(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو عالمي کانګرس دخيال اکبر لالا کليزه ولمانځله

[28.Jul.2011 - 18:08]
 قـبـر ئې که پـرانـيـزې والله چې سلامت بـــــه وي
خاوره څه طاقت لري چې دا ککرۍ خاورې کړي
 
پښتونخوا : ليک: رحمت ديوان
د پښتو عالمي کانګرس په نوښت په سپرنګ نائټ هوټل پېښور کې  د شهيد خيال اکبر لالا کليزه د جولائي په ٢٦مه نېټه کال ٢٠١١ء ولمانځل شوه، چې مېلمانه يې ښاغلي فريد طوفان، اسير منګل، پروفېسر شفيع صاحب، حاجي عبدالحنان، جمروز اېډوکېټ، فريدون خوځون، شهاب الدین خټک او خالد ايوب وو. دوى ټولو د شهيد خيال اکبر لالا په ژوند رڼا واچوله
فريدون صاحب وويل چې شهيد خيال اکبر لالا يو مضبوط شخصيت وو، ډېر خاکسار وو،  پروفېسر شفيع وويل چې هغه ډېر په نرتوب باندې وخت تېر کړى وو، ده وويل چې که د شهيد خيال اکبر لالا کوم اثار پراته وي نو بايد چې مونږ يې راواخلو او وې څېړو. حاجي عبدالحنان صاحب وويل چې شهيد خيال اکبر لالا يو داسې ځلانده ستورى وو چې د مړينې نه وروسته به هم  لکه د لمر روښانه وي. هغه وويل چې د د شهيد په قبايلو باندې ډېر لوې احسان دى، تحريک اتحاد قبايل يې جوړ کړى وو او قبايل يې د خپلو حقوقو نه خبر کړي وو، که نن څوک په قبايل کې سياست ته راوتى دى نو دا هم د شهيد برکت دى.
له دوى علاوه د شهيد خيال اکبر لالا په ژوند باندې ډاکټر مشتاق، جمروز، خالد ايوب، شهاب الدین خټک او شاه حسېن شینواري رڼا واچوله او د شهيد سره تېر کړى وخت يې راياد کړ. په غونډه کې حميدالرحمان  نادان، شهاب بنوڅي او ډاکټر عالم يوسفزي شهيد ته د نظم په شکل کې پېرزوئينې وړاندې کړې.
- فریدون
بېرته شاته