(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نن بیا پښتونخوا د بی ګناه انسانانو په وینو سره شوه

[19.Aug.2011 - 15:22]
ډیوه: د خيبرايجنسۍ  په جمرود تحصيل (ولسوالئ)کې د جومات دننه  دځانمرگي بريد له امله لږتر لږه 40 کسان وژل شوي اؤ له 100ؤ څخه زيات ژوبل شوي دي
دغه ځانمرگي بريد دجمعې په ورځ په غونډۍ سيمه کې د يو جومات دننه هغه وخت وشو کله چې د جمعې د نمونځ څخه وروستو نمونځ گزار د جومات څخه وت
سيمه ايز چارواکي فضل خان په دغه بريد کې د 40ؤ کسانو د وژل کيدو پخلى کړى دى اؤ ويلي يې دي د پښې د ځايي څخه داسې نښې ترلاسه شوي دي چې ښايي دغه يو ځانمرگي بريد ؤ.
عيني شاهدانو ډيوه راډيو ته وويل د پيښې په مهال په جومات کې تر څلورو سوؤ زيات نمونځ گزار موجود وؤ.
عيني شاهدانو داهم وويل ځان وژونکي د نمونځ گزارو په مينځ کې ځان الوځولى دى.
دچاودنې لۀ امله د جومات چت وغورځيدو چې يو شمير کسان ترې لاندې گير شول.
دپيښې سره سم مرستندويه کارمندان اؤ عام خلک د غونډۍ جومات ته ورسيدل اؤ امدادي فعاليتونه يې پيل کړل.
 ژوبل کسان روغتونونو ته رسول شوي اؤ دپيښور په ټولولويو روغتونو کې بيړنى حالت پځايې کړل شوى دى.
سرچينې وايي په ژوبلو کسانو کې هم د شلو حالت سخت دى  چې لۀ دې امله دمړو په شمير کې د اضافې انديښنه ده
د پښتونخوا د اطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين وايي  په دغه بريد کې د پنځوسو کسانو د وژل کيدو اطلاعات رارسيدلي ديهغه ددغه پيښې د غندنې کولو په ترڅ کې ويلي دي  روژه په خلۀ جومات کې نمونځ ته ولاړ مسلمانان په وينو کې لمبول هيڅکله د يو مسلمان کار نۀ شي کيدلى.
ډيوه راډيو سره خبرو کې ښاغلي افتخار وويل ترهگر د اسلام اؤ انسانيت دښمنان دي چې زمونږ حجرې.جوماتونه،کورونه،بازارونه هيڅ څه ترې نۀ دي خوندي بايد ددغو وحشيانو د ملا ماتولو دپاره ټول قام په گډه مبارزه وکړي
بايد وويل شي د خيبر ايجنسۍ په جمرودتحصيل کې د جومات دننه دا دوهمه لويه ځان وژونکې حمله ده چې په شلگونو کسان پکې وژل شوي دي
لۀ دې وړاندې په مارچ کال 2009ءکې  جمرود د بگياړۍ امنيتي پوستې سره پيوست جامع جومات کې دجمعې دلمانځه په مهال ترسره شوي  يو ځانمرگي  بريد کې خواوشا سل نمونځ کونکي وژل شوي اؤ زيات شمير نور ژوبل کړى شوي وؤ.
همدغه شان په کال 2010ء د مئ مياشت کې د نيمې قبائيلي سيمې دره ادم خيل په يو جومات کې هم د ځانمرگي بريد لۀ امله 40ؤ نه زيات نمونځ گزار وژل شوي وؤ.
د پاکستان په بيلابيلو سيمو کې وخت په وخت د جوماتونو دننه دبمي چاودنو اؤ ځانمرگي بريدونو ترڅنگ د اولياء کرامو مزارونه هم په بمونو الوځول شوي چې زياتره وخت د مزارونو دننه د ځانمرگي بريدونو اؤ بمي چاودنو ذمه واري طالبان په غاړه اخلي خو تردې مهاله په جوماتونو کې د کيدونکو چاودنو اؤ ځانمرگي بريدونو پړه کومې تندروه ډلې په غاړه نۀ ده اخستې
 
