(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کراچۍ،هرات او پکتیا کی ۶۳ کسان وژل شوی

[18.Aug.2011 - 17:37]

ډیوه: په کراچئ کی د خونړي تشدد دبدامنۍ تازه پيښو کې دتيرڅلرویشت ساعتونو کی لږ ترلږه 33 کسان وژل شوي دي
دتشدد زياتره پيښېدلياري سيمه او خواؤشا کې رامينځته شوې ، په دغه سيمه کې  جرائم پيشه عناصر په ګڼ شمير کې فعاله دي.
دچارشنبی (شورو)دورځې څخه پيل شوې دوژنو دغه لړۍ په مهال نامعلومو وسله والو هم په لياري کې دواکمن پيپلز ګوند پخوانى دقومي اسمبلۍ غړى واجا احمد کريم داد هم په ډزو سره وژلى ؤ.
پوليس وائي دتشدد څخه دډکو دغو پيښو پلټنې روانې دي  خو ځينې چارواکي دا په لياري کې دفعالو مخالفو ډلو ترمينځ دمخالفت نتيجه ګرځوي.
 دسندهـ داخله وزير منظور وسان دچارشنبی (شورو) په ماښام ميډيا سره خبرو کې وويل  ځينې قوتونه او عناصر دپيپلز پارټۍ دحکومت ناکامولو هڅه کوي  خو په دې اړه يې نور وضاحت ونۀ کړو.
هغه وويل چې صوبائي حکومت په حالاتو قابو موندلو لپاره هره ممکنه هڅه کوي.
دسندهـ دپوليسو دمشر واجد دراني کراچۍ کې دوسلو زياتوالى ښار کې دامن وامان دخراب وضعيت يو ستر علت ګرځولى، کله چې ښار څخه وسله وويستل شي نو امن به راشي.
هغه وويل چې يواځې دقانون نافذونکو ادارو هڅو سره ښار څخه وسله نۀ شي پاکيدلى  او ددې مقصد لپاره  به دسياسي ګوندونو مشرانو ته مخې ته راتلل وي.
بل لوري ته دتشدد څخه دډکو پيښو دښکار شوؤ کسانو کورنيو په پوليسو او هسپتالونو په انتظاميې سخته نيوکه کړې او وئيلي يې دي چې  هغوي ته دمړو په ترلاسه کولو کې سختې ستونزې پيښې دي.
وائس اف امريکا سره خبرو کې دوژل شوؤ کسانو دکورنيو غړو وويل چې  خپل خپلوان يې دخپلو پيشه وارانه ذمه وارو ادا کولو په لړ کې دکورونو څخه بهر وتلي وؤ او څو ګينټې وروستو يې مړي دښار مختلفو سيمو څخه ترلاسه شول.
ديو کروړ او 80ؤ لکو څخه دزياتې ابادۍ لرونکي ښار کې دبدامنۍ دغه پيښې کومې نوې نۀ دي، يواځې دجولا ئي مياشت کې په سياسي ، مذهبي او لساني بنيادونو کراچۍ کې دتشدد مختلفو پيښو کې د300ؤ څخه زيات کسان وژل شوي وؤ.
دبشري حقونو تنظيم هيومن رائټس کميشن اف پاکستان دکراچۍ په وضعيت دانديښنې څرګندونه کړې او وئيلي يې دي چې  دروان کال په لمړيو اوؤ مياشتو کې د800ؤ څخه زيات کسان وژل شوي، اوس اوس خپور شوي خپل يو موقتي رپورټ کې تنظيم دتشدد دلړۍ ذمه وار دکراچۍ ستر سياسي ګوندونه ګرځولي  او په وينا يې  جرائم پيشه عناصر هم دبدامنۍ څخه ناجائزه ګټه پورته کوي.
ايچ ار سي پي وائي چې ښار کې دامن کيلي هم دسياسي ګوندونو سره ده

