(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په ګردېز او مونشن کی دنښتر مشاعره ولمانځل شوه

[11.Jul.2011 - 21:46]
پرون دلوېې پکتيا مزکردېز په لرغوني ښارکې دنښتر دوديزې مشاعرې اومېلې شپږمه کليزه ولمانځل شوه .
یاده مشاعره  دګردېز  ښاروالۍ په  دوهم  تالار کې جوړه شوې وه .
غونډه دساحل منګل ،لمرنيازي ،سميع الله پيوند او شاهد خان تنها په ويندویي د قران کريم دڅو مبارکو آيتونو په تلاوت  پيل او ورپسې  ملي سرود وغږول شو .
د پرونۍ غونډې  په  پيل کې  د لویې  پکتيا د فرهنګيانو په  استازيتوب  ډاکتر عبدالهادي  حماس  ګډونوالو ته  د ښه  راغلاست  ترڅنګ  پرانستونکې وينا واوروله  .
ده په خپلو خبرو کې وويل :
ډېرخوښ  يو، چې  ديو کال  په  تېرېدو سره بياهم دنښتر مشاعرې دلمانځلو په موخه سره راټول شوي يو ، خومتاسفانه ، چې دهيواد روانو حالاتوپه  پام کې نيولو سره دنوروکلونوپه  شان  سږ کال  دنورو ولايتونو ګڼ شمېر شاعران  له  ځان سره نه لرو ځکه  خو دې  دهیواد درانه  فرهنګیان د روانوامنیتي ستونځوله وجې زموږ دغه  عذر ومني .
حماس وويل ، چې سږکال  دنښتر دمشاعرې له پاره دپکتيا قدرمن والي جمعه خان  همدرد د څلورو سووکسانو لپاه د ډوډۍ  لګښت  پر غاړه اخيستی  او همدارنګه  ملي سوداګر حاجي محمد ګردېزې ۵۰۰۰۰  زره افغانۍ  په  جرمني کې زمونږ  هڅاند  فرهنګي  شخصيت  محمد امين بسمل ۱۰۰۰۰ او دپکتيا دقبايلو رياست  هم ۱۰۰۰۰ افغانۍ  مرسته کړې وه .
دډاکتر حماس له ويناوروسته رسمأ دشعر برخه پيل شوه ، چې په سرکې نجيب الله شاکري دنښتر مشاعرې لپاره ليکل شوی نظم واوراوه  په همدې  ترتيب  سره  مشاعره روانه  او دګډون والو له  خوا په  ګرمو ولولو اوچکچکوبدرګه  کېده.
دمشاعر ې  په  جريان کې  دنورومشاعرو په  شان  ښاغلي مطيع الله تراب  هم  يو اوږد نظم واوراوه .
ده په خپل نظم کې هغه واقيعتونه رانغښتي وو، چې په اوس وخت کې پرافغانانو اوپه ځانګړې توګه دپښتنو په سيمو کې تېریږي .
دښاغلي تراب له  شعر ه وروسته  دپکتيا فلم دځوانانوله  خوایوه په زړه پورې تمثيلي  پارچه وړاندې شوه ،چې دګډون والو له خوا په  چکچکو بدرګه  شول له  همدې  سره  مشاعره پای  ته ورسېده او مېلمانه  ټاکلي ځای ته دډوډۍ خوړولو لپاره  ولاړل .
ياده دې وي ، چې په دې مشاعره کې شاوخو يو زر کسانو ګډون کړی وو او ګڼ  شمېر شاعرانو پکې شعرونه واورول .
پاته دې نه وي ، چې  زموږ مشاعره  په لویه  پکتياکې له ملي  راديواو پکتيا راديو څخه  په  ژوندۍ  بڼه  په  ټوله  پکتيا او همدا راز  د تیلیفون  په کرښه  زرګونه کیلو متره  اخوا د جرمني  په  بایرن  آیالت کې زموږ   پردېسو افغانانو ته  هم  په ژوندۍ بڼه ورخپرېده .
مننه
ساحل منګل
درنو او پتمنوهیوادوالو!
تاسوله لویې  پکتیاڅخه  دښاغلي ساحل منګل لخوارالېږل  شوی  رپوټ  ولوست ،  چې زه  ورنه مننه کوم  دادی  په لاندې  ډول  زموږ  دمشاعرې  رپوټ  هم  تاسو ته  په  خورا درناوي سره وړاندې کوم  .