په کراچۍ کېهم  د تېرو دریو ورځو روان د تشدد پېښو کې د وژل شوؤ کسانو شمېر 95 ته رسېدلې دی
د چارواکو وينا ده زیارت د شپې نه تراوسه 12 نور کسان وژل شوي دي. د گلشن اقبال او شرین جناح کالونی شېمو نه دوؤ دوؤ کسانو مړي موندل شوي دي او په لیاري ، کهارا در، او نیو کراچۍ نه د یویو مړې ترلاسه شوې دی. اوسنی د تشدد پېښې د شورو په ورځ د واکمن پیپلز گوند د پخواني غړي د واجا احمد کریم داد په لیاري کې نامعلومه کسانو لخوا د وژنې وروسته پېل شوي دي.
د سندهـ پوليسو مرستیال مشر سعود مرزا ویلي دي چې د تشدد پېښې په لياري کې د فعالو جرائم پېشه مخالفو ډلو ترمينځ جگړې وروسته پېل شوي دي. هغه وایي چې د دغه ډلی د اردو ویونکي او عام بلوچ خلک په خپلو سیمو کې وژني. نوموړي ویلي چې تراوسه یې د سلو نه زیات شکمن خلک نیولي دي
 د سندهـ داخله وزير منظور وسان دچارشنبی(شورو)په ماښام ميډيا سره خبرو کې ويلی وؤ چې ځينې قوتونه او عناصر د پيپلز پارټۍ د حکومت ناکامولو هڅه کوي  خو په دې اړه يې نور وضاحت ونۀ کړو.
هغه وويل چې صوبائي حکومت په حالاتو قابو موندلو لپاره هره ممکنه هڅه کوي.
دسندهـ دپوليسو دمشر واجد دراني کراچۍ کې دوسلو زياتوالى ښار کې دامن وامان دخراب وضعيت يو ستر علت ګرځولى، کله چې ښار څخه وسله وويستل شي نو امن به راشي.
هغه وويل چې يواځې دقانون نافذونکو ادارو هڅو سره ښار څخه وسله نۀ شي پاکيدلى  او ددې مقصد لپاره  به دسياسي ګوندونو مشرانو ته مخې ته راتلل وي.
بل لوري ته دتشدد څخه دډکو پيښو دښکار شوؤ کسانو کورنيو په پوليسو او هسپتالونو په انتظاميې سخته نيوکه کړې او وئيلي يې دي چې  هغوي ته دمړو په ترلاسه کولو کې سختې ستونزې پيښې دي.
وائس اف امريکا سره خبرو کې دوژل شوؤ کسانو دکورنيو غړو وويل چې  خپل خپلوان يې دخپلو پيشه وارانه ذمه وارو ادا کولو په لړ کې دکورونو څخه بهر وتلي وؤ او څو ګينټې وروستو يې مړي دښار مختلفو سيمو څخه ترلاسه شول.
ديو کروړ او 80ؤ لکو څخه دزياتې ابادۍ لرونکي ښار کې دبدامنۍ دغه پيښې کومې نوې نۀ دي، يواځې دجولا ئي مياشت کې په سياسي ، مذهبي او لساني بنيادونو کراچۍ کې دتشدد مختلفو پيښو کې د300ؤ څخه زيات کسان وژل شوي وؤ.
دبشري حقونو تنظيم هيومن رائټس کميشن اف پاکستان دکراچۍ په وضعيت دانديښنې څرګندونه کړې او وئيلي يې دي چې  دروان کال په لمړيو اوؤ مياشتو کې د800ؤ څخه زيات کسان وژل شوي، اوس اوس خپور شوي خپل يو موقتي رپورټ کې تنظيم دتشدد دلړۍ ذمه وار دکراچۍ ستر سياسي ګوندونه ګرځولي  او په وينا يې  جرائم پيشه عناصر هم دبدامنۍ څخه ناجائزه ګټه پورته کوي.
ايچ ار سي پي وائي چې ښار کې دامن کيلي هم دسياسي ګوندونو سره ده.
 
نن د۲۰۱۱ کال د اګست په ۱۹ مه د جمعې په ورځ په کابل کې  پرله پسې شوي بریدونو کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي دي
د چارواکو په وینا دغه بریدونه په کابل کې د برتانیه په ثقافتي مرکز یا برټش کونسل کې شوي دي
که څه هم په کابل کې د جمعې په ورځ عام رخصت وي خو 19م اگست افغانستان کې د برتانیه نه په کال 1919م کې د جگړو گتلو ورځې په توگه لمانځل کېږيکابل کې د برتانیه په ثقافتي دفترونو پېنځه بریدونه شوي دي
چارواکی وايي په دغه چاودنو او ځانمرگي بریدونو په دوران کې د درنو وسلو ډزی پېل شوی چې تر څلورو ساعتو پورې روانې ویطالبانو د دغه بریدونو مسولیت په غاړه اخستې دی.
برټش کونسل یو غیر سرکاري تنظیم دې او دا په گرده نړۍ کې نورو هېوادونو سره د برتانیه ثقافتي تعلقاتو له وده ورکوي
پولېس وایي چې وړومبی دوه چاودنې ځانمرگه بریدونه وی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وایي چې اته کسان وژل شوي او لس نور ژوبل شوي دي. په مړو کې زیات تره پولیس واله شامل دي.
پرون د زيارت په ورځ  د افغانستان په هرات او پکتيا ولايتونو کې ترسره شوؤ بمي چاؤدنو او ځانمرگي بريد کې لږ ترلږه 24 کسان وژل شوي وؤ
Source: Deewa Radio ,19.08.2011.
- زمونږخبریال
بېرته شاته