(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لوگر : روغتون کې ځانمرگي بريد 60 کسان شهیدان

[25.Jun.2011 - 22:59] د خالي (شنبی) په ورځ افغاني چارواکو وئيلي دي  چی دلوگر په ولايت کې په يو روغتون  کې ترسره شوي  زورور ځانمرگي بريد کې  لږ ترلږه 60 کسان وژل شوي او 120ؤ پورې نور ژوبل شوي دي.
 دغه ځانمرگى بريد په ازرو نومې اولسوالۍ کې رامينځته شوى دى.
 داولسي روغتيا وزارت په يو بيان کې وئيلي دي چې ددغه پيښې په نتيجه کې دښځو، ماشومانو او ځوانانو په شمول 60 کسان وژل شوي او دروغتيائي غړو په شمول 120 ژوبل شوي دي.
بيان وائي چې دغه غيرانساني عمل غيرمثالي دى  او پکې يو داسې ځايې په نخښه شوى چرته چې زخمونه رغيږي او مريضانو ته علاج ورکول کيږي.
له دې وړاندې دصوبائي گورنر وياند دين محمد درويش ددغه بريد په حقله وئيلي دي چې  مونږ ته درارسيدو اطلاعاتو ترمخه يو ځانمرگي دروغتون دننه ځان الوځولى،دچاؤدنې په نتيجه کې 35 کسان وژل شوي او 45 نور ژوبل شوي دي.
دکورنيو چارو دوزارت مرستيال وياند نجيب نيکزاد وائي چې يو ځانمرگي پخپل موټر کې چاؤديدونکي مواد چولي خو په دغه حقله يې نور تفصيلات نۀدي ورکړي.
دطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دځانمرگي بريد دپړې منلوڅخه انکار کړى او وائي چې هغوي هيڅ کله روغتونونه نۀ په نخښه کوي.
په عين حال کې دخالي په ورځ افغاني چارواکو وئيلي دي چې  په شمال کې په يو بازار کې دبمي چاؤدنې له امله 10 کسان ول شوي او 24 نور ژوبل شوي دي.
چارواکي وائي چې دغه چاؤدنه دجمعې په ورځ دکندوز ولايت په خان اباداولسوالۍ کې سحر مهال رامينځته شوېده.
په ابتدائي توگه مقامي چارواکو وئيلي وؤ چې دغه چاؤدنه کې شپږ کسان وژل شوي او 22 نور ژوبل شوي دي.
خو دخالي په ورځ دافغانستان دکورنيو چارو دوزارت څخه جاري شوي بيان کې وئيل شوي دي چې چاؤدنه کې ديو پوليس عسکر په شمول 10 کسان وژل شوي او دپينځوؤ ښځو او يو پوليس عسکر په شمول 24 کسان ژوبل شوي دي.
بيان کې وئيل شوي دي چې چاؤديدونکي مواد په يو بائيسکل دائس کريمو ديو دوکان سره نزدې نصب کړل شوي وؤ.
پوليسو ددغه چاؤدنې پلټنې پيل کړي او ځائي چارواکو يې پړه په طالبانو اچولې.
ځانمرگي ، بريدونو، بمي چاؤدنو او تشدد نورو پيښو کې عموماً حکومتي چارواکي ، افغاني او بهرني پوځونه په نخښه کولى شي خو داړي گړي په دغو پيښو کې اولسي وگړي هم وژل کيږي، دملگرو ملتونو ترمخه تير کال افغانستان کې 2,777 کسان وژل شوي دي.
بلخوا پاکستانی چارواکي وائي  د پښتونخوا په ډيره اسماعيل خان سيمه کې  يو شمير وسله والو جنگيالو دپوليسو په يوه تاڼه بريد کړى دى.
دغه جگړه چې دخالي دورځې تر ماښام پورې دوام لرلو پکې  په سم لاسي توگه دترلاسه شوؤ اطلاعاتو ترمخه د ایس ایچ او په گډون لس پولیسان وژل شوي دي.
د پوليسو يو مشر صلاح الدين خان ددغه نښتې په حقله وئيلي دي چې  تندلارو دډيره اسماعيل خان ضلعې په کُولاچي سيمه کې دپوليسو په تاڼه بريد کړى،  ملاتړ کوونکي عسکر  دپوليسو سټيشن ته رسيدلي.
هغه وويل چې دوي يواځې دډزو غږونه اوري خو دا ورته نۀ ده معلومه چې دتاڼې دننه څه کيږي.
 دپوليس چارواکو ترمخه  دډيره اسماعيل خان په کولاچي سيمه کې دلسو څخه نيولې تر دولسو پورې ترهه گرو بريد کړى ، ترهه گرو ځانمرگي جيکټونه هم اغوستي.
چارواکي وائي چې ترهگرو په تاڼه کې تر 25ؤ پورې پولیس يرغمال کړي او دبهر څخه  پوځيان ديرغمل نيول شوؤ عسکرو دراخوشې کولو لپاره عمليات کوي.
امنيتي ځواکونو ټوله تاڼه پخپله گيره کې اخستې او دترهه گرو سره سخته جگړه کوي ، جگړه کې لاسي بمونه او راکټ لانچرې استعمالولى شي.
له دې وړاندې په قبائيلي سيمه اورکزو ايجنسۍ کې ددوؤ تندروه ډلو ترمينځ ترسره شوې نښته کې 15 جنگيالي وژل شوي وؤ او ديو انتظامي چارواکي ميرعالم وينا ده چې په دغه نښته کې گڼ شميرتندلاري ژوبل شوي هم دي.
 بل لوري ته سرچينې وائي  مينځنۍ کرمه ايجنسۍ کې امنيتي ځواکونو دتندلارو په شکمنو ځالو گوله باري کړې چې پکې  اووۀ تندلاري وژل شوي او دهغوي دوه ځالې له مينځه وړل شوي دي.
 په قبائيلي سيمه اورکزو ايجنسۍ کې  د دوؤ تندرويه ډلو ترمينځ شوې نښته کې لږ ترلږه 15 کسان وژل شوي او گڼ شمير نور ژوبل شوي دي.
دسرچينو ترمخه دبره اورکزو په شکرتنگۍ سيمه کې دتندرويه پاکستاني طالبانو دتحريک ددوؤ ډلو ملا زيور او مولانا نبي حنفي ترمينځ  دپيسو په معامله نښته شوې ده.
سرچينې وائي چې ددواړو ډلو جنگيالو په يو بل ډزې کړي  چې پکې تر 15ؤ پورې کسان وژل شوي دي.
پاکستان دتير کال دمارچ په مياشت کې  دجنوبي وزيرستان دعملياتو څخه اورکزو کې دپټو شوؤ جنگيالو په ضد عمليات پيل کړي وؤ.
پوځي چارواکو په هاغه مهال ادعا کړې وه چې  دکوزې اورکزو ايجنسۍ سيمې يې دتندلارو څخه پاکې  خو دبره اورکزو په ځينو برخو تندلاري اوس هم موجود دي
سرچینه: ډیوه راډیو- دپښتونخواخبریال
بېرته شاته