(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کراچۍ : ۵ورځو کې دمړو شمير 58ؤ ته ورسيده

[03.Aug.2011 - 13:14]
ډیوه: پاکستاني چارواکوپه ۳۸۲۰۱۱   د چارشنبی (شورو)په ورځ وئيلي دي  د تيرو پينځوؤ ورځو راهسې روان تشدد کې کراچۍ کې 58 کسان وژل شوي او ددغه اړي گړي داودرولو لپاره  په کراچۍ کې په سلگونو نور پيراملټري ځواکونه گمارل شوي دي.
 امنيتي ځواکونه هڅه کوي کراچۍ کې په تشدد قابو بيامومي، په دغه ښار کې تيره مياشت ، سياسي  او نسلي  تشدد کې د200ؤ څخه زيات کسان وژل شوي وؤ.
 سوبائي حکومت  ددغه تشدد  دذمه وارو کسانو په اړه معلومات ورکوونکو ته دلسو ملينو روپو انعام ورکوي.
مقامي حکومت چارواکي شرف الدين ميمن  يو بهرني خبري اژانس سره په خبرو کې وويل  تيره شپه د ښار په ناقراره برخو کې په سلگونو پيراملټري او پوليس عسکر گمارل شوي دي، کور په کور دلټونې عمليات روان دي او ځينې شکمن کسان نيول شوي هم دي.
دمړو شمير دشورو په ورځ 58ؤ وروستو له هغې ورسيدو چې د تير يو شواروز په مهال 35 کسان وژل شوي او دروغتيا دصوبائي چارواکي حامد ترمخه په گولو دسورو کړو څلورو کسانو مړي  هسپتال ته رسول شوي دي.
دسندهـ دپوليسو انسپکټر جنرل( ائي جي) واجد دراني وئيلي دي چې خواؤشا 24 شکمن کسان نيول شوي دي.
  دپاکستان دکورنيو چارو وفاقي وزير  رحمان ملک پاکستان ټيليکميونيکيشن اتهارټي( پي ټي اى) ته امر کړى چې په کراچۍ کې دترهه گرو په گوته کولو  او دموبائيل غيرقانوني  استعمال بندولو کې دې پوليسو سره مرسته وکړي.
دشورو په ورځ دنيشنل کرائسز منيجمنټ سل ديوې غونډې دمشرۍ کولو په مهال هغه وويل چې  دترهه گرو لخوا دموبائيلونو او سمونو غلط استعمال  دې په سملاسي توگه اودرول شي.
په دغه غونډه کې  داخله ايډيشنل چيف سيکرټري  وسيم احمد، دسندهـ ډي جي رينجرز بريگيډئير ظفر احمد، ډي جي ايف ائي اى تحسين شاه، دپي ټي اى چئيرمين ډاکټر محمد ياسين، دسندهـ ائي جي  واجد دراني، دکراچۍ ايډيشنل ائي جي  سعود مرزا، ايډيشنل ائي جي سپيشل برانچ، دايف ائي اى ډائريکټر او نورو لوړپوړو چارواکو هم گډون وکړو.
دتښتول کيدونکو موبائيل فونونو په ځانگړې حوالې ورکولو سره   غونډه کې دترهه گرو لخوا کراچۍ کې  دموبائيل فونونو او سمونو په غلط استعمال بحث وشو.
دپي ټي اى چئيرمين غونډه خبر کړه چې پي ټي اى 3.64 ملينه سمونه بلاک کړي دي او دنورو غيرقانوني سمونو دبلاک کولو عمل روان دى.
دغونډې څخه وروستو ميډيا سره خبرو کې دکورنيو چارو وزير رحمان ملک وويل چې  په کراچۍ کې به امن په هر قيمت پځايې کولى شي  او په هدفي وژنو کې دککړو عناصرو په ضد به سخت گامونه اخستى شي.
