(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپښتو نړیوال امن کانفرنس ته دPSDP پیغام

[17.May.2011 - 17:40]
                                                                            
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (پښتون سوشل ډیموکراټیک پارټئ) پیغام

  یادونه. دا پیغام د پښتو نړیول امن کنفرنس په دوهمه ورځ په ۳۰/۴/۲۰۱۱ نیټه د اریانا پوهنتون د مرستیال پروفیسرظفری صیب له خوا ولوستل شو             

د لوی او بښونکی خدای په نامه

18.04.2011
دپښتو نړیوال امن کانفرنس درنو ګډونوالو،د پښتو عالمی ګانګرس دروند مشر  او دکانګرس پیاوړو غړو !
سلامونه او درناوی او نیکی هیلی مو ومنئ.
عزتمندو!  د ځینو ضروری  بوختیاوو او ستونزو له امله مو ونه شو کړای چی  دپښتو نړیوال امن کنفرنس  په دی  مهمه   او تاریخی غونډه کی  برخه واخلواو ګډون  وکړو.
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند،د پښتو عالمی کانګرس  د ټولو   وطنپالو او امن دوسته  غړو  څخه   چی په پیښور کی د نړیوال امن کانفرنس په جوړولوکی ئی هلی ځلی کړی   یوه نړئ مننه کوی  او کور وداني ورته وائی،او ستاسي ددی هلو ځلو او  هڅو پوره پوره ملاتړ، قدردانی او ستاینه کوی، چی  پدی  نازکه وخت کی مو  پښتنو ته د ورپيښو ستونزو  په اړوند  امن کانفرنس راجوړ کړ، تر څو د پښتنو او د پښتنو په خاوره  په روان ناورین پښتانه پوهان او روښانفکران لدی  تپل  شوی جګړی څخه د خلاصون لاری چاری ولټوی، او نړیوالو ته په ګوته  کړی چی پښتانه امن دوسته قوم دی،د ترهګرئ سره هیڅ تړاو نه لری،بلکه پخپله د ترهګرئ ښکار شوی دی.
 
دنړیوال امن کانفرس درنوګډونوالو، خویندو او ورنو!
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (پښتون سوشل ډیموکراټیک پارټئ) د پښتنو د ملی ازادۍ دعدم تشدد د غورځنګ يوه برخه ده چې په 1929ع کال کې د انګريزی ښکيلاک په ضد د باچا خان « فخر افغان » په مشرۍ منځ ته راغلی دی، چی د ټولو پښتنو دیووالي  اوخپلواکئ دګوند په توګه پکی   دارواښاد  ډاکتر کبیر ستوری تر مشرئ لاندی د لري او بري پښتونخوا پښتانه راټول شول او په ګوند کی  د پښتنو یووالي په عمل کی پلي شو.
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند چی  د پښتنو رسالت  ورپغاړه دی ، دپښتنو د حقوقو د لاسته راوړنو،سوکالئ، ابادئ، خپلواکئ او قامی وحدت لپاره   د خپلی بنسټیزي (منشور) په  رڼا کی هلی ځلي او مبارزه  کوی. او د پښتنو د قامي وحدت  داحساس د رابیدارولو لپاره ئی عملي ګامونه اخستی دی.
 
