(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د خواخوږي پيغام

[12.Jul.2011 - 21:34]

په ډېري خواشيني سره مو خبر ترلاسه کړ چې ټولنيز او قومي شخصيت، د کندهار د ولايتي شورا رئيس ارواښاد احمد ولی خان کرزي د افغانستان د سولي او مسلمانو خلګو د دښمنانو په لاس په ناځوان مردانه توګه شهادت ته ورسيد.

انالله و انا اليه راجعون
شهيد احمد ولی خان کرزي د خپل ژوند ډېره برخه د خلګو په خدمت، د ولس د سوکالي او د هېواد د آبادي لپاره وقف کړي، زړه سواند، د ښه سلوک خاوند او د ولس خواخوږی ؤ.
د ده شهادت د افغان ولس او په خاصه توګه د لوي کندهار و خلګو ته لويه ضايعه ده.
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه پداسي حال کې چې د شهيد احمد ولی خان کرزي په ماتم کې ځان شريک بولي ده ته د خداي (ج) د دربار څخه جنت الفردوس، محترمي کورنۍ او په خاصه توګه د افغانستان ولسمشر حامد کرزي، ښاغلو قیوم کرزي، محمود کرزي، شاه ولی کرزي او نورو دوستانو ته صبر جميل او زغم غواړي.
الهي نور پر ټول افغان ولس ورحميږی او د ماتم کمبله د هميشه لپاره د ګران افغانستان د ټول ولس د کورو څخه ټوله کړی.
 
په درنښت
الحاج غرزي خواخوږی
د ټولني مشر
Gharanai Khwakhuzhi
Head of Media Section and Foreign Relations
Khwakhuzhi Literary and Cultural Association
Cell: 0093 700 197765
235, Shar-e-Now
Kabul - Afghanistan
- غرزي
بېرته شاته