(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

فرانکفورت : دقامي مبارزینود یادغونډي راپور

[09.May.2011 - 23:22]
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند
Pashtoon Social Democtatic Party_PSDP
 
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند چی ،دلری  اوبری پښتونخوا د پښتنو ګډ سنګر   دی د ۲۰۱۱ع کال دمئپه ۷مه  نیټه د فرانکفورت په ښار کی   د« قامي مبارزینو یادغونډه او  پـښتـونخوا جـشن» جوړکړ.
  په غونډه کېپه سلګونواروپا میشتودهيوادوالو، شاعرانو ،لیکوالانو او میرمنوګډون کړی ؤ.
د سټیج چاري د ګوند مشرتابه دفتر مشر ښاغلي ډاکتر شیرولی شیراو ښاغلی حسن باچا  له خوا پر مخ بیول کیدي.
 
د فرانکفورت د څانګې په استازیتوب  د ګوند مرستیال جنرل سیکرټرې ښاغلي سیدحسن عليشاه باچا دغونډی ګډونوالو ته هرکلي  او ستړی مه شې وویله .   ورپسی ښاغلي محمد صادق خان د قران کریم دڅو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره غونډه  پرانستله.
غونډه دماښام په ۷بجودپښتنو په ملي ترانه (ای زما وطنه د لالونو خزاني زما ) سره پیل شوه
.
ورپسي د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند مشر ښاغلی تاریخپوه  علی خان محسود له ټولو ګډونوالو څخه دمنني او کور ودانی ویلو وروسته  دخپلوقامياتلانو ( باچاخان بابا،عبدالصـمـدخـان بابا، ولی خان بابا،کبیر ستوری او اجمل خټک بابا ) په سیاسي مبارزه  اود پښتنو او سیمي په روانو کړکیچنو حالاتو  هر اړخیزه  رڼا واچوله   او د ګوند دریځ ئی څرګند کړ.
دګوند د بهرنیو چارو مشر  ښاغلی محمد اقبال لالا د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند دبنسټ ایښودونکی ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری په ژوند او مبارزه خپله مقاله واوروله ، ده وویل چی ارواښاد ستوری د لرو او برو پښتنو په منځ کی قوی پل جوړ کړ او دا د هغه فکر او سوچ ؤ ،چی لر او بر پښتانه باید په شریکه خپله سیاسي مبارزه مخ په وړاندی بوزی.
ورپسی د ګوند لومړی مرستیال ښاغلی محمد شیرین ګردیوال  د ارواښاد اجمل خټک بابا په سیاسی او ادبی مبارزه خپله لنډه  او با ارزښته مقاله  واوروله .
لدی وروسته  د ګوند جنرل سیکرټري ښاغلی نصیر ستوري د ارواښاد عبدالولی خان بابا  په هکله  د خپله مقالي په یوه برخه کی وویل : چی بابا به تل د لر او بر یو پښتون افغان، یا به یو کیږو ګنی ورکیږو او اوبه په ډانګ نه بیلیږی خبره کوله  او د پښتنو د حقوقو د لاسته راوړلو لپاره ئی نه ستړی کیدونکی مبارزه کړی ده.
د خان شهید عبدالصمد خان بابا په ژوند او مبارزه د ګوند د خپرونو چارو مشر ښاغلی عزیز سرشار  خپله څیړنیزه ارزښتناکه مقاله واوروله چی د خان شهیدپه ژوند او مبارزه پکی پوره پوره رڼا اچول شوی وه
د فخر افغان باچا خان باباپه هکله ښاغلی  پروفیسر ډاکتر سید وقار علی شاه کاکاخیل  په خپله  مقاله کی د باچا خان بابا هغه ویناوی واورولی چی پښتنو خویندو اومیندو ته  ئی د خپل ژوند په بیلابیلو وختونو کی کړی وی.
ښاغلی پوهنوال ډاکتر نظر محمد سلطانزی ځدران د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری یو څو خاطری د غونډی ګډونوالو سره شریکی کړی.
دغه رازدګوند دوهم مرستیال ښاغلی نصیر خان، د ګوند د بلجیم د څانګی مشر ښاغلی رحمن بریالی ددی غونډی لپاره هم  مقالي  لیکلی وی.
لدی وروسته لنډه او ښکلي مشاعره وشوه ،ښاغلی نسیم ستوري، ښاغلی الحاج الهام الدین قیام ،ښاغلی سمیع الدین افغاني ،ښاغلی محب الله ستومان، ښاغلی محمد اسحاق اطهر،ښاغلی مبارز څاپی ، ښاغلي مطیع الله روفي او ښاغلی وسیم لایق  مشاعری ته ښکلي ښکلي شعرونه لیکلي ؤ.
 ورپسي دهیواد تکړه انځور ګر ښاغلی انجنیر باډیل ساپی د باچا خان بابا  روغنی رنګ تابلواود کبیر ستوري په لاس کښل شوی پورتریت ئی د پښتنو ټولنیزولسولیز ګوند ته ډالئ کړل. چی مننه او خوښنه تری وشوه.
ددی غونډی په مناسبت د افغان ادبی جرګي لندن او د شملې مهالنئ مشر ښاغلی استاد شهسوار سنګروال، دحق د لاري کولتوري مرکز او د افغان ستراتیژیکو څیړنو مرکز په استازیتوب  ښاغلی سمیع الدین افغاني او د افغان کولتوري بهیر بلجیم مشر ښاغلی حاجی امین باوري پیغامونه هم رارسیدلی ؤ.،  د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند له ټولو څخه د زړه له کومی مننه کوی.
دغه راز د عوامی نیشنل ګوند او د پښتونخوا ملی عوامی ګوند ملاتړ او ډاډګیرني څخه ځانګړي مننه او خوښنه وشوه.
ورپسی د غونډی د ټنګ ټکورجشني  برخه   چی  پښتنو ته د خپل نوم پښتونخوا لومړئ کلیزي ته ځانګړ شوی وه  پیل شوه چی ، د هیوادنامتو اوځوان سندرغاړی،  ښاغلی  همایون صاحبزی د ښاغلی فریدون صاحبزی په ملتیا  ښکلی ښکلي ملی سندری  وویلی چی د ګډونوالو د خوښئ سبب وګرځید
غونډه  په ملي اتڼونو  سره د شپی په دوهبجو پای ته ورسیده  
 
یادونه:  د غونډی د انځورونو البوم د لیدلو لپاره دلته ټک ورکړئ
https://picasaweb.google.com/pashtoonkhwa/YaadGhondaMai2011Frankfurt#
په درناوی
- عزیز سرشار
بېرته شاته