(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دکوچني اختر د رارسیدو له امله دPSDP د مبارکئ پیغام

[29.Aug.2011 - 22:08]
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوندمشر د مشرانو جرګه او د ګوند دټولو  څانګومشران  د ورکوټی نیکمرغه اختر د رارسیدو له امله دپښتونخوا د ننه او بهر ټولو هيوادوالو ته د زړه له کومي مبارکۍ وائی
امید دی چی د اختر دا مبارکی شپی او ورځی په امن او خوشالئ سره تیری شی
اوپدی هیله چی دا ورکوټی نیکمرغه اختر زمونږ جګړه ځپلی، افت ځپلې ولس او هيواد ته د سولې ، امن او ورورولئ زیری راوړی .
په درناوی
--------------------------------------------------------------------------------------------------
---------------------------------------------------------------------------------------------------
 
 
نيټه :   ۲٩/ ۸ / ٢٠۱۱
د نيکمرغه کوچني اختر په وياړ د پکتیا کیوکېشن کان کراټې روزنېز مرکز له خوا د مبارکۍ پيغام
ګرانو هیواد والووروڼواو خويندو!
                   اسلام عليکم و رحمته الله و برکاته
د پکتیا کیوکېشن کان کراټې  روزنیز مرکز  د روژې د مبارکې مياشتې چې د نړۍ د مسلمانانو لخوا د خدای (ج) په عبادت اوپیرويکې پای ته ورسيده، د نړۍ او هيواد و وياړلي، اتل او مسلمان ولس ته د کوچني اختر د رارسيدو په وياړ مبارکي او نيکي هيلي وړاندي کوي.
د پکتیا کیوکېشن کراټې اکاډميد خپل سپيڅلي ديني او ملي ارزښتونو په پام کې لرلو سره په هېواد کې د ملي واکمني د ټنګښت، د مطمئني او رښتني سولي او د امنيت تأمينيدو هيله مند او غوښتونکي دي، او د خپل ولس تر منځ د ورورګلوی او دوستي لپاره  دعاکوي چي د اختر د مبارکو ورځو په فضيلتونو کي د مسلمانانو ترمنځ د دښمنۍ او حسادت پر ځای روغې جوړې او د دوستۍ لاسونه يو بل ته ورکول دي څو چې ټول افغانان په ګډه خپل ويجاړ او وران هيواد يو ځل بيا اباد او ودان کړي.
د پکتیا کیوکېشن کراټې ښوونېز مرکزيو ځل بيا د نړۍ ټولو مسلمانانو او په څانګړی ډولافغان ځورېدلي ولس ته د کوچني اختر مبارکي وړاندې کوي،  ټولو ته خوشاله او نيکمرغه اختر د لوی څښتن تعالي له درباره غواړي،
کوچني اختر مو مبارک
پهخوراه  درنښت،
د پکتیا کیوکېشن کان کراټې روزنیز مرکزمشر
استاد محمدالله صابري منګل           
 
