(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د مالمو په ښار کی د علمي غونډی خبرتیا

[14.May.2011 - 11:14]

په سویډن کې د اریانا افغان فرهنګي ټولنې پتیلي ده چې د راوان کال د مۍ د میاشتې پر ۲۱ نیټه د مالمو په ښار کې یوه لویه علمي غونډه جوړه کړي په غونډه کې به اروپا میشتي ګڼ شمیر ادیبان ،لیکوالان، شاعران او د ادب مینه وال ګډون وکړي غونډې ته د انګلستان څخه ښاغلی پوهاند دوکتور احمدمجاور زیار او د جرمني څخه ځوان ژبپوه ښاغلی زیبستیان هاینه « زمری خان » او ښاغلی ډاکټر اکرم ملکزی را بلل شوي دي
وخت : غرمې یوه بجه ۱۳:۰۰
ځای: مالمو ښار ، لاتین ښوونځي
Date : 21 may
Time:13:00
Adress: Latinskola Amiralsgatan 2 Malmö, Sweden

 

د اړتیا پر وخت په لاندینو شمیرو اړیکې ونیسئ
- امیري
بېرته شاته