(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سې آئي پاکستان ته خبرداری ور کړی

[13.Jun.2011 - 21:05]
ډیوه: د امریکا د استخباراتې ادارې مشر لیو پنیټه پاکستان ته خپل ورستي سفر کې پاکستاني چارواکو ته هاغه ثبوتونه وړاندې کړې چې سي آئي ای وائي د پاکستان امنیتي ادارو چارواکو او د جنگیالو په منځ کې د تعلقات په گوته کوي.
دا خبره د امریکا نیویارک ټائمز ورځپاڼې د اتوار په ورځ خپل یو رپورټ کې کړې ده.
نیویارک ټائمز وائي لیون پنیټه د پاکستان استخباراتي ادارې آئي ایس آئي مشر لیفټیننټ جنرل احمد شجاع پاشا ته د سیټلائټ د لارې ویستل شوې تصویران او نور شواهد د هاغه دواؤ ودانو په حقله وړاندې کړې چرته چې جنگیالو افغانستان کې د حملو د پاره بمونه تیارول. دغ وداني پ شمالي او جنوبي وزیرستان کې موجود وې.
د یو چارواکې د قوله چې نوم يي نه دی ښودلی،  نیویارک ټائمز وائي لیون پنیټه ځکه مجبور شو چې احمد شجاع پاشا ته دغه ثبوتونه وړاندې کې چې سې آئي ای شک لرلو چې جنگیالو ته څوک د وړاندې نه معلومات ورکوي. رپورټ کې ویل شوې څو هفتې وړاندې سې آئي ای پاکستان ته ددغه بمونو جوړونکې ودانو په حقله معلومات ورکړل خو کله چې پاکستاني عسکر هلته ورغلل نو جنگیالي تلل وو. سې ائي ای شک لرې جنگیالو ته د وړاندې نه خبرداری ورکړی شو وو.
نیویارک ټائمز د یوپاکستاني چارواکې د قوله چې د هغه نوم هم نه دی ښودلی شوی، وائي جنگیالي اکثر خپل پټن ځایونه بدلوي خو پاکستان به په دې حقله تحقیقات کوي چې آیا جنگیالو ته خو څوک خفیه معلومات نه ورکوي.
جنگیالو ته  د معلوماتو ورکولو په حقله وړمبی خبرونه د امریکا واشنگټن پوسټ ورځپاني او د امریک ای بې سي ټیلې ویژن ورکړې وو.
د اوسامه بن لادن د وژل کیدو ورستو د پاکستان او امریکا ترمنځ تاؤتریخوالی زیات شوی دی. او امریکا پاکستان د اوسامه وژل کیدو ورستو د هغه د مرگ خبر ورکړو

تیره ورځ د  پښتونخوا په پیښورښار کښی نن په دوه بمی چاودنو کښی لږترلږه ۳۴کسان وژل شوی او تر ۱۰۰پوری ژوبل شوې دی. چاودنې د پیښور صدر سره نژدی په خیبر سپر مارکیټ کښی شویدی. د چاودنی په ځايی کښی د میډیا ګڼی دفتری او اوچتی ودانۍ دی چی پکښی خبریالان، د کالجونو او یونیورسټوطالب علمان، او دغلته په وړو وړو هوټلو کښی کارکونکی غریب خلک اوسیږی. د پیښور پولیسو ایس ایس پی آپریشن اعجاز احمد تر مخه لومړی چاودنه د سپر مارکیټ په لالا هوټل کښی د ګیس سلینډر د چاودیدو له وجی شوی، خو داسی رپورټونه هم شته چی لومړۍ وړه چاودنه هم ترهګرو کړی

په دغه وړومبی چاودنه کښی دوه کسان ژوبل شو. ددغی وروستو د نژدی پلازو او دفترونو نه خلک راغونډ شول. چی څو شیبې وروستو یوه بله چاودنه وه شوه .د پولیسو مشر ویيلی پلټنی روانی دی چی آیا دویمه چاودنه ځان مرګی برید وو او که نه؟  د پیښی ژوبل کسان لیډی ریډنګ او خیبر هسپتال ته رسول شوی. دپښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میان افتخار حسین د ژوبلو خلکو لیدنی لپاره هسپتال ته ورغلي او هلته يی خبریالانو ته ویېلی پاکستان له اوس منافقانه او دوه مخیزه رویه پریخودل پکار دی او په طالبانوکښی خه او بد نه دی کول پکار. اوس پکار ده چی د ټولوجنګیالو پرضد یوشان عملیات کول پکار دی.

.
 
- ډیوه
بېرته شاته