(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

300ؤ عالمانو ځانمرگي بريدونه حرام گرځولي

[21.Jun.2011 - 22:13]
۲۱/۶/۲۰۱۱ډیوه:
په شمالي وزيرستان کې  مذهبي سکالرانو او ديني عالمانو ځانمرګي بريدونه حرام ګرځولي او په سيمه کې پټو ټولو بهرنيو جنګيالو څخه يې ددغسې بريدونو دبندولو غوښتنه کړې ده.
 سرچينې وائي چې خواؤشا 300ؤ مذهبي سکالرانو دميرعلي په مدرسه نظاميه کې غونډه وکړه او په يو اتفاق سره ځانمرګي بريدونه او په شمالي وزيرستان کې دترهه ګرۍ هررقم فعاليتونه حرام وګرځول.
سرچينې وائي چې  ديني عالمانو دهاغو ټولو کسانو غندنه وکړه چې  دځانمرګي بريدونو تربيت او ددغه کار لپاره خلک بهرتي کوي.
غونډه کې ټولو غيرملکيانو ته خبردارى ورکړى شو چې هغوي دې خپلې  دتشدد څخه ډکې هلې ځلې اودروي او هغوي يواځې په پرامنه طريقې سره په شمالي وزيرستان کې اوسيدلى شي.
يو کم عمره ځانمرګى  چې دوه مياشتې دمخه وروستو له هغې نيول شوى ؤ چې دپنجاب صوبې  په يو مزار کې يې په خلکو دخپلو چاؤديدونکو موادو الوځولو هڅه کوله خو هغه په دغسې کولو کې ناکامه شوى ؤ، دغه ځانمرګي پوليسو ته وئيلي وؤ چې هغه دشمالي وزيرستان په يو تربيتي کيمپ کې روزل شوى ؤ.
هغه دا انکشاف هم کړى ؤ چې  په دغه سيمه کې  دتندلارو لخوا خواؤشا 300ؤ ځوانانو ته دځانمرګي بريدونو تربيت ورکولى شي.
 امريکا څو څو ځله په شمالي وزيرستان کې دموجودو تندلارو په ضد پاکستان څخه دپوځي عملياتو پيل کولو غوښتنه کړې خو پاکستان  دريځ لري  اوس مهال يې  پوځيان په نورو قبائيلي سيمو په جګړه بوخت دي  او دمناسب وخت او خپلو ملي وسيلو ته په کتلو سره به دغه عمليات پيل کوي.
پاکستاني ميډيا اوس اوس راپور ورکړى ؤ چې  په سيمه کې دترهه ګرو دکمزوري کولو په غرض پوځ په لمړي ګام کې  ترهه ګر دمقامي خلکو څخه بيلوي، او دشمالي وزيرستان دعلماء کرامو لخوا دځانمرګي بريدونو دحرام ګرځولو امر سره به  دترهه ګرو په ځانله کولو کې يو څه برياليتوب ترلاسه شي.
څيړونکي وائي چې په داسې حال کې چې په شمالي وزيرستان کې امنيتي وضعه تر ډيره حده پورې خرابه ده دعلماء کرامو لخوا دغه اعلان يو تاريخي او مهم ګام دى.
 
بلخوا دپاکستانیپوځ یو برګیډئیر(ډګروال)چې راولپنډۍ ښار کې د پوځ په مرکز جي ایچ کیو کې پرځائې کړی شوی وو د غیر قانونه ګرځول شوې تنظیم حزب التحریر سره تعلق لرلو په الزام نیول شوی دی.  
د پاکستان پوځ ترجمان میجر جنرل اطهر عباس وائس اف امریکا ډیوه ریډیو ته ددې خبرې تصدیق کړی چې برګیډئیر علي خان نیولی شوی دی او په دې لړ کې نور ِتحقیقات روان دي.
حزب التحریر تنظیم په کال ١٩٥٣ کې د فلسطین یو عالم تقي الدین النبهاني جوړ کړی دی او هدف يي ټوله اسلامي نړۍ د یو خلافت د لاندې یوځائې کول دي. تجزیه کار وائي حزب التحریر د نړۍ په ۴٠ هیوادونو کې وجود لري او زیات فعالیت يي په برطانیه کې دی.
امریکا او پاکستان حزب التحریر غیر قانونه تنظیم ګرځولی دی. تنظیم ترهګرۍ کې د ککړتوب الزامات ردوي.
 
د پاکستان پوځ ددې خبرې تصدیق کړی دی چې د ولوړې پائې یو افسر يي د غیر قانوني ګرځولی شوې تنظیم حزب التحریر سره د روابطو په الزام کې نیول شوی دی.
د پوځ ترجمان میجر جنرل اطهر عباس وائس اف امریکا ډیوه ریډیو ته وئیلې برګیډئیر علي خان راولپنډۍ ښار کې د پوځ په مرکز جي ایچ کیو کې پرځائې کړی شوی وو خو د حزب التحریر سره د هغه د تعلق په حقله د معلوماتو رامنځته کیدو ورستو نیولی شوی دی.
د ډیر وخت راهسې مطبوعاتو کې د پاکستان پوځ کې د تندروه خیالاتو د خوریدو په حقله رپورټونه شائع کیږي. خو پاکستاني چارواکې دا خبرې ردوي.
خو اوس د پوځ د برګیډئیر د نیول کیدو ورستو څیړونکې وائي پوځ د پاره دا ډیره سنګینه او د اندیښمنۍ خبره ده.
- Deewa
بېرته شاته