(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په کابل ، امریکا او جرمنی کې د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری فاتحه واخستل شوه !

[01.May.2006 - 10:13]

کابل :

د هیواد د ملی او منلی شخصیت او د پښتنو ټولنیزولسولیز ګوند د مشر او بنسټ ایښودنکې ، د پښتو ژبې در ښتینی پالونکې ، شاعر، لیکوال، ادیب، څېړونکې ، ژورنالست او د پښتون قامی وحدت سرلښکر دساه پوهنی ماهرارواښاد ډاکتر کبیر ستوری فاتحه دروان کال 2006 ع د اپریل د میاشتی په 22 نېټه په کابل کې د عیدګاه په جامع جماعت کی په دولتی ( سرکاری ) مراسمو سره واخیستل شوه. په فاتحی کې خپلوانو، دوستانو، هیوادوالو، سیاسی او ادبی ملګرو ،ملی شخصیتونو،لوړرتبه دولتی چارواکواو ګڼ شمیر مینه والودهیواد دبیلابیلو برخو څخه ګډون کړی وو. په راغلو میلمنو کې د افغانستان دجمهور رئیس مرستیال او مشاور وزیر ښاغلی هدایت امین ارصلاح په کلتوری او فرهنګی چارو کې د جمهور رئیس مشاور وزیر ښاغلی زلمی هیواد مل د افغانستان د لوړو تحصیلاتو وزیر ښاغلی پوهاند ډاکتر سید امین شاه حسن یار د پوهنی وزیر ښاغلی نور محمد قرقین د مخدره موادو پر ضد د مبارزی وزیر ښاغلی حبیب الله قادری د مالی د وزارت سر پرست او اداری معین ښاغلی عبدالرزاق صمدی د جمهور رئیس صلاح کار وزیر او د کابل پوهنتون پخوانی رئس ښاغلی پوهاند عبدالسلام اعظمی د افغانستان د المپیک د کمیټی مشر او صلاح کار وزیر ښاغلی محمد انور جګدلک د کابل پوهنتون رئیس او د عدلی د وزارت صلاح کار پوهاند فاروق بشر د پوهنی پخوانی وزیر پوهاند عبدالرسول امین د پوهنی د وزارت د علمی څانګی غړی او د کابل پوهنتون استاد پوهاند دکتور محمد قاسم جمدر د کابل پوهنتون استاذان ښاغلی پوهاند ډاکتر نوراحمد میرازی، ښاغلی شیراحمد ګردیوال، ښاغلی محمد ظاهر نظام، ښاغلی لطیف الله ساپی او ښاغلی پوهنیار محمد اسماعیل يون او نور.... د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د مشرانو د جرګی غړی او د کابل پوهنتون استاد ښاغلی ډاکتر ګل حسن ولیزی د چاپیریال ساتنی د مستقلی اداری مرستیال دوست محمد امین د ملګرو ملتونو د یوناما د د فتر په دولتی چاروکې صلاح کار او د کورنیو چارو د وزارت پخوانی معین ښاغلی شاه محمود میاخیل د سرحداتو پخوانی وزیر لیکوال او شاعر ښاغلی سلیمان لایق د پوهنی پخوانی وزیر او د کابل پوهنتون استاد ښاغلی عبدالرشید جلیلی د کورنیو چارو د وزارت د مخابراتو او تکنالوژۍ رئس برید جنرال سید نسیم هاشمی د سرحداتو د وزارت صلاح کار ښاغلی قربان اغا د کونړ ولایت والی او مشاور وزیر ښاغلی اسدالله وفا د کورنیو چارو د وزارت د اداری چارو معین ښاغلی عبدالمالک صافی د پوهنی د وزارت اداری معین ښاغلی صدیق پتمن د معادن او صناعیو د وزارت معین انجینر محمد ابراهیم د قندهار ولایت د امنیی قوماندان ښاغلی عبدالمالک واحدی د کورنیو چارو د وزارت د ښوونی او روزنی عمومی رئیس تورن جنرال ګل نبی احمدزی د کابل ولایت امنیی قوماندان ډګر جنرال عبدالجلیل جنبش د پولیسو داکاډمۍ قوماندان ډګر جنرال سید شیراغا د کابل د ملکی هوائی ډګر قوماندان برید جنرال امین امر خیل د مجاهد اولس د جریدی مسئول او چلونکی ښاغلی محمد حسن ولسمل ښاغلی نبی فراهی ، ډګر جنرال عبدالبصیر حیدر ، ډګر جنرال حبیب الله شفیق اظغری، تورن جنرال ښاغلی سید کمال شاه، متقاعد ډګروال ښاغلی عطاواله فقیر د کابل ولایت د امنیی قوماندانۍ ددفتر رئس ښاغلی سید افندی په ولسی جرګه کې منتخب وکیلان ښاغلی ډوکتور فاروق میړنی، ښاغلی پیر بخش ګردیوال ، ښاغلی سیدهاشم فولاد، ښاغلی مولوی شهزاده شاهد او ښاغلی شجاع الملک جلالا په افغانستان کی د نړیوال بانک مرستیال ښاغلی ارباب محمد امجد خان او د پوهنی د وزارت پخوانی معین استاد معین مرستیال باجوړی ګډونکوونکو د خدای بخښلی ستوری روح ته دوعا وکړه، او د ارواښاد ستوری سیاسی ،قامی او ادبی خدمتونه یی وستایل اودهغه مرګ ئې پښتون قوم،هیواد او ولس ته لویه او نه جبران کیدونکی ضایعه وګڼله. د ارواښاد د کورنۍ په استازیتوب د ارواښاد ډاکتر ستوری مشر ورور دولسی جرګی پخوانی وکیل حاجی عبدالجلیل ملنګ ، او د ارواښاد مشر ځوی عبدالبصیر بیدار د ګډونکونکو د راتګ او غمرازۍ څخه مننه وکړه.

