(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دمیرویس نیکه جومات خبرتیا

[24.Aug.2011 - 09:49]

دمیرویس نیکه جومات خبرتیا

http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/16429

دجرمني په مونشن ښار کې دافغانانو اسلامي مرکز د(میرویس نیکه جومات)مسؤلین د پخوانۍ خبرتیاله مخې یوځل بیامونشن مېشتو اومونشن ښارته څېرمهټولوعزتمنوخویندو او وروڼوته  په خورا درناوي سره خبر ورکوي ،چې  دراتلونکې جمعې مباره کې  په ورځ  د اګست میاشتې په شپږویشتمه نېټه دماخستن  په لسو بجو دقران عظیم الشان ختم چې دروژېمباره کې لهپیل څخه مو دښاغلي قاري اسدسلیم په مټ شروع کړی و سرته  رسیږي  هیله  من یو، چې  په دې بختور ماخستن  د میرویس نیکه جومات ته  تشریف  راوړئ تر څو له موږ  ټولو سره په  دې لوی  ثواب کې شریکان شئ .

په یاده نېټه موږ په پام کې لرو، چې  په کاناډا کې دپاک قران لوی خدمتګار ښاغلي ډاکتر صاحب  نثار احمد صمد ته  د ده داخلاص او دیني خدمت  په ویاړ یو ټوک قران عظیم الشان  هدیه کړو.

دیادولو ده، چې  ښاغلي ډاکتر صاحب  نثار احمدصمد له پاک قران څخه مسلمان امت ته  دروژې  مباره کې په ویاړ هره ورځ ښایسته قرانۍ ډالۍ وړاندې کړې دي الله پاک دې اجرونه ور په برخه کړي .

یادونــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه :

په نوموړي ماښام  دروژه ماتي بند اوبس هم شوی دلرې پرتو سیمو خویندې او وروڼه کولای شي  دماښام روژه ماتې ته ځانونه راورسوي .

هیــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــله :

موږ دنړۍ په مخ له ټولو اسلام دوستوخویندواو وروڼوڅخه  هیله کوو، چې دخپل وس په اندازه دمیرویس نیکه له جومات  سره مالي مرسته وکړي  ځکه، چې زموږ میاشتني لګښتونه او کرایه موږ ته خورا ګران پرېوزي  موږ باوري یو، چې ستاسو زکات او سر سایه به دالله پاک په درکې قبوله او دین په دنیا به ستاسو دسر سیوری وګرزي .

دمیرویس نیکه جومات بانکي شمېره په لاندې ډول ده :

Konto-Nr.: 658 357 867

BLZ: 700 202 70

تیلیفوني شمېرې :

01747170700

01795001992

پتـــــــــــــــــــــــه :

 Machtlfinger Strasse 10
80379 - München Ubahn 3
دمختل فنګ سیمه چې دمونشن ښارپه سویل کې پرته ده

دمیرویس نیکه جومات مشرتابه هیئت

- بسمل
بېرته شاته