هغه وويل چې گڼ شمير کسان نيول شوي او په ښار کې وسله برامد کړل شوې ده.
بلخوا نن د پاکستان او افغانستان لپاره دامريکا ځانگړي استازي مارک گراسمين  وئيلي دي افغانستان کې جوړجاړى لپاره د پاکستان رول ډیر مهم دی.  ځانگړي استازي دپاکستان دوزيراعظم يوسف رضا گيلاني سره په اسلام اباد کې وليدل او هغه سره يې په سياسي جوړجاړي او دپاکستان او امريکا په اړيکو خبرې اترې وکړې.
غونډه کې گيلاني دپاکستان او افغانستان دپولې پورې راپورې دبريدونو په پلټنه داطمينان څرگندونه وکړه او وې وئيل چې  په دغه معامله په سفارتي کچه   بحث کولى شي.
وزيراعظم  دامريکائي سفير کيمرون منټر دډرون بريدونو داودرولو دغوښتنې معامله هم راپورته کړه او وې وئيل چې ولې پوځي کوارټرز دغه درخواست نۀ قبلوي؟
 له دې وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي وؤ چې دکال 2011م دمارچ په مياشت کې منټر دسي ائي اى سټيشن چيف سره  په قبائيلي سيمو کې دتندلارو په ضد په وړانديز شوؤ ډرون بريدونو تود بحث کړى ؤ، سفير انديښنه څرگنده کړې وه چې ددغوبريدونو له امله پاکستان سره اړيکې نورې خرابيدلى شي خو دسي ائي اى سټيشن چيف دغه غوښتنه رد کړې وه.
دپاکستان او امريکا داړيکو په اړه دخبرو په مهال گراسمين وويل چې امريکا هڅه کوي ددواړو هيوادونو ترمينځ  فاصلې راکمې کړي.
هغه زياته کړه چې امريکا پاکستان ته تر ټولو ستره اولسي  مرسته ورکړې ده.
له دې وړاندې  په اسلام اباد کې دافغانستان، پاکستان او امريکا  لوړپوړو چارواکو وليدل خو  داسلام اباد او واشنگټن ترمينځ دروان تاؤتريخوالي له امله يې په افغانستان کې طالبانو سره دجوړجاړي په اړه لږ پرمختگ وکړو.
راپورونه وائي په  شمالي وزيرستان کې دبې پائيلټه جاسوسي الوتکې يا ډرون لخوا ترسره شوي ميزائيلي بريد کې لږ ترلږه څلور شکمن جنگيالي وژل شوي دي.
 دسرچينو ترمخه دغه بريد دنهې په ورځ دشمالي وزيرستان مرکز ميرانشاه سره نزدې په کُتب خيل نومې کلي کې په يو گاډي ترسره شوى دى.
 دغه بريد کې دڅلورو جنگيالو دوژل کيدو اطلاعات ترلاسه شوي خو دا نۀ ده په ډاگه شوې چې په وژل شوؤ کې دالقاعده يا دمقامي طالبانو کوم لوړپوړى مشر هم شامل دى که نه؟، سرچينې وائي په سيمه کې افغاني ، پاکستاني او بهرني جنگيالي موجوديت لري.
 امريکائي چارواکي وائي په شمالي وزيرستان کې دحقاني دډلې جنگيالي دپولې پورې غاړې افغانستان کې په ميشتو امريکائي او افغاني ځواکونو دبريدونو وروستو بيرته په دغه قبائيلي سيمه کې پټيږي.
امريکائي چارواکو پاکستان څخه ددغو جنگيالو په ضد څو څو ځله دعملياتو پيل کولو غوښتنه کړې ده خو پاکستان دريځ لري چې په شمالي وزيرستان کې به  عمليات خپلو ملي وسيلو ته په کتلو او دمناسب وخت په رارسيدو سره پيل کوي.
Source: Deewa radio
- زمونږخبریال
بېرته شاته