(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دير:د وژل شوؤ کسانو شمېره 30ؤ ته رسېدلې

[16.Sep.2011 - 11:21]
ډیوه: د پښتونخوا په کوزدير سيمه کې ديو حکومت پلوه قبائيلي مشر دجنازې په مهال ترسره شوي ځانمرگي بريد کې د وژل شوؤ کسانو شمېره 30ؤ ته رسېدلې ده.
په دغه برید کې گڼ شمير نور کسان ژوبل شوي دي.
دغه پيښه دزيارت په ماسپښين دکوز دير دجندول سيمې په سدبرگ علاقه کې رامينځته شوې ده.
دسيمې څخه سرچينو ډيوه ريډيو ته وويل دغلته ديو حکومت پلوه قبائيلي مشر بخت سلطان دجنازې نمونځ ادا کولى شو چې په دغه مهال يو تن  ځانمرگي دجنازې دنمونځ گزارو په مينځ کې خپل ځان والوځولو.
عيني شاهدان وائي دچاؤدنې سره سم دخلکو غوښې په هوا کې والوتې او گڼ شمير کسان مړۀ او ژوبل شول.
سرچينې وائي په پيښه کې د شلو کسانو دوژل کيدو تصديق شوى او په لسگونو نور ژوبل دي چې له دې امله دمړو په شمير کې داضافې انديښنه ښودل کيږي.
کوز دير دخيبرپښتونخوا دناقلارې سيمې سوات او دقبائيلي سيمې باجوړ ايجنسۍ سره گډې پولي لري او دغلته تندروه جنگيالي زيات فعاله دي.
په تيرو وختونو کې دغلته امنيتي ځواکونو دتندلارو په ضد عمليات هم ترسره کړي وؤ خو دسيمه ييزو خلکو له لوري دامنيتي ځواکونو په ملاتړ دامن لښکرو جوړولو وروستو دير سيمه يو څه دتندلارو دفعاليتونو څخه پاکه شوې وه
 
بلخوا د افغانستان دکورنيو چارو وزارت  د شورو په ورځ اعلان وکړو چې مقامي ځواکونو ټول تندلاري وژلي، دغه اعلان پايتخت کابل کې  په گڼو مهمو هدفونو دطالبانو ديو منظم بريد دپيل کيدو څخه 20 ساعته وروسته وشو.
چارواکو ویلی چې په دغه بريدونو کې د دريوؤ پولیس والو په گډون  لږ ترلږه 14 کسان وژل شوي او د20ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي دي ددغه بريد پړه طالبانو په اړه اخستې.
گمان کيږي چې په کال 2001ء کې افغانستان کې دامريکا په مشرۍ پيل شوې جگړې څخه راپديخوا کابل کې ترسره شوې دغه تر ټولو داوږد وخت جگړه وه.
 د نهې په ورځ په ځانمرگي جيکټونو او درنو وسلو سمبالو جنگيالو دنيټو هيډکوارټرز، امريکائي سفارت خانه، دافغانستان داستخباراتي شبکې دفترونه او نورې ودانۍ په نخښه کړې وې.
 دبين المللي ځواکونو يو وياند وئيلي بريد کې يوولس افغان وگړي وژل شوي او دنيټو شپږ پوځيان هم ژوبل شوي.
دافغانستان دکورنيو چارو دوزارت وينا ده دطالبانو بريد کې لږ ترلږه درې پوليس عسکر هم وژل شوي.
 دبريد په مهال  شپږو تندلارو دکابل  دزياتې حساسې  سيمې په غاړه يوې جوړيدونکې ودانۍ ته ننوتلي وؤ او ددغه ودانۍ  دبرنو منزلونو څخه يې  امريکائي سفارت خانه او دنيټوهيډکوارټرز په نخښه کړل، په سيمه کې گڼ شمير چاؤدنې هم شوې وې.
 دنهې تر شپې پورې دنيټو هيلي کاپټر ددغه جوړيدونکې ودانۍ څخه چاپيره چکرې لگولې  او افغان پوځيان ودانۍ ته ننوتل او ژوندي بچ شوي يو يا دوه جنگيالي يې ووژل.
دنيټو او امريکائي سفارت خانې وينا ده بريد کې دهغوي کوم مامور ژوبل شوى نۀ دى.
په واشنگټن کې دسي ائي اى ډائريکټر ډيوډ پيټرياس امريکائي قانون جوړونکو ته وويل  چې يو راکټ په امريکائي سفارت خانه لگيدلى  چې په نتيجه کې يې دامريکائي ويزو لپاره انتظار کوونکي څلور  افغانان ژوبل شوي.
 افغان صدر حامد کرزي ددغه بريد غندنه کړې او  دبريد په ضد يې دافغان عسکرو چټک عمليات ستائيلي، هغه وائي چې ددغه رقم عملونه به په افغانستان کې دامنيت منتقلي ونۀ دروي ، بلکې دې سره به  دخپلو چارو پخپلو لاسونو کې داخستو په اړه دافغانانو په اراده کې نور پخلى هم راځي.
- ډیوه
بېرته شاته