 
افغان ننګ ویب پاڼه
تاسو ټولو درنو قدرمنو او ګرانو هیوادوالو وروڼو او خویندو ته د نیکمرغه کوچنی اختر درارسیدو له کبله مبارکی وایی اختر مومبارک لمنځونه تراویح او ټول عبادتونه مو د الله په سپیڅلی دربار کې مستجاب اوسه.
هیله ده چی زموږهیواد کې د رښتینی اختر وړانګی خوری شی او د هیواد په غرور غو او ګوټ ګوټ کې د سوکالی او بشپړ امنیت د تامین او ټینګښت سپیڅلی هیلی مو ترسره شی.
او یوځلی بیا زموږ هیوادوال لکه دپخوانیو ویاړلو کلونو په شان په مینه ارامی او خوښی د اختر شپی او ورځی ونمانځی هسی خوهم اوسنی اخترونه د غمونو ناخوالو او بی شمیره دربدریو اخترونه او ویرونه دی چی نه پکی رښتینی مینه او خوښی شته او نه پکی د خپلواک ازاد او سرلوړی ژوند چاپیریال.
ځکه زموږ د هیوادوالو لاسونه د نکریزو پر ځای په وینو سره او د اختر د کالیو پر ځای مو هره ورځ سپین کفنونه په نصیب دی.
خونړیو او تورمخو دوښمنانو که زموږ اخترونه په غمونو ولړل خو پوره باور او ایمان لرو چی زموږ د شهیدانو پاکی وینی او د کونډو رنډو یتیمانو تودی اوښکی به هغه څپانده او ځواکمن سیلابونه شی چی همدغه اوسمهله فرغونی لښکری او ککری به پکی لاهو شی.
ځکه ملتونه او ولسونه نه مری اخیر به سوبه او ازادی د دوی په برخه وی.
د همدغه سپیڅلو لوړو افغانی موخو د تحقق په هیله.
اجمل اکبري هالینډ
یادونه:
د ښاغلی الهام الدین قیام ښکلو شعرونو ته مو پام راګرځوم.
دابه څه اختر وي؟
دابه څه اختروي،چې ديارترڅنګه،يار نه وي
يار ديار ليدوته،ورغلی په تلوار نه وي
ټول خپلوان يوځای نه وي،خوښي نه وي،خندا نه وي
لويو وړو،نراوښځو يوځای جوړ بنډار نه وي
ډول نه وي،چمبه نه وي،سندرې او چک چک نه وي
سازپکې رباب نه وي،سورڼۍ نه وي،سه تار نه وي
تللي وي له کلي ځوانان، جنګ ته بيول شوی وي
شور نه وي ،غورزي نه وي، اتڼ ته جوړ قطار نه وي
نجونو په نکريزو،ښکلي پښې لاسونه سره نه وي
پيغلو له خوښۍ په غاړو، سورد ګلو هار نه وي
خويندې هديره کې دشهيد ورور په سر وير کوي
پروت خالي ګودروي، پکې جوړ پيغلو ميندار نه وي
هرځای دشهيد ماشومان ،وږي ،ببر سر ګرځي
ژوندکوي دپلار په هيله ،خلاص يې انتظار نه وي
نه وي چې خوښي ورسره،دا اختربه څه کوو؟
داسې له غم ډک اختر به هيڅ دچا په کار نه وي
غم مو اوس قيامه هميشه ، دخوښۍ برخه شوه
داسې خوښي نه شته چې دغم ،پکې اثار نه وي
داخترخوب
نه راغلـــــی،نه ليدلـی دی اختـــــرمــونږ
نه وهلــــــی،نه ښکنلی دی اختــــرمـــونږ
 
اختــــــرخپلـــه مـــروردی،نه رادرومــــــي
نه تړلـــی،نه شړلـــی دی اختــــــرمـــونږ
 
پوره ديرش کاله يې کيږي،راستون نه شو
نه غندلـــی،نه نمانځلـــی دی اخترمـــونږ
 
په پخـــوا وختـــوکې دی زمـونږ اشــنا وو
دامهـــال خـــو،نازولـــی دی اختـــرمونږ
 
چې جګړه وطن ته راغله،اخترورک شـــو
په بمونو ترسولـــــی دی اختــــــر مـــونږ
 
جــــګړه مـــاردې،له اختره صـــدقه شــــي
چې دجنګ په سر بايللی دی اخترمـــونږ
 
خدای دی بيارښتيـــاخوبونه کـــړي قيامـــه
چې اوس بيا،په خوب ليدلی دی اخترمونږ
 
مه راځه اختره!
مــــه راځــــه اختــره  ستــــاراتلو ته  موتلـــوار نشته
دلته اوس په مونږکې،ستاڅوک تږی دديدارنشته
هـــــــرسړی په ويراخـــــته دی،تاته ېــــې درپـــام نـه دی
ستـــاراتـــګ ترې هېردی،نوريي تاته انتظارنـشـــتـه
بيا هم که راځــــې اخـــتــره! تــش لاس دلـتــه مه راځــــه
دابـــه دچـــــا نه مــنـــې چې دلــتـــه،جنــګســـالار نشـــته
هېــــرنکــــــــړې اختره ! که راځې دســـولې خيــــــر راوړه
مـــونـږدســــولې وږي يو ،دسولې له مونږخوار نشــته
راوړه هغــــه څــــه اخـتــــره کو م چې دلته نشـــتـه نـــــــور
دلته عدالت نشته، قــــــانــون نشته، ســـــرکارنشــتــه
مــــونــږته که ته ســــــوله،عدالت اوقـــــانــون نه راوړې
نيغ ورځه غټانـــــو ته ،ولس کـــــې دې بيــــا يــارنشــته
واوره دقيـــــام اختــــــره ! دامـــــطلــب  به يــاد ســـــاتې
مــــــــــــه راځه يوازې، د يــــــوازې راتــــګ لار نشتـــه  
 
