(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دښاغلي خيبری په وياړدعلمي او ادبی غونډي خبرتيا

[05.Jul.2011 - 21:59]
2011.07.05سويډن دمالمو ښار
درنو هيوادولو،فرهنگيانواوفرهنگپالو !
په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنه دافغانانودعلمي اوفرهنگی مرکز اوآريانافرهنگی ټولنې په مرسته اوگډې همکاری د هېواد د علمي ، ادبي او فرهنګي شخصيتونو د لمانځنې اوعلمي کنفرانسو دجوړولو په لړ کې دا ځل غواړي دروان ۲۰۱۱ م  کال دسپتمبرپرلسمه  دافغانستان دمشهور ليکوال اوژورنالست ښاغلي غوث خيبري دعلمی اوڅېړنيزچوپړددرناوی اودعمرد۷۸پسرلی دپيل په وياړ علمی او ادبي  غونډه جوړه کړي ددې لپاره چي په رښتياسره مودنړۍ دنورو ويښو اوبيداروولسونوپه څير دخپلو ژونديوپوهانو،ليکوالو او ژورنالستانودعلمي اوادبي څېرودرناوی کړی اوهغوي مو هڅو ولي  وي، دټولوعلمي شخصيتونو، فرهنگيانو، ليکوالو اوشاعرانو څخه چي نسي کولاي  زموږ سره په دې درنه غونډه کي گډون وکړی هيله کوو،دښاغلي غوث خيبری دعلمي شخصيت ،څېړنيزکاراوهڅوپه هکله خپلې ليکنې اوپيغامونه موږ ته  ددې غونډي په ادرس راولېږئ اوپدې ډول  د غونډي دبرخوالو اودښاغلي غوث خيبري له مينه والوسره  په خپل فعال گډون داغونډه نوره هم درنه اوپياوړې کړئ . موږ ددې درنې غونډې جوړونکي يوځل بياپه سويډن،اروپااودنړۍ په نوره سيموکښي له فرهنگی ټولنو، سياسي اوټولنيزوسازمانواوعلمی شخصيتونوڅخه دزړه په مينه غوښتنه لروچي دغونډې په اړوندخپل پيغامونه اوليکنې موږ ته په لاندي ليکل سوې  برېښنا پته راولېږي . 
هغه ټولنې اوعلمی شخصيتونه چي غواړي خپل پيغام اوياليکنه په غونډه کي ولوی هيله منديوموږته دبرېښناليک پوسيله خبر راکړي .موږبه دپروگرام دحوصلې په نظرکي نيولوسره دليکنې اوپيغام داورېدولو امکانات برابر کړو،کنه ددې درنې غونډې په وياړ به له نورو ويناو اوليکنوسره يوځاي په ځانگړې ټولگه کښي چاپ  سي .
له هغودوستانونه چي دمخکنيواړېکواوبلنې له مخې دنړۍ له ليري هيوادونه په غونډه کي دگډون لپاره مالمو ته تشريف راوړي غوښتنه لرودخپل سفردپيل اوختم په اړوندموږ ته دبرېښناليک پوسيله خبر راکړي چي په کومه ورځ اوپرڅوبجوچيرته رارسېږي،ترڅو دراتگ اوتگ په وخت کښي له هرډول سرگردانی نه خلاص وي .
خپلي ليکنې اوپيغامونه  پدې  برېښنا پته موږ ته راولېږي :
  [email protected]  يا [email protected] يادونه :
داړينومعلوماتودترلاسه کولولپاره کولاي شی په لاندي ټليفون  شمېرو  له موږسره تماس ونسی : حبيب الله غمخور :0046(0)736511569 دافغانانودعلمی اوفرهنگی مرکزمشر انجينر عزيزمقري : 0046(0)721775080 دآرياناکلتوري ټولنې مشرکبير اميري :0046(0)705380002 ستاسو راتگ اوفعال گډون ته سترگې په لار په سويډن کي دافغانی فرهنگی ټولنولخوا - کبير اميري
بېرته شاته