا راز يو بل نماينده وفد د خيبر پښتونخوا صوبې له ګورنر بېرسټر مسعود کوثر سره په پېښور کې ليدنه وکړه او هغوی ته يې د پښتو ژبې او کلتور ته ورپېښې مسلې بيان کړې. وفد له ګورنر نه په ډېره کلکه غوښتنه وکړه چې په پېښور کې دې پښتنو شاعرانو ليکوالانو لپاره د پېښور پرېس کلب په حيث يو هال او يوه لائبريري جوړه کړای شي ځکه چې په ټوله خيبر پښتونخوا کې د حکومت له اړخه هيڅ داسې ځای نشته چې پښتانه ليکولان او شاعران ورته خپل ځای ووايي. په دې موقع د راروانې ۲۹ او ۳۰ اپرېل ۲۰۱۱ د پښتو نړيوالې جرګې په هکله خبرې اترې خبرې وشوې. همدا رنګه يو بل نماينده وفد تېره ورځ د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو او ثقافت وزير ميا افتخار حسين او د ساينس او ټيکنالوجۍ وزير ايوب اشاړي سره د پښتو نړيولې جرګې په اړه وکتلد وفد مشر نامتو ليکوالو تکړه کالم نګار ښاغلی سعدالله جان برق او ورسره شهاب خټک، لياقت سيماب، پروفيسر اسير منګل. قيصرخان ايډوکېټ، عماالدين دوران، فريدون خان او حميدالرحمن نادان ول. وفد له نوموړي وزيرانو څخه د جرګې د ښه امنيت او له افغانستان څخه د راتلونکو مېلمنو د ځای بندوبست او د ميډيا د همکارۍ غوښتنه وکړه چې په ورين تندي يې ومنله
- فريدون خان
بېرته شاته