لکه دتېر  په څېر سږ کال مو هم ښکلی او هسک نښتر  په ګردېز او مونشن  ښارونو کې  په ګډه ولمانځه .
پرون  سهاروختي  تر برېځره مانا څه کم  یوولسو ۱۱بجو پورې  دیادو ښارونوترمینځ  تیلیفوني کرښه ټینګه وه .
موږ له ګردیز څخه  دنښتر لمانځنې  پروګرام  په ژوندۍ  بڼه  واورېداو د خپلو بااحساسوشاعرانوله  پونځونومو زیات خوند واخیست .
داچې زموږ دهیواد پښتون  مېشتې سیمې  په  تېره بیا سویلي او سویل  ختیځې سیمې  تر یو پلان شوي ناورین لاندې  دي  نو باور وکړئ، چې هر شېبه  مو خدای (ج)  ته  لاسونه  لپه کول ، چې ای  خالقـــه  د نښتر لمانځنې  ټول ګډونوال  خوښ اوسلامت  خپلو کورنیو ته ورسوې .
دالله پاک په فضل بې له کومې پېښې نښتر په ګردېزښارکې  ولمانځل  شوهیله  من یو، چې  ټول  مېلمانه به خپلو کورونو ته  خوښ تللي وي .
کله، چې  په ګردېز کې  د نښتر ګډونوال  له  تالار څخه  دغرمې  ډوډۍ  ته ولاړل  موږ  هم  دنښتر لمانځنې  په  نېت وخوځېدو خولمړی مودجمعې دمباره کې ورځې لمونځ  دمونشن  ښار میرویس  نیکه  په  جومات کې  ادا اودالله پاک شکر مو وېست،  چې  په ګردېزښار کې  کومه  پېښه ونه  شوه .
 دډوډۍ خوړلوپه جریان او له  هغه  څخه  وروسته مو هم له ګردېز سره تیلیفوني اړیکه لرله اوله  حالاتوبه  ښاغلي ساحل منګل ډاډ راکاوه .
که یاد مو وي تېر کال دنښتر له لمانځنې څخه وروسته  دلارې په اوږدو کې دلویې پکتیا په والي ښاغلي همدرد ځانمرګی برید وشو خو الله  پاک بچ کړ .
لنډه دا، چې موږ  هم  په  خوښي سره  دنښتر لمانځنو پیل  دقران  عظیم الشان د څومبارکو ایتونو په  تلاوت  سره  وکړزموږ دغونډې ګډونوال  معمولأ هغه  ځوانان  وو، چې  یا یې له کار څخه  رخصت  اخیستی و اویا خو ستړي له  کار څخه  راورسېدل  دلته  خو دجمعې  په  مباره که ورځ  هم  خلګ کار کوي .
زموږ  په  مشاعره کې  د وخت  دکموالي له سببه  محدود شمېر شعرونه وویل  شول زیات  وخت  مو له ګردېز څخه دثبت  شوي  جریان  اورولو ته  ورکړ  او زموږ  د غونډې  ستړوستومانو ګډونوالو ورڅخه  ډېر خوند واخیست  په تېره بیا د ښاغلي مطیع الله  تراب  اوښاغلي فیض الله مالګین شاعري  په  ټولو خورااغېز وکړ .
زموږ د مشاعرې  په  جریان کې مو داکراین  په ادیسه  ښار کې له ښاغلي دیپلوم انجنیر صابر محمد ارمان  سره تیلیفوني اړیکه ونیوه اوزموږ دغونډې دګډونوالو پیغام  مو په ژوندۍ بڼه ور واوراوه .
زموږ  دا پیغام  له  دوی  څخه  د مننې  په  اړوند و هغوی  هلته  پخپل  همت  سره  زموږ د هیواد دنام وتي  او نازک  خیال  شاعر ښاغلي عبدالباري جهاني  د درناوي  غونډه نیولې وه .
کېدای شي درانه لوستونکي ووايي، چې دګردېز او مونشن تیلیفوني اړیکه خو د شپږوتېروکلوپه څېرمعمولي بڼه لري خو د  اکراین ادېسې  له  ښار سره یې اړیکه  څه  ده ؟
ځواب  مې  دادی، چې خپلو په  هیوادمینو اوتر خونړي ستم لاندې  هیوادوالو ته  ډاډ ورکړم، چې له  هیواد څخه بهر او دننه افغانان  دخپل کولتور پالنې اوخپلو مشرانو درناوي  ته  ژمن دي  د اکراین  په ادېسه ښار کې زموږ د پردېسوخو با همتوافغانانو پرونۍ غونډه یې  ژوندۍ بېلګه ده.
