(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کراچۍ: دوژل شوؤکسانوشميره 93 ته رسيدلی

[08.Jul.2011 - 22:17]
ډیوه: کراچۍ کې دتيرو څلورو ورځو راهسې روانو دتشدد پيښو کې تر دې مهاله دبی ګناه وژل شوؤ کسانو شميره 93 ته رسيدلې، چی ډیره کی ئی پښتانه دی دجمعې په ورځ ښار کې کاروباري مرکزونه بند او دگاډو دتگ راتگ نۀ کيدو له امله سړکونه ويران ديدسندهـ حکومت قانون نافذونکو ادارو ته  دمجرمانو دليدلو سره سم دويشتو امر کړى دى
دجمعې په ورځ دکراچۍ په بيلا بيلو سيمو کې ډزو غږونه اوريدل کيږي، دامنيت دلحاظه تر ټولو اغيزمنې سيمې  خرادار، اورنگي  او نوې کراچۍ ده چې دغلته گڼ شمير کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي، دجمعې په ورځ دښار په بيلا بيلو سيمو کې 17 کسان وژل شوي دي.
دکراچۍ په بهيم پوره سيمه کې دجمعې په ورځ ترسره شوې دلاسي بم يوه چاؤدنه کې هم 3 کسان وژل شوي او گڼ شمير نور ژوبل شوي دي.
 دتشدد په اوسنيو پيښو کې دلاس لرونې دشک په اساس پوليسو خواؤشا 133 کسان نيولي دي، پوليسو ددغو نيول شوؤ کسانو وسله هم ترلاسه کړې ده.
دپاکستان دکورنيو چارو وفاقي وزير رحمان ملک وائي دښار امن وامان پځايې ساتلو لپاره دايف سي عسکر گمارلى شي  او چرته چې هم ضرورت وي قانون نافذونکې ادارې به کارروائي کوي، هغه وويل دمعلوماتو په اساس به ټارگټدکارروائي کولى شي.
رحمان ملک وويل مونږ ته مالومه ده چې ددغو وژنو پشا کوم قوتونه دي، تندلاري بې گناه خلک وژني او جمهوري نظام غير مستحکم کوي.
په پان منډۍ او خارا سيمه کې څلور دوکانونه سوځول شوي او دپوليسو دوه نور گاډي قصبه کالونۍ ته رسيدلي دي.
اوس اوس  دحکومت څخه بيل شوي گوند متحده قومي موومنټ دجمعې په ورځ دتورې ورځې نمانځلو اعلان کړى  او دکراچۍ  پريس کلب څخه سندهـ اسمبلۍ پورې ويستل کيدونکې ريلي منسوخ کړل شوې ده.
بل لوري ته امريکا کراچۍ کې دتشدد مخ په زياتيدونکو پيښو باندې  دسختې انديښنې څرگندونه کړې ده.
اسلام اباد کې دامريکائي سفارت خانې له لوري جاري شوي بيان کې سفير کيمرون منټر فريقينو څخه غوښتنه کړې ده چې دنور تشدد څخه ځان وساتي  او خپل اختلافات په پرامنه طريقې سره دهواري لپاره کار وکړي.
بيان کې وئيل شوي دي دتيرو دريوؤ ورځو راهسې  دښځو او ماشومانو په شمول دشپيتوؤ کسانو وژنه  دغم څخه ډکه پيښه ده، امريکائي سفير دتشدد دغو پيښو کې دوژل شوؤ بې گناه کسانو
دکورنيو او دوستانو سره دغم او خفگان څرگندونه کړې ده.
په کرمه ايجنسۍ کېيو مقامي انتظامي چارواکي شهاب علي شاه وئيلي دي چې  امنيتي ځواکونو  خواؤشا 40 جنگيالي وژلي او دتندلارو لخوا پوځ دډير کم مزاحمت سره مخ دى.
هغه وويل د500ؤ څخه زياتې کورنۍ دجگړې له امله دسيمې څخه وتلي او  دحکومت سره يې دپناه لپاره ځانونه رجسټرډ کړي دي، خواؤشا 28,000 کسان دعملياتو له امله وتلي دي.
 
بل لوري ته  چارواکي وائي امنيتي ځواکونو تيره شپه په قبائيلي سيمه کرمه ايجنسۍ کې  دتندلارو په ضد روانو عملياتو کې۱۱ جنگيالي وژلي او دهغوي درې مرکزونه يې هم تباه کړي دي
په کرمه ايجنسۍ کې يوه اوونۍ دمخه پيل کړل شوؤ عملياتو کې تر دې مهاله د50ؤ څخه زيات جنگيالي وژل شوي دي.
  دچارواکو وينا ده تندلاري  دمرکزي کرمې ايجنسۍ په پُنگي، سپرکټ او قُرت سيمو کې پټيدل، عملياتو کې د اوؤ جنگيالو دژوبل کيدو اطلاعات هم ترلاسه شوي دي.
