(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دکندهار دولايتي شورا رئيس احمدولي کرزى ووژل شو

[12.Jul.2011 - 21:34]
دافغان دجمهور ریس ښاغلی حامد کرزي ورور احمدولي کرزى دسه شنبی  په ورځ دجولای په ۱۲مه نیټه سحر دخپل کور دننه دخپل يو ساتونکي لخوا وژل شوى دى.
ددوؤ عيني شاهدانو ترمخه  دکندهار دولايتي شورا رئيس احمدولي کرزى چې په جنوبي افغانستان کېاو په ځانګړی توګه په کندهار کی  يو طاقتورقومی،سیاسی او ولسی شخصيت گڼل کيږي ، هغه په کندهار کې دخپل کور دننه  دقومی مشرانو او سياستوالو سره خبرې کولې چې په دغه مهال  دهغه يو ساتونکى دغونډې خونی ته ورغلى او هغه څخه يې دشخصي خبرو اتروغوښتنه وکړه
احمدولي کرزى او ساتونکى  ئی يوې بلې  خوني  ته لاړل او لږ ساعت وروستو دډزو درې غږونه واوريدل شول
 دکندهار د ولايتي شورا مرستيال  اغا للائي  دستگيري چې دسی شنبی په ورځ يې ښاغلی احمدولي کرزي سره غونډه کوله  وائي چې  هغه دډزو غږونه واوريدل  او  دکمرې په لوري يې منډه کړه او دغلته يې  احمدولي کرزى مړ بياموندو چې په سينه، سر او لاس په ډزو سره ويشتل شوى ؤ.
 دارواښاداحمدولي کرزي نور ساتونکي کوټی  ته ورغلل او بريدکوونکى يې هم ووژلو،  احمدولي کرزى دميرويس روغتون ته يوړل شو خو ژوندى پاتې نۀ شو.
 دهلمند ولايت څخه دپارلمان يو پخوانى غړى  ميس علي خان وائي چې په کندهار کې هغه ډير نوميالى  او پیاوړی شخصيت ؤ، مونږ اوس داسې گمان کوؤ چې دکندهار امنيت به خراب شي او دقبائيلو ترمينځ جگړه به نوره هم مضبوطه شي.
 په کابل کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال  دافغانستان صدر حامد کرزي  وويل  هغه دخپل ورور دوژنې تکليف دټول افغانستان سره ويشي.
هغه وويل چې دافغانستان په هر يو کور کې  زمونږ خلکو ته تکليف رسيږي، او مونږ هيله لرو چې يو ځل به دغه تکليف لرې او په افغانستان کې به امن او ثبات رامينځته شي.
 دبريدکوونکي نوم سردار محمد ښودل شوى  او دچارواکو ترمخه هغه دکندهار دډنډ اولسوالۍ سره تعلق لرلو.
احمدولي کرزى په ١٩٦١ کال د کندهار د کرز په کلي کي زېږېدلى وو، چي پر افغانستان د روسانو تر يرغل وروسته امريکا ته مهاجر سو.
نوموړى تر ٢٠٠٢ کال پوري په امريکا کي د يوه رستورانت په چلولو بوخت وو، خو کندهار ته تر راتګ وروسته يې د خپلي قبيلې قومي مشري ترلاسه کړه، په بېړنۍ لويه جرګه او د اساسي قانون په لويه جرګه کي يې د کندهار استازيتوب وکئ.
نوموړى د کندهار د اصلاحي کمېسون مشر هم وو، چي د ٢٠٠٥ کال د ولايتي شورا تر ټاکنو وروسته يې د دې شورا د رياست چاري پر مخ بېولې.
احمدولي کرزي د ٢٠٠٩ کال په ټاکنو کي يو ځل بيا ځان کانديد کړ او د ولايتي شورا رياست يې له ځان سره وساتئ.
احمدولي کرزى د پنځو کوچنيانو (دوو زامنو او درو لوڼو) پلار وو چي د کورنۍ په وينا يې وروستى زوى يې يوه مياشت دمخه زېږېدلى وو
احمد ولي کرزی، د صدر حادمد کرزۍ میرنی ورورؤ
احمد ولي کرزی، د کرزۍ کورنۍ  په پلرنۍ سیمه، او د افغانستان سیاسي مرکز کندهار کی د خپل سیاسي فعالیت له امله  او د حامد کرزي دحکومت او د امریکې سره په یو وخت کې نزدیکت په وجه نه یواځې په خپل هیواد کې دننه بلکه په نړي واله کچه او په مطبوعاتو کې مشهور نوم لرلو
سیاسی کارپوهان وائي د احمد ولي کرزی د تگ په ترڅ کې کندهار کې سیاسي خلا رامنځته شوې ده چې د راتلونکې ډیر وخت پورې به پوره نشي
نیویارک ټائمز وائي د احمد ولي کرزی د وژنې په ترڅ کې د کرزی کورنۍ سیاسي نفوذ ته ډیره ضربه رسیدلې ده. ورځپاڼه وائي خپله حامد کرزی هم د احمد ولي کرزی  سیاسي فعالیت او نفوذ ته اړتیا لرله، هغه د جرگو مرکومشروو، قبائیلي مشران او عام اولس به د خپلو مسلو او شکایتونو د حل لپاره به هغه ته ورتلل
نیویارک ټائمز وائي احمد ولي عن په طالبانو او د نشۍ توکو کاچاک برانو باندې هم نفوذ لرلو. په یو خت کې په احمد ولي د نشۍ توکو د تجارت الزمات هم لگول شوې وو خو هغه به  ردول.
تر دی وړاندی  . طالبانو د هغه په کاروان په کال ٢٠٠٩ کې په داسې مهال حمله کړې وه چې هغه د ختیز افغانستان نه کابل ته روان وو، خو هغه بچ شوی وو. حمله کې د هغه یو محافظ اوژلی شو
- زمونږخبریال
بېرته شاته