(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دوه ورځنى پښتونړيوال امن کانفرنس نن پيل کيږي

[28.Apr.2011 - 22:12]
دجمعی ورح, 29 اپريل 2011
ټاکل شوې  ده د نړيوال پښتو کانگريس د سيوري لاندې   نن د جمعې د ورځې څخه د  پيښتونخوا ايالت په سرښار پيښور کې دوه ورځنى پښتونړيوال  امن کانفرنس پيل کيږي چې پکې به دافغانستان اؤ پاکستان په گډون د نړۍ ديوشمير هيوادونو څخه پښتانۀ ليکوال،شاعران،اديبان،صحافيان اؤ د ژوند دبيلابيلو څانگو سره تړلي شخصيات برخه اخلي. او د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند  پيغام به هم واورول شی
د ددغه کانفرنس پرانسته به د پښتونخوا د وزيراعلى امير حيدر خان هوتي په لاس په نشترهال پيښور کې کولى شي.
کانفرنس کې دبرخې اخستو په غرض دنړۍ دبيلابيلو هيوادونو لکه افغانستان،جرمني،کاناډا اؤ اسټريليا څخه خواوشا 100 شخصيات د زيارت په ورځ پيښور ته رسيدلي دي.
د پښتونخوا داطلاعاتو وزير اؤ دصوبايي حکومت وياند ميا افتخار حسين ددغه کانفرنس په اړه ډيوه راډيو ته وويل دغه پښتو عالمي کانفرنس به زمونږ په خاوره د امن دټينگښت په لوري لمړى گام ثابت شي.
؛هغه وويل نن چې مونږ دتاريخ په کوم پړاؤ ولاړ يو په هغې کې تر ټولو زياته امن ته اړتيا لرو اؤ د وياړ مقام دى چې دپښتنو ليکوالو اؤ دانشورو سره پخپله خاوره د امن دټينگښت غم تر هر چا سيوادى.
صوبايي وزير وويل صوبايي حکومت ددغه کانفرنس د جوړيدو څخه ښې هيلي لري اؤ دکانفرنس په لړې به د يوې مرستې څخه هم مخ ونۀ گرځوي.
د نړيوال پښتو کانگريس ستر سکتر فريدون هم ډيوه ريډيو ته وويل د پښتنو په خاوره دامن اؤ ورورولۍ په راژوندي کولو کې به دغه کانفرنس يو گټور گام ثابت شي.
ښاغلي فريدون وويل لۀ دې وړاندې هم په پيښور کې دوه پښتو نړيوال کانفرنسونه شوي وؤ خو هاغه وخت حالات بيل وؤ اؤ اوس بيل دي.
نوموړي وويل په مخکينو کانفرنسونو کې پښتو ژبې،ادب اؤ کلتور ته په پيښو ستونزو غور شوى وؤ خو اوس پښتنو ته دخپلې بقاء اؤ دامن مسله پيښه ده ځکه نو مونږ د امن په نوم ددغه کانفرس تابيا وکړه.
نوموړي وويل په کانفرنس کې به دنړۍ ديوشمير هيوادونو څخه پښتانۀ شخصيات برخه واخلي اؤ دخپلو مقالو لۀ لارې به دامن ،مينې اؤ ورورولۍ دټينگښت لارې چارې په گوته کړي.
بايد وويل شي په پيښور کې دغه دريم نړيوال پښتوکانفرنس دى چې  جوړيږي ،لمړى کانفرنس په کال1987ء اؤ دوهم په کال2000ء کې د نړيوال پښتو کانفرنس له لوري جوړ شوي وؤ .
ددې ترڅنگ په بيلابيلو وختونو کې د بلوچستان ايالت په کوئټه ښار کې هم څلور پښتو نړيوال کانفرنسونه منعقد شوي دي
- فریدون
بېرته شاته