(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د 500ؤ نوټونه به تر 30م ستمبر دکارولو جوگه وي

[28.Apr.2011 - 22:03]
29-04-2011 Deewa:
په پاکستان کې د1000ؤ او 500ؤ روپو دغټو نوټونو دبنديدلو اوازو خلک په منډه کړي او زياتره خلک بينکونو ته ددې غرض دپاره ورمات دي  چې دځان سره لرونکي د1000ؤ او 500ؤ روپو غټ نوټونه په بينکونو کې بدل کړي. خو دپاکستان سټيټ بينک سپيناوى کړى دى چې حکومت د1000ؤ روپو دغټو نوټونو دبندولو په لړ کې تراوسه هيڅ پريکړه نۀ ده کړې او د500ؤ روپو غټ نوټونه به هم د30م ستمبر پورې دچلن جوگه وي.
په پاکستان کې دا مهال د1000ؤ او 500ؤ روپو دوه قسمه نوټونه کارول کيږي. په دغو نوټونو کې دزړو نوټونو سائز لويې  او دنوؤ لوټونو سائز وړوکى دى.
دتيرو څو ورځو راهسې په پاکستان کې داسې اوازې گډې دي چې گنې دغټ سائز نوټونه  دروان کال د28م اپريل پورې حکومت بندوي او يواځې دوړوکي سائز نوټونه به دچلند جوگه وي.
په دې لړ کې دپاکستان په ځانگړي ډول دخيبرپښتونخوا يو شمير خلک چې دځان سره دغټ سائز نوټونه لري ورهم اخستي او په بيړني ډول دغټو نوټونو دبدلولو په هڅه کې دي.
دخيبرپښتونخوا په يو شمير کليوالو او ښاري سيمو کې دوکاندارانو او کاروباريانو په غټو نوټونو راکړه ورکړه اودرولې ده او دغټو نوټونو لرونکي خلک دخپلو نوټونو بدلولو دپاره بينکونو ته ورمات دي.
خو په خيبرپښتونخوا کې دپاکستان دسټيټ بينک ډپټي ايريا منيجر عابد حسين  ډيوه ريډيوته وويل دا گنگوسه عبث ده چې گنې د500ؤ روپو دلويې سائز نوټونه په 28م اپريل ناچله کيږي.
هغه وويل دپاکستان دمرکزي حکومت دپريکړې له مخې به د500ؤ روپو غټ نوټونه تر 30م ستمبر 2011ء پورې دکارولو جوگه وي  او په يکم اکتوبر 2011ء به ددغو نوټونو قانوني حيثيت ختم شي.
هغه وويل دا مهال  دخيبرپښتونخوا په گډون دملک په يوه برخه کې هم د1000ؤ او 500ؤ روپو دغټو نوټونو په کارولو بنديز نشته.
ښاغلي عابد حسين اولس ته مشوره ورکړه  چې هغوي بايد د500ؤ روپو دغټ سائز نوټونه ، دهغې دقانوني حيثيت دختميدلو څخه دمخه يعنې 30م 2011ء پورې دسټيټ بينک اف پاکستان او پي ايس اي په دفترو او نورو تجارتي دفترو کې بدل کړي
- دپښتونخوا خبریال
بېرته شاته