(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کابل :د فغانستان، پاکستان او امریکا غونډه

[28.Jun.2011 - 21:21]
ډیوه:۲۸/۶/۲۰۱۱                                                                                                                                                                     افغانستان کې طالب جنگيالو سره دجوړجاړي او امنيت دټينگښت په هڅو دخبرو اترو لپاره دافغانستا، امريکا او پاکستان حکومتي چارواکي دشورو په ورځ دافغانستان پايتخت کابل کې ليدنه کوي په دغه هيئت کې دپاکستاني هيئت مشري خارجه سکتر سلمان بشير کوي
په افغانستان کې دامنيت دټينگښت دهڅو په لړ کې دپاکستان، افغان او امريکائي چارواکو ترمينځ دغه غونډه دامريکائي صدر براک اوباما لخواتيره اوونۍ افغانستان څخه دامريکائي پوځيانو دويستلو داعلان څخه راپديخوا لمړنۍ غونډه ده.
ددريواړو ائتلافيانو ترمينځ دمذاکراتي عمل بنيادي مقصد دلس کلنې افغان جگړې سياسي هوارى لټول دي خو هيله کيږي د نهې په ورځ  کيدونکې غونډه کې تر بحث لاندې راتلونکو موضعاتو کې دپاکستان سرحدي سيمو کې رامينځته کيدونکې پيښې دټولو په سر کې دي.
داتوار په ورځ افغان صدر حامدکرزي وئيلي وؤ چې دتيرو دريوؤ اوونيو راهسې دپاکستان له لوري افغان حدودو کې 470 راکټونه داغل شوي ، خو دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرل اطهر عباس ددغو افغان ادعاوؤ ترديد کړى او وئيلي يې وؤ چې دهغوي لخوا  په شعوري توگه گوله باري نۀ ده شوې.
وائس اف امريکه سره خبرو کې جنرل اطهر عباس وئيلي وؤ چې په اوسنيو اوونيو کې تندلارو دافغانستان دپولې دې غاړې دپاکستان په دير او قبائيلي سيمو مومند او باجوړ ايجنسيو کې په امنيتي ځواکونو پينځه بريدونه ترسره شوي چې پکې دپينځوؤ څخه زيات عسکر وژل شوي.
  د نهې په ورځ ددرې اړخيزه غونډې څخه يوه ورځ دمخه دامريکې خارجه وزيرې هيلري کلنټن دپاکستاني وزيراعظم يوسف رضا گيلاني سره په ټيلي فون تماس نيولى ؤ.
دوزيراعظم ددفتر څخه دجاري شوي بيان ترمخه دواړو مشرانو ددوه اړخيزو اړيکو ترڅنگ کابل کې ترسره کيدونکې درې فريقي غونډه باندې هم خبرې اترې کړي دي.
صدر حامد کرزي په روانه مياشت کې دپاکستان دخپل سفر په مهال دجوړجاړي عمل ته دودې ورکولو او ددې دجاج اخستو لپاره داعلان کړي پاک افغان گډ کميشن په پرانستې غونډې کې گډون کړى ؤ
 
بلخوا نیټو وئیلې د اسلامک مومنټ اف ازبکستان مشر يي د گل په ورځ په کندوز ولایت کې نیول دی. نیټو وئیلې نیول شوې جنگیالې د افغان ځواکونو خلاف حملې کړې دي چې پکښې ځانمرگي بریدونه هم شامل دي.
بل اړخته، د کندهار په پنجوائي اولسوالۍ کې د سړک په غاړه بم  خلاصیدو له امله دوه ښځې او یو ماشوم وژل شوی دی.
دغهدراز  په جنوبي افغانستان کې د نیټو دوه عسکر وژل شوې. یو عسکر د یاغیانو په حمله کې د نهې په ورځ ژوند د لاسه ورکړی او بل د نیټو عسکر د گل په ورځ په بمي چاؤدنه کې وژل شوی دی.