که موږ د ورځنیوستونځوله کبله  اکراین  ته نه شوای  ورتلای دومره خومو په وس و،چې دتیلیفون په کرښه هم د قدرمن جهاني صاحب  درناوی وکړو اوهم  ددې غونډې  هیوادپال تنظیموونکي وستایوترڅوهم  دهغې غونډې د ګډونوالو روحیه  لوړه شي  او هم  دنورو افغانانو لپاره دداسې الهام سبب وګرزي، چې دخپلو مشرانو درناوي ته یې لا نور هم  پام  ور واوړي .
زه باوري  یم که  په موږ کې  دا روحیه یو څه نوره هم  وده وکړي  هم به مودخپلو مشرانوحق په ځای کړی وي  او هم به  د دوی له  مینځه یو داسې مشر  ډګر ته  راووزي، چې دا په زنکدن  پروت افغانستان  ته نجات ورکړي .
 له زیاتو خبرو تېرېږم  یوځل بیاپه ادېسه  ښارکې د پرونۍ درنې غونډې له ټولو درنو  تنظیموونکو څخه  دزړه په مینه  مننه کوم  همداراز  زموږ  ددواړو غونډو  له ګډونوالوڅخه  هم مننه کوم، چې نښتر یې  راسره ولمانځه باید زیاته کړم، چې په مونشن ښار کې زموږ نښتر لمانځنه  په  شپږوساعتونوکې ختمه شوه .
یادونـــــــــــــــــــــــــــــــــــــه :
دګردیز ښار مشاعرې په اخېر کې  یو شمېر کسان په ستاینلیکونو  هم ونازول  شول، چې متاسفانه نومونه یې په پورتني  رپوټ کې نه  دي  رالېږل  شوي  له  بلې  خوا د ستاینلیکونو په وخت کې  میکروفونونه په خوځنده حالت کې وو خو د یو کس نوم   د تیلیفون   په کرښه  موږ   ښه  واضع  واورېد  هغه  ښاغلی استاد احمدجان  دی،  چې نن یې تیلیفوني شمېره لاس ته  راغله او  اړیکه  مې ورسره ونیوه دښاغلي استاد احمد جان  په اړوندتاسو ته دومره عرض کول  غواړم کله، چې  شپږ کاله  مخکې  زه لویې  پکتیا ته  ولاړم  دلویې  پکتیا دولتي  چارواکو له  ماسره دنښتر  په  دودولو کې  دومره مرسته ونه کړه لکه  ښاغلي استاد احمد جان .
ښاغلي استاد احمد جان  پخپل شخصي مصرف  دلویې پکتیاله هره ګوټه  داسې شاعران راته  راوبلل، چې  ما د  مخه  نه وو لیدلي .
دروژې مباره که میاشت وه،چې یادوشاعرانودغرمې  په  دوو بجو داستاداحمدجان کور ته  تشریف  راوړ استاد احمد جان  ټول  را وپېژندل  هغوی  ته یې  وویل، چې زموږ مسافر ورور له جرمني څخه  راغلی غواړي، چې  لویه پکتیا دنښتر په نوم کالنۍ مشاعره ولري .
درنوګډونوالو بې له کوم  بل نظره اتفاق وکړ او ټول  دنښتر په نوم  په  داسې حال کې سلاشول، چې دلویې پکتیا والي خدای بښلی حکیم تړیوال  راسره مخالف وهغه  دشندي ګل نوم خوښ کړی و خوزه  د خپلو باتورو شاعرانو اوفرهنګیانو په  ملاتړ ورباندې  غالب  شوم  نښتر نه  یوازې  په لویه  پکتیابلکې په  جرمني کې هم  دودشو، چې تراوسه  کوم بل  څوک داسې بېلګه  نه لري، چې په یوه ورځ  دنړۍ  په  دووملکونوکې  کالنۍ  مشاعره ولمانځي .  له قدرمن استاد احمد جان څخه یو ځل بیا مننه کوم اوددې شپږوکلونو نښترلمانڅونکو څخه هم مننه کوم، چې په سختو شرایطو کې  یې هسک نښتر پخپل هسک همت سره ولمانځه .
له درنوافغان ویبپاڼو چلونکو څخه په ځانګړي ډول مننه کوم، چې تل یې له موږ سره همکاري کړې ده
محمدامین بسمل
- ساحل منګل
بېرته شاته