We would like to wish you and your family a very happy Eid ! Sending you warm
Wishes on this very blessed day. We hope this day brings you peace and happiness”
Thanks & Regards
i.A. Annum Ullah | Trainee
Mangal Transport & Shipping GmbH
              International Forwarders
 
Billstrasse 33, 20539 Hamburg / Germany
Visit us : www.mtsonline.de
 
قدرمنو دوستانو، روژه او دعاوې مو د پاک الله په دربار کې قبولې شه !
د افغان نامې چلوونکي تاسېته د نيکمرغه کوچنی اختر د رارسيدو مبارکی وايې.
په دې وسیله موږ د تاسو سره په ګډهد لوی څښتن (ج)دربارته د دعالاسونه  پورته کوو او وايو چي:لويه خدايه زموږه هېواد ته تلپاتې سوله راوله او لههيوادهد جنګ جګړو  توره تیاره په سپین ګهیز بدله کړه.
                                                   امين يارب العالمين
د افغان نامه داټ کام اداره
 
سلامونه او درناوی
 د نېکمرغه کوچني اختر سپېڅلې ورځې دې تاسو، ستاسو قدرمنې کورنۍ او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته مبارکې وي.
 
هيله ده چې د خپلو کورنيو او دوستانو ترڅنګ يې د سولې او خوښۍ په فضا کې ولمانځۍ.
 
  هره ورځ مو اختر او  اختر مو بختور
 
Salam,
 
EID MUBARAK! To YOU
&
Your respected family
 
May the blessings of Allah fill your life with peace, joy and prosperity
 
Tolo drano khwayndo aw wroono!
Da akhtar de da Tol-Afghanistan da khpalwakai, ghbargedalo aw nekmarghai sareeza shee  aw pa tol jahan ke de  da sole zeray shee. Dr. Zirakyar
 
http://pashtoonkhwa.com/admin/?go=news&mode=edit&id=1552
بســـــــــــم الله الرحمن الر حیم
د کوچني  اختردرارسیدو په ویاړد ډیورنډ جــرګی د عالي شورا د مبارکی پیغام
درنو، مسلمانو، متدینو او پتمنو  وطنوالو اسلام وعلیکم  ورحمه الله و برکاته !
اجازه راکړی  د خپل ځان لخوا او د ډیورنډ د عالي شورا د جرګې لخوا د کوچني اختر  د را رسیدو په ویاړ تاسېاو ستاسی درنی کورنیته د زړه له کومې مبارکي درکړم.
د الله تعالی له درباره تاسې ته د اختر د مبارکو ورځو په برکت د خوښی او خوشحالی وختونه هیلهاوپیرزوینیکوم او دالله تعالی له درباره غوښتنه کوم چې تاسې په خپل اما ن کې  ولري او د مشکلاتو څخه لیرې اوسی.
الله تعالی دې ستاسې عبادات او طاعا ت په خپل درګاه کې قبول اوزمونږ او ستاسی دطاعاتو اوعباداتوپه برکت دې ټولو هغه خیر خواه وطنوالو ته لابــریاوی په نصیب کړي چې د وطن د تراژیدی او ددې کشالی د لنډولو لپاره  ريښتینی هلې ځلی کوي.
الله تعالی دې ددې مقدسو او پربرکتو ورځو او عباداتو په برکت افغانستان او زمونږ مظلوم خلک ددې تراژیدی څخه وباسی او یو مستقل، بشپړ، کامل او سوکاله افغانستان په خپلو پښو ودروي او منځ ته راولي.
 الله تعالی دی د افغانانو  یووالې،  نیک تفاهم او سرفرازی نصیب او دا ملت دې آرامه، سوکاله  او په خپل آمان کې ولري او ددوی رنځونو او کړاو ته د پایان ټکی کیږدي.
الله تعالی دی  ددې وطن هر وطنوال ورځ اختر او شپه برات کړي.
                                                                   امین یارب العالمین
د ډیورنډ د جرګـې دعالي شورا په نمایند ګی 
 ډاکتـــــــــــــر  ســـــــید ذاکر شاه سـا دا ت
لـــند ن – انــگلســــتـــــــان۲۹/۰۸/۲۰۱۱
 