امریکا:

په 22.04.2006 نېټه د شنبی ( خالی ) په ورځ د شمالی کلیفورنیا د هایوارډ په ښار کې د هیواد پیاوړی سیاستوال او لیکوال ښاغلی محمدحسن شیرزاد له خوا د اروا ښاد ډاکتر کبیر ستوری په مړینه د قران کریم ختم او فاتحه چې په کلیفور نیا کې ګڼ شمیر او سیدونکو هیوادوالو ، پوهانو شاعرانو، سیاسی او ادبی شخصیتونو پکې ګډون کړی وو تر سره شوه. په کلیفورنیا کې د افغانی کلتوری ټولنی مشر ښاغلی محمد حسن شیرزاد د ارواښاد ستوری په ژوند رڼا واچوله. قام او وطن ته ئې دده هلی ځلی او مبارزه ئې وستایله او دده مړینه ئې ټول پښتون/ افغان ولس ته یوه ستره تشه او تاوان وباله. ورپسی د ارواښاد ډاکتر ستوری په یاد یوه درنه مشاعره وشوه چې د هیواد پیاوړو شاعرانو له خوا د شعر په ژبه د عقیدت، پیرزوینی او د غمشریکۍ څرګندونی وشوی.

جرمنی :

د روان 2006 ع کال د اپریل د میاشتی په 29 نېټه د شنبی ( خالی ) په ورځ د مازیګر د 3 بجو څخه تر 5 بجو پوری د المان د ویسیلنګ په ښار کې د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری فاتحه چې د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د مشرانو او غړو نه علاوه په اروپا کې د بیلا بیلو کلتوری ټولنو استازو د اطریش، سویډن، بلجیم، هالنډ، ډنمارک، انګلستان او د المان د لیری لیری ښارونو څخه د لر او بر پښتنو/افغانانو پوهانو، شاعرانو، ولسی مشرانو، سیاسی او ادبی سړیتوبونو ( شخصیتونو) د هیواد پخوانی وزیرانو، لوړرتبه نظامی او ملکی مامورینو، ملګرو دوستانو، خپلوانو، په بن کې د افغانستان د قنسلګرۍ استازو او قنسل ګډون کړئ و واخستل شوه. د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری روح ته دوعا وشوه. د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری په یاد د غمرازۍ او څرګندونو په کتاب کې: * ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری خپل ټول ژوند پښتو او پښتونولۍ او د پښتنو یووالی ته وقف کړی و. ډیرو پښتنو ته ئې د یووالی او سیاسی بیدارۍ لاره وښودله لکه څنکه چې ارواښاد ستوری ته پښتانه ګران و هم داسی دی هم په ټولو پښتنو ګران دی او وی به. * ای د پښتونخوا د غرونو زمریه همدا ته ئې چې څه د پاسه سل کاله وروسته دی د افغان سیدجمال الدین یادونه تازه کړه او دا دی په ثبوت ورسوله چې د کونړ په خاوره کې د افغان سید جمال الدین په څنګ کې تاسی هم خپل ځای ونیولو د کونړ خلک، د مشرقی ولسونه او افغانان/پښتانه په تاسی ویاړ کوی. ویاړ دی وی په تاچې ځان دی لکه د شمع وسو او خپل ولس او قام ته دی لیاری رڼا کړی. * ارواښاد ستوری یو سپیڅلی انسان ؤ چې ژوند ئې د سپیڅلتیا یوه نښه وه او مړینه ئې هم د داسی یو سپیڅلی انسان په څیروه چې ټول وطن خپل غم ورسره شریک کړ. * وعده کوو چې ستا د ارمانونو د پوره کولو د پاره به مو هلی ځلی کوو. * د پښتو د اسمان انګړ د کبیر ستوری په مرینه خالی شو، هغه ریښتنی پښتون زمونږ له څنګه لاړو. * د ارواښاد ډاکتر ستوری په مړینه سره د افغانستان د خلکو د ملی او وطن پرست شخصیتونو په شمیر کې کمبود پیدا شو.
ســـــــتـــا ویــــــــنـــــه پــــــــښـــــتـــــنــه وه ســـــــــتـا مـــــــیــــنــــــه پــــــښــــتـــــنـه وه تـــــه زمــــــا د ســـــــــر شـــــــــمــــلـــه وی تــــــه زمـــــــــا د شــــــــــمــــــلــــــــی وږی
