(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ږوب :داخترپه مناسبت مشاعره جوړه شوه

[05.Sep.2011 - 19:12]
  رفيع الله مندوخېل
           په ږوب کي دخراسان ادبي کاروان له خواداخترپه مناسبت يوه پرتمينه اورنګينه پښتومشاعره وسوه، چي په کي دسيمې په لسګونه شاعرانو، ليکوالانواودادب مينه والوګډون درلود.
مشاعره ماځيګرڅلوربجې پیل سوه اودماښام تراووبجويې دوام درلود.
دږوب په آفيسرزکلب کي جوړه سوې ددغې مشاعرې  چي دوسې باران هم ورېده ،مشري دخراسان ادبي کاروان دصدرمحمدطاهرخوږمن هوتک پرغاړه وه .  اودسټېج چارې مسرورموسی خېل اوستوري شېراني پرمخ بيولې .
دمشاعرې پيل سردارخان د قرآن دڅوسپيڅلوآياتونوپه تلاوت سره وکړ.
له پيل وروسته  دعوامي نېشنل ګونددمشراودبلوچستان قومې جرګې د غړي ارواښادملک شېخ محمديارخان مندوخېل روح ته دعاوسوه . 
بياپه وارسره مسرورموسی خېل، عطا‌ؤالرحمن سيال، ګران ولات، ستوري شېراني، سمسورشېراني، اخلاص خاصک، عبدالمالک منتظر، اخترنیازمن، غورځنګ ناصر، روئيدادملنګيار، آغېزساپي ، عبدالرؤف ولېوال، عبدالمجيدعابد ، شاکر، بهارناصر، محمدحسېن هنرمل، عنايت وفا، عبدالرحمن تمثيل، نسيم ګل نسيم مندوخېل، بارکوال مياخېل، بشرمل ناصر، محمدايوب انجم اومحمدطاهرخوږمن هوتک خپل خواږه شعرونه مينه والوته واورول .
د غونډی په ترڅ کي  بارکوال مياخېل، بشرمل ناصر،  نسيم ګل نسيم مندوخېل اومحمدطاهرخوږمن هوتک د ارواښاد ملک شېخ محمديارخان مندوخېل داولس اوپه تېره بيا دپښتنولپاره پربې شمېره خدمتونوڅولنډې خبرې وکړې اودده مړينه يې دسيمې دخلګولپاره يوه ستره ضايع وبلله . اوپرځوانانويې ږغ وکړ، چي دارواښادپرپله پل کښېږدي، اوده هغه مبارزې ته دوام ورکړي  .
ويناوالوزياته کړه چي شاعران،اديبان اوفرهنګيان د ټولنې دکلتور اوفرهنګ ارزښتونه نړيوالوته ورپېژني . شاعرداولس ترجمان اودتمدن اوپرمختګ سمبول دی .
 ددې ډول غونډوله برکته اوس دپښتوژبې اوادب په برخه کي ډېرزيات پرمختګونه سوي دي . دساينس اوټيکنالوژي په دې عصرکي تنکي ځوانان بايدنوره هم هڅه وکړي، اودپښتوژبې چوپړته لستوڼي راونغاړي .
په پاي کي مسرورموسی خېل له ټولوراغليواوښاغليوڅخه مننه وکړه .
په وطن کي دسولې اوکرارۍ په هيله دغه مشاعره تياره ماښام پاي ته ورسېده .                                
 
              [email protected]
Rafiullah Mandokhail
Cell # +92-300-3937628
 
- مندوخېل،
بېرته شاته