اختر مو مبارک سه
 اخترمومبارکسه ،دروژې دمبارکي میاشتي عبادتونه موقبول سه که مو کړي وي
دخوښیو ډک اختر درته غواړم.
محمود نظری
 
اخترمو مبارک شه
 
زه او زمونږ کورنۍ دکوچني مبارک اختردرارسيدو له کبله تاسو اوستاسودرنې کورنۍ ته دزړه له کومې مبارکي وايو٠خدای دی وکړي چې پدی مبارکه ورځ دهيواددکړيدلي ولس دسولې اوملي پخلاينی دعا قبوله اوزمونږ دهيوادله پاکې لمنې دجګړی اور مړاو ولسونه ئې بيرته سره پخلاشي
ومن الله التوفيق

الحاج الهام الدين قيام

د اوکراین جمهوریت د ادیسی په ښار کی د ‎( ادیسی ادبی ټولنی ) ځوانان د کوچنی اختر په رارسیدو د افغانستان ټولو مظلومو ، محکومو او زوریدلی اولس او په بهرنیو هیوادونو کی مسافرو افغانانو ته مبارکی وایو، اختر د ټولو مبارک شه .

خدای د وکړی چی دا اختر د افغان اولس د پاره په نیک فال تمام شی او لوی افغانستان د امن ، یوالی او خوشحاله نیکمرغه اخترونو هیواد وګرځی .

د ( ادیسی ادبی ټولنی)د مشرتابه له خوا

دمبارکۍ پيغام      
دنېک مرغه کوچني اختردرارسېدوله امله دلویې پکتيافرهنګي اوخپرندويه ټولنې مشرتابه اوټول غړي دنړۍ ټولومسلمانانوته په ځانګړي ډول افغان ولس ته که هغه دکوردننه اودباندې ژوندکوي دزړه له کومې مبارکي وايي خالق دې وکړي چې شونډې مودخنداغوټۍ سپړلې وي اوپراننګومودشفق سرخي خوره وي درنوهېوادوالواخترونه په اسلام کې دمسلمانانولپاره ځانګړې ورځې دي چې په ټوله نړۍ کې مسلمانان دعبادت ترڅنګ ځانګړي سيمه ايزدودونه ترسره کوي ريښتيا چې دغه ورځې په اسلام کې دمينې ،ورورولۍاودزړونوديوځای والي لامل کيږي اوټول مسلمانان خپلو وروڼوته يوبل سره دغاړه غړۍ په ورکولوخدای(ج) ته لاسونولپه کوي اومسلمان امت ته دخيراوښېګڼې غوښتنه کوي. زړه ته راتېروهېوادوالودلويې پکتيافرهنګي اوخپرندويه ټولنې د تېريوکال په موده کې دبيان دازادۍ دګټلو،دسولې اوملي يووالي دټينګښت لپاره دژوندپه لويه سحراکې نه ستړې کيدونکې مزلونه کړي دي اوپه دې لاره کې به دتېرپه شان هيڅ کله هم دستړيا احساس ونه کړي اوپه دې سپېڅلې لاره کې به په ټول توان سره پرمخ درومو.                                                                                                       
ددغې ټولنې ټول غړي په افغانستان کې دښکېلوغاړو غوښتنه کوي چې دنيکمرغه کوچني اختردرارسېدوپه درناوي دوياړونودلوی ټاټوبي څخه دجنګ ټغرټول کړي اوافغان ولس ته ديوه سوکاله ژوند زمينه برابره کړي په پای کې بياهم ټولو هېوادوالوته دنيکمرغه کوچني اخترمبارکي اودلوی خدای (ج) څخه دنړۍ ټولومسلمانانوته دسرلوړۍ غوښتنه کوو.                                                      
په درنښت اومينه
دلویې پکتيا فرهنګي اوخپرندويه ټولنې اداره
 