* د ډاکتر کبیر ستوری خاطرات زمونږ سره تل موجود دی. ډاکتر کبیر ستوری حقیقتآ د یوه ځلندونکی ستوری په شان د پښتونخوا په تاریخ کې خپل ځان پریښود په پښتو مین او دپاک او صادق زړه خاوند ؤ. * پوهان ادیبان او شاعران ملی شخصیتونه تل ژوندی وی. ارواښاد ستوری تل ژوندی دی د هغه پښتنی سیاسی فکر او نظریه به مونږ وړاندی بوزو. * ډاکتر ستوری د پښتون قام د بخت ستوری ؤ د هغه افکار ژوندی وی . * ډاکتر ستوری یو ایډیالست ، پښتون، مسلمان هومانست و ده د خپلو ایډیالونو د پاره ژوند کاوه. په خپله عقیده او لاره کې هیڅ ډول کامپرومس ته تیار نه و. دی یو مهربان او با حوصله شخصیت و. دده مړینه ډیره بی وخته وه خود پښتنو لویه بدمرغی پدی کې ده چې ددی قام مهم شخصیتونه تل د دوۍ د تاریخ په ډیرو حساسو وختونو کې له دونیا تللی. * زما د تګ لاری پیاوړی ، زړه ور، غیرتمن، ملی او علمی لوړ شخصیت دلری او بری پښتونخوا ځلیدونکی ستوری ولوید.
زړه مـــــی پــــه ویــــــر کـــې مـــبـــــتــلا شــــــونا جـــــــــرمـــــــــنـــــی واړه پـــــــــه ژړا شــــــــــونا چـې افــغــان لــــوړســـتــوری تــیـر لـه دونـیا شـونا
* مرحوم ډاکتر کبیر ستوری چې د خپل عمر ډیره زیاته برخه ئې د هیواد او خصوصآ د لر او بر پښتنو ته په چوپړ کې تیر کړی او اوږده مبارزه ئې کړی ده دده سیاسی مبارزه د ټولو افغانانو او خصوصآ د پښتنو لپاره یو ستر سرمشق دی پښتانه به د ستوری صاصب لاره په کلکه تعقیبوی. * د ډاکتر ستوری مړینه په پښتون لوی قام کې لویه تشه بولم پدی هیله چې د پښتون قام ستوری د همدی ( ستوری) په څیر وځلیږی. ډاکتر کبیر ستوری دانسانیت او شرافت غوره نمونه وه او د افغان/ پښتون ولس لپاره د ټولنیزی ولسواکۍ ټینګ غوښتونکی و. * محترم ماما : خدای دی وکړی چې پښتون ولس کې ستا په شان ډیر داسی کسان پیدا شی. * ګران ماما صاحب: خدای دی خاوری درسره هم وبښی ډیر بی وخته رانه لاړی پښتانه یو خل بیا یتمان شول. * د ارواښاد ستوری مړینی د لراو بر پښتون قام ملا ماته کړه خو د پښتون قوم بچیان به د ماما صاصب دا ارمانونه په ډیره میړانه پوره کوی. * د پښتو ژبی د پاره ماما ډیر زیات خدمت کړی دی. مونږ سره به ټول عمر او په هر وخت کې تا سو موجود ئې. * ته پښتون وی ،پښتون سیاستوال وی، ادیب وی، شاعر وی، په پښتنو او پښتو مین افغان پښتون وی. همدا ته وی چې د پښتنو د یووالی بیرغ دی جګ ساتلی و او دا دی په مرګ هم وښودله. ته دوهم پښتون/ افغان وی چې د خان عبدالغفار خان ( باچا خان )په هغه لار لاړی هغه لار چې په ژوند دی غوره کړی وه په مرګ دی هم هماغه لار شوه. * ستوری زمونږ د هیواد د پښتو ادب لوی ستوری او د انسان د هوساینی د لاری حوصله لرونکی اونه ستړ یکیدونکی مبارز شخصیت و. پښتانه وائې چې سل دی ومره او د سلو سر دی مه مره. * ستوری صاحب : واقعآ د وطن ملی او په وطن او پښتو ژبه مین شخصیت و. ارواښاد د کبیر ستوری چې زمونږ د ژبی او قومی یووالی نومیالی مشر و او د لوړی پوړۍ عالم و دده ځای همیشه زمونږ په زړونو کې دی. ارواښاد کبیر ستوری د افغانی ټولنی او د هغی د ادب او سیاست لپاره یو روښانه څیره وه. * د ارواښاد ستوری لوی شخصیت واقعآ لوی کمبود دی. ډاکتر صاحب کبیر ستوری هغه سپیڅلی انسان او پښتون ؤ چې مړینه ئې یقینآ د پښتنو روڼ اندو لپاره درنه ضایعه او دیو شمیره دوستانو لپاره د زړه ژور ټپ دی. * ډوکتو کبیر ستوری یو سوچه پښتون، د یوی خبری سړی و. * ډاکتر کبیر ستوری یو سپیڅلی او ملی شخصیت و نوموړی نه تنها د کونړ بلکی د ټول افغانستان په سطحه یو پیژندل شوی شخصیت وو. ارواښاد ډاکتر ستوری صاحب مړینه نه یوازی د پښتنو لپاره بلکه د هیواد او سیمی له پاره ستره ضایعه ده. ډاکتر ستوری چې کوم خدمت د خپل ملت د پاره کړی دی دا د پښتون تلریخ یو ژوندی باب دی. ډاکتر ستوری د پښتنو د حقوقو د لاس ته راوړو د پاره مبارزه کړیده.