دپنجشنبی(زيارت)په ورځ  د افغانستان په هرات او پکتيا ولايتونو کې ترسره شوؤ بمي چاؤدنو او ځانمرگي بريد کې لږ ترلږه 24 کسان وژل شوي دي.
 په ولايت هرات کې  يو وړوکى بس دسړک په غاړه دښخ کړل شوي بم سره ټکر شو چې له امله يې دښځو او ماشومانو په شمول 21 اولسي وگړي ووژل شول.
د ځايې انتظاميې يو وياند محي الدين نوري يو بهرني خبري اژانس سره په خبرو کې وويل دغه بس داوبي اولسوالۍ او ولايتي سرښار هرات ترمينځ سفر کولو.
نوري وويل هم په دغه اولسوالۍ کې يوه بله چاؤدنه هاغه مهال ترسره شوه کله چې يو ټرک دبم سره ټکر شو چې په نتيجه کې يې   يوه ښځه ووژل شوه او اووۀ کسان ژوبل شول.
نورې وويل  چې ټول په ټوله په دغو چاؤدنو کې 23 کسان وژل شوي او اووۀ نور ژوبل شوي دي.
په هرات کې دغه پيښه په داسې حال کې رامينځته شوې چې په ختيز ولايت پکتيا کې هم په يو امريکائي اډه ترسره شوي ځانمرگي موټري بم چاؤدنه کې دوه افغان ساتونکي وژل شوي دي.
دا ئتلافي ځواکونو يو وياند په دغه اړه وئيلي دي  ځانمرگى په يو موټر کې ؤ، هغه اډې  ته د ننوتلو هڅه وکړه  خو ساتونکو هغه دغسې کولو ته پرې نۀ ښودو  چې له دې وروسته هغه په لمړۍ دروازه کې چاؤدنه وکړه.
هغه وويل چې چاؤدنه کې دوه افغان ساتونکي وژل شوي.
د پکتيا ولايتي پوليسمشر عبدالغفار سيپائي  وئيلي دي  درې اولسي وگړي، دوه ساتونکي  او يو سرحدي پوليس افسر  دپوليسو په يو نزدې مرکز کې ژوبل شوي دي.
دپکتيا ولايت سرښار گرديز کې دترسره شوي بريد مسؤليت طالب وياند ذبيح الله مجاهد په غاړه اخستى او وئيلي يې دي چې  بريد کې گڼ شمير امريکائي او افغان عسکر وژل شوي او ژوبل شوي دي.

بلخواپه کرمه ايجنسۍ کې  د تندلارو په ضد روانو عملياتو کې امنيتي ځواکونو د زيارت په ورځ شپږ جنگيالي وژلي دي.
 د مرکزي کرمې ايجنسۍ په گواکي سيمه کې دتندلارو او امنيتي ځواکونو ترمينځ رامينځته شوې نښته کې دوه پوځيان هم ژوبل شوي دي.
 په عين حال کې  دکرمې ايجنسۍ په مناتو سيمه کې دامنيتي ځواکونو په گاډي دمائن ديوې چاؤدنې له امله  پينځۀ عسکر ژوبل شوي او دهغوي گاډى په مکمله توگه تباه شوى دى.
 په کرمه ايجنسۍ کې دتيرې مياشتې څخه دتندلارو په ضد عمليات روان دي چې پکې  امنيتي چارواکو ددغه قبائيلي سيمې گڼ شمير برخې دتندلارو دڅخه دپاکولو او دلسگونو جنگيالو دوژلو ادعا کړې ده.
 بل لوري ته د فاټا ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټي ډائريکټر جنرل ارشد خان  خبريالانو ته دشورو په ورځ  وئيلي دي  کرمې ايجنسۍ ته دکډوالو دراستنيدلو عمل به د اگست د25 مې نيټې څخه پيل کيږي، پوځ په کرمه ايجنسۍ کې اووۀ کلي د تندلارو څخه پاک گرځولي دي.
هغه وويل په لمړي پړاؤ کې به خواؤشا 700 کورنۍ  دغو اوؤ کلو ته ليږلى شي  او ايف ډي ايم اى به  ددغو کډوالو دواپسۍ لپاره ويړيا ټرانسپورټ ورکوي.
 هغه وويل چې ډير زر به ټول کډوال خپلو کورونو ته ستانۀ شي.
خو دخواؤشا 21,000ؤ هاغو کورنيو قسمت چې په بره او او ښکته کرمه ايجنسۍ کې دفرقه ايزو نښتو له امله  يې خوندي سيمو ته کډې کړې وې روښانه نۀ دى، حکومت به لا دهغوي  دبيرته راوستو په اړه  کوم گامونه اخلي.
په کرمه ايجنسۍ کې  ددې راپورونو څخه وروستو چې دخيبرپښتونخوا صوبې دنورو برخو او او جنوبي وزيرستان په شمول قبائيلي سيمو څخه تندلارو   په مرکزي کرمه کې خوندي ځالې جوړي کړي پوځي عمليات پيل کړل شوي وؤ.
چارواکي باور کوي چې په کرمه ايجنسۍ کې دتندلارو دځالو دموجوديت يو ستر علت په سيمه کې موجود فرقه ايز تشدد هم دى، امنيتي چارواکي ادعا کوي چې تر دې مهاله په کرمه ايجنسۍ دتندلارو په ضد روانو عملياتو کې د200ؤ څخه زيات جنگيالي وژل شوي دي.
سرچينې وائي دمرکزي کرمې ايجنسۍ څخه دتندلارو دپاکولو وروستو به پوځ خپل پوځ کرمې ايجنسۍ سره  دپيوست قبائيلي سيمې اورکزو ايجنسۍ برني تحصيل ته گرځوي، چې دغه سيمه هم دتندلارو يو خوندي مرکز گڼلى شي.
په اورکزو ايجنسۍ کې کال 2009م کې دتندلارو په ضد پوځي عمليات پيل شوي وؤ

Source; Deewa radio

- ډیوه
بېرته شاته