ډیرو قدرمنو اختر مومبارک شه،پاک الله(ج) دې زموږ او تاسو لمونځونه وعبادتونه ومني،او وطن ته مو کراري رولي او په زړونوکي مو ارامي راولي،او په ږوندکې ازادي راکړي ، او په هیوادکې آبادي راکړي امین یا رب العالمین
 
               اخربه اخترشي
 
سپیڅلې وینې دپښتون څـوچې رګـونوکې وي
دوطـن میـنه انـګازې یې پـه غـوږونوکې وي
 
که څلورخوایې په نړۍ کې اخترونه جوړشي
غـمجن اخـتریې دهـیواد دزړه داغـونوکې وي
 
که ستا اخـتروي په هالینډ زما لیبیاکې وروره
چې وطن نـه وي څه مزه به اخترونوکې وي
 
مـه خـفـه کـیږه دانـاخـوالې بـه اخـر ختمیږي
لال وګوهرترسیلو ورسته په خوړونوکې وي
 
دوطن بوټي علی خان چې په وینو رنګ شي
دجـنـت سـره ګـلان پـه سپیـنوکـفـنونوکې وي
 
مه راځه اختــــــــــره
مــــه راځــــه اختــره ستــــا راتلو ته مو تلـــوار نشــته
 دلته اوس پـه مونـږ کې ستا څــوک تـږۍ د ديدار نشــته
مونږه یو ډوب شوی خپل غــمونو کی بل کار نشتـــــه
او مه راځه اختــــــره ستـــــا لیــــد و تم انتظا ر نــشته
اوخــــدایـاپه ریښتینییـو افغــان یـم چــــــاتـه و ژاړم؟
او څــــیری می ګریوان دی او څپـــیړی می خوړلي دي
 تا ته می زاری دي چی قبول می کړه دعا پخپل حکمت سـره
 تیر وختــونهبیــا کړه،راتــه یـواصیلافغــان و زیـږوہ
 بیـایـوبلاحمــــد باتــوریـا میـــــرویسخـان و زیـږ وہ
 چې ننـګ پروطن و کـړي،داسې ځـــوان و زیـږ وہ
 یـا خــو اکبـــــــرخـان یـا ایـــــــوب خـان و زیـږ وہ
یا ربـــه پید ا کـــړی مــــلالی او ناهـــــــیده مونږ تــــه
 پورته چیبیـــــرغ د آزادۍ کـــړيپه رپاندزمـونـږه
 داسې یـو قا عــــــــدامـان الله یا  داٶدخان و زیږ وہ
 چې جـــوړه کــړي انـګـريـز تـه غــزا ګانی نوۍ، نوي
 داسېملا تړلی لوی غــازې مـېـرزمـان خان و زیـږ وہ
 چې ســراو مـال قــربـان کــړي لـه وطنـهپه ریشتینی
 چې مېنـه د وطن کـړي په رښتیا یو نرافغـان و زیـږ وہ
 ټپــې د آزادۍدکــړي راپــوړتــــه پــه خیــالــونــوکی
 راشـهملالی ته پـه شعــرنـــو کې طــوفــان و زیـږ وہ
 بیـا یـو بـــاچــاخـان یـاغیرتی بلصمــدخـان و زیـږ وہ
 بیـایـو خوشحــــال خـان یـا اکبـــــــــــرخـان و زیـږ وہ
 بیـامیلــــــــوی با بابـــس احمــــــدخـان و زیـږ وہ
لنــــــــد ن ښـــــار۲۸/۲۹ آګست  ۲۰۱۱(ســـــادات) 
 
 
- PSDP
بېرته شاته