د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری روح ته

دا د کـــوم اجــل جــرس ؤ چـې پـه غــوږ مـولـګــیـدلـی چې د ستورو له مداره مو یــو ســتـوری غــورځــیـدلـی یا بـه مـونـږ بد نـصـیـب یــو یــا خـدایــه سـتـا رضــا وه سـتـا رضـا ده ستارضــا ده دا مـو تـا تــه دربــخــښــلـی د پــــښــتـو د پــټــکــی ول ؤ د غــرور یــوه شــملــه وه زمــونـږ ســتوری د اقــبـال ؤ چــې په سر مو اوسیـدلی زمونږ لعـل ، زمونـږ ګـنـج ؤ دا زمونـږ د ژونـد رڼـا وه چـې بـغـیـر لـه ده ژونـدون وی مـونـږ بـه ولی ژړیـدلی دا به څـومره نـیکـمـرغی وی چې د خپل ستوری رڼا ته مـوفـرهـنـګ غـــیـږی وهـلی او یــو بــل ئې څمـلـولـی دا به فخر دابه ژوند وی چې یو سـتوری مو په لاس وی داوړه وړه پـــــښــتــو مــــولاس نــیــولـــې ګــرځـولــی د «کـوټـوال» به په تـنـدی کې رڼـا ئـې د ســتـورونـه وه کــنـه ســتـوری بـه تــر عـمـره مو پـه ټــنــډه ځـلــیــدلی

د کابل د فاتحی تصویرونه

د جرمنی د فاتحی تصویرونه

- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته