(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

وزیرستان ادبي کلتوري مرکه

[05.Sep.2011 - 19:02]
بکاخېل سرای اېف آر بنو                           
 
            
                   
                    
اړیکې
 
                                              0333  973 6090
                                             0928   62  20 90
                                            0336 41   00000
اغراض او مقاصد
 
!  د   وزیرستان  ادبي  زیارونه را مخته کول         
                                !وزیرستان د ادبي او کلتوري پنګې ژغورنه
! د وزیرستان فولکلوري ادب ته پاملرنه کول                                   
! وزیرستان نړئ ته پخپل اصل شکل کښې    
 ور پېژل
! د وزیرستان ليکلو لوستلو ځلمو کښې سیاسي   
او ولسي شعور رابیدارول
!   د وزیرستان اقتصادي حالت په ګوته کول         
!  د وزیرستان سیاحتي مرکزونو ته د نړئ مخ ور اړول
!   د وزیرستان ځلمي په قلم ښائسته کول                 
­­­­­­­­­­­­­­­ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
تګلاره
!  ـــــ د پورتنو اغراضو او مقاصدو د ترلاسه کولو د پاره
نړېوالو کانفرنسونو اهتمام کول
 
!   ـــــ  د وزیرستان د فخر وړ شخصیاتونو  د یادونې اهتمام کول
! ــــ  د وزیرستان  د بې  وسه ولسي شاعرانو کلامونه چاپ کول
 
! ــــــ  د یوې  ادبي  او کلتوري مجلې خورول
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
وروڼو!
وزیرستان چې نن د کوم حالاتو نه تېرېږي ، هغه اړتیا دې ته لري  چې د دې خاورې که شاعر دی یا اديب ، عالم دی یا امي ، استا‌ذ دی یا طالبعلم ، ملا دی یا چڼی ، صحافي دی یا وکیل ، ملک دی یا معتبر،ډاکټر دی یاانجنیر،باید چې هر وګړی پکښې  خپل کردار په صحيح توګه ولوبوي ـ د ٫٫وزیرستان  ادبي کلتوري مرکه٬٬قیام هم د دغه لړئ یو کړئ ده ـ  مونـږ به د خپلو مقصدونو د تر لاسه کولو د پاره پورته ذکر شوو ټو لو طبقو ته ځان رسوو، او د خپلې کړنلارې د اسانولو  په غرض به د دوي نه د مالي او ځاني مرستې د اخستلو پوره پوره هڅه کوو ـ هیله لرو چې مونـږ سره به د سیمې هر با شعوره کس ملا وتړي، چې هم د دوي په مټ مونږ خپل دغه مقصدونه تر لاسه کولی شوـ
 
د باقاعده غړي توب اعلان به بیا
ولې ډېر زر د رسنیو له لارې کوو
»»»»»»»»()«««««««««   
 
          
- ګوهروزیر
بېرته شاته