(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د مرحوم حبيب الرحمان ننګ د جنازې اوفاتحې خبرتیا

[05.Oct.2011 - 21:57]
04.10.2011
د لوی او بښونکي خدای په نامه
محترمه بلقيس ننګ مېرمن، اسد ننګ، شمس ننګ، خليل ننګ، مجيب ننګ، اجمل ننګ ځامن ـ ليلا ضامني، هما ننګ، نرګس ننګ لوڼي ـ اسماعيل ضامني زوم، نادره ننګ، محبوبه ننګ، ماري ننګ، آمينه ننګ، ميلور ننګ نګورانې ـ فواد ننګ وراره، وحيد ګلاب، ميرويس ګلاب خوريان په ډېر خفګان سره خپلو دوستانو ته خبر ورکوي، چي د دوی مشر حبيب الرحمان ننګ «داؤدزی» د پکتيا او ننګرهار د مجلو پخوانی مسؤل مدير د 2011 کال د اکتوبر د مياشتې په دويمه د يکشنبې په ورځ په حق ورسېدی.

انا لله وإنا إليه راجعون

د مرحوم حبيب الرحمان ننګ د جنازې لمونځ او خاورو ته د سپارلو مراسم د چهارشنبې په ورځ د اکتوبر په 5 مه نېټه د ورځي په 11:30 بجو د المان د بوخوم ښار د مسلمانانو په هديره کي تر سره کيږي. د ښځو او نارينه وو فاتحه په همدغه ورځ د بوخوم د ښار د خالد بن وليد په جومات کي له 2 څخه تر 4 بجو پوري اخستل کيږي.
خليل الله ننګ

  دهديره پته
Hauptfriedhof – Freigrafendamm
Feldmark Strasse ( Bushaltestelle Schiefelde Brücke)
44803 Bochum

دجومات پته
Khaled Moschee
Querenburgerstr 65 ( Ecke Wasserstr und Unistrasse)
44789 Bochum

Tel. 
0171 8238137
01786997813
 
 

د ارواښاد ننګ "داودزي" د مړينۍ په مناسبت د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د خواشينی پيغام

نيټه: ٤-١٠-٢٠١١ /١٢-٧-١٣٩٠
کابل - افغانستان
په ډېري خواشينی سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هېواد د مطبوعاتو يو سابقه لرونکي، ليکوال او فرهنګي شخصيت ښاغلي حبيب الرحمن ننګ "داودزي" د هېواد څخه دباندي په کډوالي ژوند کې د آلمان د بوخوم په ښار کې د دي فاني نړي څخه سترګي د ابد دپاره پټي کړي.
انالله و انا اليه راجعون
 
ارواښاد ننګ "داودزي" چې د هېواد په چاپي خپرونو کې د مسؤل چلونکي او د اطلاعاتو او کلتور وزارت په مختلفو څانګو کې د آمر او کارکوونکي په صفت هېواد ته راز راز فرهنګي خدمتونه تر سره کړي چې په افغانستان کې د ډيموکراسۍ د لسيزي د چاپي خپرونو په بهير کې په ښه توګه ونډه ترسره کړي وه.
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه د ارواښاد ننګ "داودزي" مړينه يوه فرهنګي ضايعه بولي، د ټولني مشرتابه او ټول غړي په دغه ماتم کې د دوي د درني کورني سره ځان شريک ګڼي.
د لوي خداي (ج) د دربار څخه ارواښاد ته جنت الفردوس او د درني کورني و ټولو غړو ته ېي د تسليت مراتب وړاندي کوي او دوي ته د جميل صبر او زغم هيله مند دي.
 
روح دي ښاد وي
 
غرزي خواخوږی
د ټولني مشر

 

- خالد صابر
بېرته شاته