(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دډاکټر سيداحمدشاه په مړینه د PSDPغمرازی

[23.May.2011 - 21:18]
Pashtoons Social Democratic Party (PSDP)

په ډیره خواشینئ سره مو خبر ترلاسه کړ چی د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندد مشرانو د جرګی غړی ښاغلی  ډاکټر سيد عبدالقاهرعاطف   ځوان ځوی ډاکټر سيداحمدشاه عاطف  د خپلی ورپیښی ناروغئ له امله په تنکئ ځوانئ کی د پردیسئ په حال کی له خپل ټاټوبی لیری په امریکا کی  ځوانیمرګ شواو لدی فاني نړئ څخه  ئی د تل لپاره سترګی پټی کړی.
 
قالو انا لله و انا اليه راجعون
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د خدای بخښلی ډاکټر سيداحمدشاه  بی وخته مړینه   یوه ستره ضایع  بولی. ارواښاد ته د لوی خدای ج له درباره دجنت فردوس غوښتنه کوی ، د ډاکتر سید عبدالقاهر  عاطف ، او د کورنۍټولو غړو،خپلوانواو دوستانو  سره په دغه دروند غم کې ځان شريک ګڼي. روح دی ښاد وی
په درناوی
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند
- Nasir Stori
بېرته شاته