(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د امن سيمينار، دکتاب مخکتنه اومشاعره

[01.Oct.2011 - 11:08]
        دږوب دادبي اوکلتوري تنظيم دګلوڅانګهله خواژړوي مي هغه تللي تللي خلګپه نامه د تاريخي کتاب چي د زرټوکه په شمېرتازه له چاپه راوتلی دی، دمخکتنې دستوره په بي اېنډآرمېلمستون کي ترسره سوه .
دغه پرتمينه اورنګينه غونډه پردووبرخووېشلې وه، په لومړی برخه کي د امن،پښتنوته ورپېښې ستونزې اودحل لارې ترسرليک لاندې مقالې وړاندې سوې. چي صدارت يې پروفېسرسيال کاکړوکړاومشرمېلمه کمشنرږوب ډويژن ميراختياربنګلزی وو. له دوي سره پردريځ ياسټېج ډپټي کمشنرږوب حامدالکريم، پخوانی سپيکرجمال شاه کاکړ، ډپټي کمشنرشېراني محمدطارق، عمرګل عسکر،پروفېسرنظرمحمدپانېزی، اې ډي سي تاج محمدحريفال، اې سي سهيل هاشمي، تحصيلدارعابدحسېن اوبرملاخان برمول هم ناست وو. دسټېج چارې تکړه شاعراودخراسان ادبي کاروان ږوب مشرمحمدطاهرهوتک ترسره کولې . په دغه پرتمينه غونډه کي د ږوب په شمول دلراوبرپښتونخواګڼ شمېرليکوالان،فرهنګيان اودادب مينه والو برخه درلوده .
غونډه سهارلس بجې دقرآن کريم دڅوسپېڅلوآياتونوپه تلاوت سره پيل سوه . بيادمقالولړئ پيل سوه .
ډاکټرلياقت تابان، ډاکټرنصيب الله سيماب، پروفېسرسيال کاکړ، عمرګل عسکر، مهرالله خپلواک، پروفېسرنظرمحمدپانېزي، برملاخان برمول، بارکوال مياخېل، جمال ترکي اوحافظ رحمت نيازي په خپلومقالوکي پښتنوته پرورپېښوستونزورڼاواچوله . اوزياته يې کړه، چي داوخت پښتانه دنړۍ په ګوټ ګوټ کي له ډېروناخوالوسره مخ دي . اودژوندپه ډېروسختوشرايطوکي شپې تېروي . هرځاي چي مري پښتانه دي، په زرګونه تورسرې کونډې اوماشومان يتيمان سو. په وطن کي دبارودوتورلوګي اودناامنۍ اورځې خورې دي .
پښتانه په بېلابېلونومونووېشل سوي اووژل کېږي . کله داسلام اوجهادپه نامه اوکله هم دطالب اوترهګرپه نامه نن پښتانه له ډېري بدي ورځي مخ اودجنګ کندي ته ورغورځول سوي دي. اودااورنن دهغه چالمنې ته هم رسېدلی دی چاچي دپښتانه اوافغان په کوراووطن کي بل کړی وو.
ددې ټولولامل دپښتانه بې سوادي، ناپوهي اودسرنوښت نشتوالی دی . په کومه ټولنه کي چي عدل اوانصاف نه وي، امن له مينځه ځي . اوداوخت نه يوازي پښتانه بلکي ټوله نړۍ امن ته اړتيا لري .
پښتون تربل هرچاريښتنئ مسلمان اوپرخپله عقيده کلک ولاړ دی . پښتون افغان پروطن، خاوره، ژبه ، کلتوراودين مئين اودامن اوپرمختګ لېوال دی .
په نړۍ کي خوروورو، دانه دانه پښتنوراسئ، چي زړونه سره يواولاسونه سره ورکړو، داجوړسويوټپوله مرهم پيداکړو اودسولي، کرارۍ اوپرمختګ يون پيل کړو.
دغونډې مشرمېلمه چي مورنی ژبه يې بلوڅي وه، په پښتوخپله ويناوکړه، په پيل کي يې سنګريارخروټي ته په کتاب چاپولواوسيميناجوړولومبارکي ووئيله اوزياته يې کړه، چي پښتانه زرکلن لرغونی تاريخ لري، پښتانه پرسوله اوکراري مئين دي . خونن له ډېروکړاوونوسره مخ دي .
نوموړي پرليکوالانواوشاعرانوږغ وکړ، چي دوي نه يوازي پښتنوته دورپېښوستونزويادونه وکړي بلکې دخپل قلم په واسطه دي دستونزودهواري اوحل لارهم روښانه کړي . متاسفانه چي ليکوالان يوازي داولس زخمونه سپړي خودمرهم چاره يې نه کوي .
مونږټول بايدوران وطن جوړاوناامني له مينځه يوسو.
پخواني سپيکرجمال کاکړاوډپټي کمشنرحامدالکريم هم ده ته ورته ويناوکړه، سنګريارخروټي ته يې توده مبارکي ورکړه، اودداسي سيمينارونواوغونډوجوړول يې زښت ارزښتناک وبلل .
 دغونډې دوهمه برخه دارواښادملک شېخ محمديارخان مندوخېل په يادکي پښتومشاعرې ته ځانګړې سوې وه . چي صدارت يې نصيب الله سيماب  وکړاومشرمېلمه ايالتي وزيرانجنيرزمرک اڅکزی وو . دسټېج چاري بياهم دمحمدطاهرهوتک پرغاړه وې .
رحمت زلمي، اخلاص خاصک، عطاؤالرحمن سيال، هنرمل کاکړ، سخي مرجان حريفال، يعقوب سنګريار، غورځنګ ناصر، مطيع الله تابان،  اخترنيازمن، لايق زمان لايق، حسېن عالم حسېن، حبيب الرحمن حبيب، بهارناصر، اغېزساپي، برملاخان برمول اوطاهرهوتک په وارسره خپل شعرونه مينه والوته واورول .
دغونډي مشرمېلمه  دمشاعرې په جريان کي دکتاب مخکتنه وکړه، پرمېلمنواوکوربنويې کتابونه ووېشل . غونډي ته دوينا پرمهال ښاغلي اڅکزي دپښتنوپه يوه اوبل نامه وژل په کلکوټکووغندل اوزياته يې کړه چي په لراوبرپښتونخواکي دناامنۍ ټغرخور، کورونه، مکتبونه اوجوماتونه وران دي . پښتانه په هر ځاي کي دژوندډېري ترخې ورځې شپې تېروي . ترڅوچي پښتانه سره يونه سي اودپاچاخان پرلارښوونوعمل ونه کړي  . په وطن کي دسولي اوکرارۍ راتګ ناشونی برېښي  . اوداوخت مونږترټولوزياته اړتياسولې ته لرو . اوداموهم يوازنۍ آرزواوتمناده .
دغونډي  په پاي کي کوربه سنګريارخروټي له ټولومېلمنوزښته زياته مننه وکړه  .
                                                                                                          رفيع الله مندوخېل، ږوب
Cell # 0092-300-3937628                                                                                                      
[email protected]
 
یادونه:دنورو انځورونو د لیدلو لپاره دی ځای ته ټک ورکړئ
 
- مندوخیل
بېرته شاته