يو چارواکي دنوم نۀ څرگندولو په شرط وئيلي دي دغه سيمې اوس دتندلارو څخه پاکې کړل شوي  او زياته يې کړه چې  امنيتي ځواکونه دتندلارو په سيمه کې نور پرمختگ هم کوي.
 تيره اوونۍ دپاکستان پوځ دافغانستان دپولې ترڅنگ  دتندلارو په ضد فضائي او ځمکني عمليات پيل کړي چې پکې جنگي هيلي کاپټرې هم برخه لري.
راپورونه وائي  په کرمه ايجنسۍ کې گڼ شمير هاغه جنگيالي پټ شوي چې يا خو په شمالي وزيرستان کې دډرون بريدونو له ويرې  او يا په نورو قبائيلي سيمو کې دپوځي عملياتو لپاره تښتيدلي.
  دعملياتو له امله گڼ شمير کورنيو دسيمې څخه کډې هم کړي چې دهغوي لپاره دکوزې کرمې په دراني سيمه کې يو کيمپ جوړ کړل شوى دى.
 اخوا قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې  ديو مقامي انتظامي چارواکي سيد احمد جان وينا ده چې دتندرويه ډلې لشکراسلام او يو حکومت پلوه قبائيلي لښکر ترمينځ ترسره شوې نښته کې 10 کسان وژل شوي دي.
بلخوا د مرګ او ژوبلي پدی لړئ کی دافغانستان چارواکي وائي چی  په نورستان ولایت کې  طالب جنگيالو تيره ورځ دافغاني پوليسو په گڼ شمير پوستو بريدونه کړي او خواؤشا 33 پوليس يې وژلي او اووۀ يې نور ژوبل کړي دي.
دغه بريد دنورستان په کامديش اولسوالۍ کې رامينځته شو دى.
دنورستان والي  جمال الدين بدر وائي چې  دامنيتي ځواکونو او طالبانو ترمينځ شوؤ سختو نښتو کې 78 کسان وژل شوي دي.
بدر وائي چې ددوؤ ورځو په جگړه کې 33 سرحدي پوليس هم وژل شوي دي.
 طالب جنگيالو گڼ شمير پوستې وسوځولې او ددريوؤ ښځو او دوؤ ماشومانو په شمول يې گڼ شمير اولسي وگړي ووژل.
هغه وويل چې گڼ شمير کورونه او دپوليسو پوستې هم سوځول شوي دي.
والي بدر وائي چې خواؤشا 150ؤ وسله والو چې دپاکستان په چترال سيمه کې ځالې لري دغه بريد ترسره کړى دى.
دوالي وينا ده چې 44 تندلاري او 5 اولسي وگړي هم وژل شوي دي.
 بدر وويل چې دغه بريد دپاکستاني جنگيالو په شمول دطالبانو لخوا ترسره کړل شوى.
افغان صدر حامد کرزي ددغه بريد سخته غندنه کړې او ددغه بريد پړه يې په پاکستاني طالبانو اچولې ده.
  په نزدې ورځو کې دپاکستان او افغانستان ترمينځ دسرحدي بريدونو پسر تاؤتريخوالى سيوا شوى دى.
 يوه ورځ دمخه پاکستاني چارواکو وئيلي وؤ چې  دپښتونخوا په بره دير سيمه کې  دافغانستان څخه تندلارو په يو کلي بريد کړى او دغلته يې دپوځ سره نښته شوې ده.
وزيراعظم يوسف رضا گيلاني ددغه بريد څخه وروستو افغان صدر حامد کرزي سره  په ټيلي فون خبرې کړې وې او هغه ته يې دافغانستان دخاورې څخه دجنگيالو په بريدونو دپاکستان انديښنې څرگندې کړې وې.
 چارواکي وائي چې  دافغانستان په نورستان ولايت کې نښته هاغه  مهال پيل شوه  کله چې چيچنیاو پاکستاني تندلارو دپوليسو په پوستو دبريدونو لپاره دپولې څخه افغانستان ته ورواوړيدل.
والي بدر وائي چې په لسگونو پوليس ورک دي او دمړو په شمير کې زياتوالى کيدى شي.
 دنزدې برگ مټال اولسوالۍ مشر ملا محمد اسماعيل وائي چې دتيرې ورځې راهسې دافغان ملي  پوځ او جنگيالو ترمينځ سخته نښته روانه ده.
 دافغانستان په ختيز ولايت خوست کې دنيټو په يو بريد کې داولسي وگړو دوژنې انديښنه هم ښودلى شي.
دولايتي پوليسو مشر سردار محمد ځاځى وائي چې  په هاغه کور چې طالبانو پکې پناه اخستې وه دنيټو لخوا يو بم غورځول شوى چې پکې 8 ماشومان او دوه ښځې وژل شوي دي.
دنيټو يو وياند وئيلي دي چې دبريد څخه خبر دى په دغه حقله يې نور تفصيلات ورنۀ کړل.
هغه وويل چې کيدى شي چرته چې طالبانو پناه اخستې وه هلته اولسي وگړي هم موجود وؤ.
- زمونږخبریال
بېرته شاته