درنو خویندو او ورونو!
لکه څنګه چی ټولو ته څرګنده ده، د څو کالو راهیسی په هیواد کی روانه جګړه له پخوا څخه د یو جوړ شوی پلان له مخی د پښتون قوم لوی کور ته راټوله شوی ده.
پدغه تپل شوی جګړه کی د ډیورنډ کرښی دواړو غاړو ته پروت پښتون ملت هره ورځ وژل کیږی، اقتصادی بنسټونه ئی ړنګیږی، ښوونیز او روزنیز مرکزونه ئی سوځول کیږی. ماشومان او ځوانان ئی له زده کړی پاتی کیږی او د انسانی ژوند د پرمختګ ټولی لاری ئی تړل کیږی.
کهنړیوال ډیموکراټیک قوتونه او  د افغانستان او پاکستان حکومتونه  غواړى چې په سيمه کې امن او سوکالی وى نو د پښتنو د يووالىاو نزدی والی  لپاره دى کوټلى ګامونه واخلى . پښتانه يو وجود دى او یو له بل نه، نه شى بيلیدلى.
افغانستان د ورونو قومونوګډ کور دى او پښتون ډيره کى قام او مشر ورور دى نوپکار ده چې د افغانستان ورونه قومونه د پښتنو دقامى وحدت ملاتړ وکړى.
 پښتون سوشل ډیموکراټیک پارټئ  د افغانستان او پاکستان له حکومتونو او همدارنګه                   په سیمه کی د میشتو نړیوالو قوتونو څخه په کلکه غوښتنه کوی، چی نور په سیمه کی د                      پښتون وژنی او ولس وژنی څخه چی په هر نوم سرته رسیږی لاس واخلی اود جګړی پر ځای  دی         د جګړی د ټولو خواوو سره د سولی او سیاسی تفاهم په یو ګډ سیاسی میکانیزم کار پیل شی.     
د ډیورنډ د کرښی دواړو غاړو ته  دمیشت  پښتون قام څخه دی  د پښتونولئ د ارزښتونو  پر بنسټ په  یوه باصلاحیته قومیریښتینيدودیزه جرګه  چی  په حقیقت کی د پښتون قوم استازیتوب وکړی جوړه  شی،تر څو په جګړه کی د ښکیلو خواو تر منځ د پخلاینی او سیاسی تفاهم لپاره      لاره هواره کړی او ددی تر څنګ په خپله سیمه کی د موجوده ستونزو د حل لپاره مناسبی لاری چاری ولټوی.
   د افغانستان او پاکستان په حکومتونو کی هغه سیاسی او جنګی ډلی چی تر اوسه پوری ئی په
زرګونو سیاسی ،ملی او قامی پښتانه مشران او ولسی وګړی په بیلابیلو نومونو وژلی  دبی عزتئاو سپکولو هڅي ېی کړی دی  او د پښتنو او نړیوالو ځواکونو تر منځ ئی ددښمنئ فضا رامینځ ته کړی ده ،د حکومتی چارو څخه وویستل شی.
په پښتنو کی له پخوا څخه موجودټولنیز او دودیز بنسټونه چی د ډیرو سیاسی او ټو لنیزو ناخوالو مخه ئی نیولی وه، او په وروستیو کلونو کی د بیلابیلو سیاسی او مذهبی جنګی ډلو او حکومتونو له خوا زیانمن شوی دی، مونږ غوښتنه کوو چی دغه بنسټونه بیرته فعال او تقویه شی.
  زمونږ په اند د ډیورنډ د کرښی دواړو خواوو ته د پښتون ملت اقتصادی بیرته پاتی والی څخه بیلابیلی جنګی ډلی د جګړی د دوام لپاره ګټه اخلی مونږ غوښتنه کوؤ  چی نړیوال د سیمی او منطقی د ثبات په خاطر پدغه منطقه کی په اقتصادی پروژو پانګونه وکړی.
همدارنګه نړیوالی مرستی پرته ددوهم لاس څخه نیغ په نیغه دغه سیمو وګړو ته ورسیږی. دلته ددی خبری ‌ذکر په ډاګه کوو چی نړیوال که په نزدی او یا لری راتلونکی کی پدغه سیمه کی سوله او ثبات راوستل غواړی نو په غیر د پښتنو د فعالی ونډی د اخستنی څخه ممکن ندی.
 زمونږ په اند نا پوهی او بی سوادی بله لویه ستونزه ده چی پدغه سیمه کی تری جنګی ډلیګټه پورته کوی. مونږ غوښتنه کوو چی د ډیورنډ د کرښی دواړو غاړو ته د یو ځانګړی پروګرام او سیاسی پلان سره سمد ښونځیو او پوهنتونونو جوړول پیل شی.
 مونږ وینو چی د ډیورنډ د کرښی دواړو غاړو ته پښتون ملت په پښتو ژبه د رسنیو (میډیا) د کموالی او جګړه مارو ډلو دپراخو تبلیغاتی پروګرامونو په نتیجه کی ډیر ځوانان په ناپوهئ او غیر شعوري ډول جګړه مارو ډلو سره یو ځای کیږی.
مونږ غوښتنه کوو چی ددوئ د ذهنیتونو دروښانه کولو لپاره ددوئ په مورنئ ژبه (پښتو) راډیوئی، تلویزونې او لیکلی رسنیو ساحه پراخه شی.
  مونږ د ټولو جنګی ډلو څخه په کلکه غوښتنه کوو چی د ښونځیو او ښوونیزومرکزونه سوزول او ورانول او همدارنګه د ټولګټو پروژو د بندولو څخه لاس واخلی . هره ډله چی دغه کار په هرنوم کوی ، مونږ ئی د هیواد او پښتون ملت دښمنان بولو.
                                                په درناوی         
- خبري څانګه
بېرته شاته