او نیټو وئیلې په ختیز افغانستان کې د ډورن هوائي جهاز غورځیدو د پښې تحقیقات يي شورو کړې دی.
 په قبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ کې تندلارو يو سکول په چاؤدیدونکو موادو تباه کړی او دپښتونخوا دسرښار پيښور سره نزدې په قبائيلي سيمه دره ادم خيلو کې په يو کور دماټر دگولې لگيدو له امله دوه کسان وژل شوي دي.
سرچينې وائي  چې بيگاه نيمه شپه دتندلارو يوه ډله  دخيبرايجنسۍ په قمبرخيل سيمه کې دگورنمنټ هائي سکول  ودانۍ ته وردننه شوه او دتعليمي ادارې  ددوؤ څانگو په بيلا بيلو برخو کې يې چاؤديدونکي مواد نصب کړل.
دعيني شاهدانو وينا ده چې  دچاؤدنې له امله  دسکول ودانۍ ته سخت زيان رسيدلى  او يواځې دسکول سائنس ليبارټري چې دمرکزي ودانۍ څخه په لږه فاصله کې پرته بچ پاتې شوې ده.
دغه سکول چې په کال 1959م کې جوړ کړل شوى ؤ دسيمې دزړو تعليمي ادارو څخه يو ؤ.
راپورونه وائي دتير يو نيم کال په موده دخيبرايجنسۍ په باړه تحصيل کې تندلارو خواؤشا 30 سکولونه تباه کړي دي.
په عين حال کې په قمبرخيل سيمه کې دهاغو جيلونو چې يوه مقامي تندروه ډله يې انتظام په لاس کې لري  دلرې کولو درضامندتيا او دټولو مطلوبو تندلارو دجون تر 30مې نيټې پورې پوځ ته دسپارلو دفيصلې څخه وروستو په سيمه کې لگيدلې کرفيو ختمه شوې ده.
حکومتي سرچينې وائي چې دقمبر خيل مشرانو ته دا هم وئيل شوي دي چې  دتندرويه ډلې لخوا دسړک په غاړه جوړې کړې شوې ټولې غيرقانوني پوستې دې هم له مينځه يوسي.
مشرانو ته وئيل شوي چې  په سيمه کې دامنيتي ځواکونو لخوا  دامر بالمعروف ونهي عن المنکر تندروه ډلې  دشخصي جيل دتباه کولو وروستو تر نامعلومې مودې پورې کرفيو لگول شوې وه.
دغه تندروه ډلې به خپل مخالفين په جيل کې اچول.
چارواکي وائي کۀ چرې مشران دحکومتي غوښتنو په پوره کولو کې ناکامه شي نو دکرفيو لگولو ترڅنگ به په سيمه کې عمليات هم پيل شي.
بل لوري ته  دذخه خيل قبيلې  کسانو دخيبرايجنسۍ د لرې پرتې سيمې تيراه  په باز گړهه سيمه کې دلشکر اسلام په يو مرکز کنټرول ترلاسه کړى دى.
په عين حال کې دپيښور سره نزدې د قبائيلي سيمې  دره ادم خيلو په اخور وال سيمه کې  دتندلارو لخوا  داغل شوې دمارټر گوله په يو کور لگيدلې چې له امله يې ديوې ښځې په شمول دوه کسان وژل شوي دي.
سرچينې وائي امنيتي ځواکونو ته اطلاع ترلاسه شوې وه چې يو شمير تندلاري  داخوروال په پيروالخيل سيمه کې راټول شوي دي، امنيتي ځواکونو سيمه پخپله ولقه کې واخسته خو تندلارو په خودکاره وسلو، راکټونو او مارټرو سره  دغرونو او خپلو ځالو څخه په امنيتي ځواکونو ډزې پيل کړې.
دمارټر يوه گوله په يو کور پريوته  چې له امله يې يوه ښځه او يو سړى ووژلى شول.
چارواکي وائي  پاکستاني پوځيانو  دقبائيلي سيمې  کرمې ايجنسۍ څخه دتندلارو دويستو لپاره  دنوؤ عملياتو پيل کولو پلان جوړ کړى دى.
دنهې په ورځ  چارواکو وئيلي دي چې   دکرمې ايجنسۍ په ځينو سيمو کې اوس هم په گڼ شمير کې تندلاري موجود دي  او ددغو ځائيونو څخه دامنيتي ځواکونو په پوستو بريدونه کوي.
  په سيمه کې مرستيال پوليټيکل ايجنټ ماواز خان وئيلي دي چې  امنيتي ځواکونه به دمينځنۍ کرمې ايجنسۍ په برخو کې
دتندلارو دويستو دپاره عمليات پيل کوي
هغه وويل چې دتندلارو په ضد پيل کيدونکې دغه عمليات په زرگونو کسان بې کوره کولى شي.
خان وويل چې  دوړاندې څخه  دسيمې په مرکز صده کې  دعملياتو له امله دبې کوره کيدونکو کسانو لپاره کيمپ جوړ کړل شوى دى.
چارواکي وائي چې د ځاني زيانونو څخ دبچ کيدو په غرض  دمرکزي کرمې ايجنسۍ څخه دوړاندې څخه خواؤشا 250 کورنۍ وتلي دي او گڼ شمير کورنۍ په سکولونو کې ژوند کوي.
چارواکي دا هم وائي چې په کيمپ کې به تر 1,500 کورنۍ ځايې شي، کډوالو ته وينا شوې ده چې دمطلوبو اسانتياوؤ ترلاسه کولو لپاره دې ځانونه په کيمپ کې رجسټرډ کړي.
چارواکي زياتوي چې په تيرو وختونو کې په کرمه ايجنسۍ کې دتندلارو دځالو په نخښه کولو لپاره امنيتي ځواکونو جيټ الوتکې کارولي خو اوس به دطالبانو لخوا دقبضه شوؤ سيمو ازادولو لپاره ځمکني پوځيان هم کارولى شي.
په کرمه ايجنسۍ کې دتندلارو په ضد دعملياتو پيل کولو دغه فيصله اوس اوس دتندلارو لخوا  دامنيتي ځواکونو په يوه پوسته دتندلارو په يو بريد کې ديو عسکر دوژل کيدو او گڼ شمير نور دژوبل کيدو دپيښې څخه وروستو شوې ده.
پوځي چارواکي وائي چې تندلاري کرمې ايجنسۍ ته دافغانستان دخوست ولايت څخه وراوړيدلي دي.
 دگل په ورځ دپاکستاني طالبانو دتحريک يو کمانډر اعلان کړى ؤ چې دټي ټي پي  لخوا داولسي وگړو دوژنې دتگلارې  په ضد په احتجاجي توگه ددغه تحريک څخه دبيليږي.
فضل سيد حقاني چې په کرمه ايجنسۍ کې دپاکستاني طالبانو دتحريک پخوانى کمانډر ؤ، اوس يې يوه خپله ډله جوړه کړې او دغه ډلې ته يې دتحريک طالبان اسلامي  نوم ورکړى، نوموړي اعلان کړى چې دهغه  دډلې جنگيالي به په پاکستاني پوځيانو بريدونه نۀ کوي.
مبصرين وائي چې دپاکستاني طالبانو دتحريک دننه دتقسيم دغه عمل سره به په عملياتو کې پاکستاني پوځ ته زيات لاس امداد ترلاسه شي.
دچارواکو وينا ده دنورو سيمو طالب جنگيالو هم په کرمه ايجنسۍ کې پناه اخستې  او هغوي په شيعه مسلمانانو دبريدونو ترڅنگ مقامي سړکونه دزياتې مودې څخه تړلي دي.
 دسرچينو ترمخه طالب جنگيالو په تيرو وختونو کې دشيعه مسلمانانو په کاروانونو بريدونه کړي او هغوي يې دتاوان لپاره تښتولي.
Source:Deewa radio
- زمونږخبریال
بېرته شاته