(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

امريکا دحقاني ډلې سره ليدنه کړې

[05.Oct.2011 - 22:47]
رپورټ : امريکائي چارواکو په خفيه توگه حقاني ډلې سره ليدنه کړې

04.10.2011ډیوه: افغان صدر حامد کرزي وئيلي دي د هند اود هغه دهيواد ترمينځ د ترسره شوي تړون څخه د کابل او اسلام اباد اړيکو ته کومه خطره نۀ نشته.
 
دچارشنبی (شورو)په ورځ  په نوي ډيلي کې يوې دستورې ته دوينا په مهال صدر حامد کرزي وويل پاکستان د دوي  ورور دى او هند یې ښۀ ملگرى دى، دوي چې خپل ملگري سره کوم تړون وکړو د هغې سره به د دوي ورور نۀ اغيزمن کيږي.
هغه وويل  د افغانستان او هند ترمينځ ترسره شوى د اسټريټجک حصه دارۍ  تړون دچا په ضد نۀ بلکې ددې مقصد دافغانستان ښۀ والى دى.
صدر کرزي او هندي وزيراعظم  من موهن سنگهـ دسلامتۍ او اقتصادي څانگو کې  دمرستې په شمول په گڼ اړخيزه تړون  دنهې په ورځ  په نوي ډيلي کې لاسليکونه کړي وؤ.
صدر حامد کرزي ټينگار وکړو چې  پخپل جگړه ځپلي هيواد کې  دامن راوستو په اړه   دهڅو پام اوس پاکستان سره خبرو اترو ته اړولى شي.
هغه زياته کړه  خو  اسلام اباد سره ددغو تماسونو  نتيجه د بدقسمتۍ نه هاغه شان نۀ ده ترلاسه شوې څنگه چې يې دوي غواړي.
 
د څېړونکو په فکر  په اوسنو ورځو کې افغانستان او امريکا سره اړيکو کې دتاؤتريخوالي او اوس نوي ډيلي کې  دترسره شوي دغه تړون څخه وروستو پاکستان په سيمه کې خپل ځان يواځې محسوسولى شي او داسټريټجک حصه دارۍ تړون په ظاهره افغانستان کې دهند دمخ په زياتيدونکي اثرورسوخ خبردارى ورکوي.
امريکائي ورځپاڼې وال سټريټ جرنل  د شورو په ورځ پخپل يو رپورټ کې وئيلي دي  امريکائي چارواکو د روان اوړي په موسم کې  د القاعده سره تړلې تندرويه ډلې حقاني نيټ ورک سره  ليدنه کړې وه او ددغه ليدنې مقصد دجگړې ختمولو په اړه  دخبرواترو هڅه کول وؤ.
 
امريکائي چارواکي وائي تيره مياشت په کابل کې په امريکائي سفارت خانه او دنيټو په هيډ کوارټرز ترسره شوي د20 ؤ ساعتو بريد کې  حقاني نيټ ورک لاس لري.
امريکائي چارواکي وائي  په اوړي کې  د امريکائي چارواکو او حقاني داستازو ترمينځ يوه ليدنه شوې وه.
 
ددغه ليدنې انتظام دپاکستان استخباراتي شبکې ائي ايس ائي  کړى ؤ، چې ددې څخه  دامريکائي چارواکو دهاغو شکونو پخلى هم کيږي چې وائي دپاکستان استخباراتي شبکه  حقاني نيټ ورک سره تماسونه لري.
دغه ليدنه هاغه مهال ترسره شوې وه چې  دحقاني دډلې جنگيالو  په کابل او خواؤشا کې بريدونه سيوا کړل ، خو دغه بريدونه  د ستمبر په 13مه نيټه  په امريکائي سفارت خانه کابل کې دترسره شوي بريد څخه وړاندې ترسره شوي وؤ
 خارجه محکمې  په سم لاسي توگه  حقاني ډلې سره  ددغه ليدنې په اړه  تبصره نۀ ده کړې.
 
امريکائي  چارواکو په دغه  ليدنه کې  دبرخه اخستونکو کسانو پيژندگلو نۀ ده کړې، خو پاکستاني چارواکي وائي  دتندلارو استازيتوب دسراج الدين حقاني يو ورور کولو.
سراج حقاني د برتانوي خبرې ادارې سره د گل په ورځ په يوه مرکه کې وئيلي وؤ چې نۀ يواځې پاکستان بلکې  نورو اسلامي هيوادونو او د امريکا په شمول بهرملکي هيوادونو دوي سره تماسونه نيولي او اوس هم دغسې کوي.
امريکائي چارواکو په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دتندلارو دخوندي ځالو په ضد  په کارروايۍ نۀ کولو په پاکستان نيوکې کړي ، خو پاکستان وائي دغسې يې دوسيلو په لاس کې دنۀ لرلو له امله نۀ دي کړي
د امريکې د دفاع وزير  ليون پنيټا وئيلي دي امريکا ته د پاکستان سره  باوري  او مدد گارې اړيکې جوړول پکار دي.
ليون پنيټا زیاته کړه چې په دغه لړ کې  دواړه هيوادونه  د ترهگرۍ د ختمولو د خپل ستر مقصد ترلاسه کولو هڅې کوي.
پنيټا وويل « مونږ ته  داسې اړيکې جوړول پکار دي  چرته چې مونږ په دې پوهيږو چې  زمونږ  ستر مقصد د ترهه گري خاتمه ده،»
پنيټا د پاکستان او امريکا اړيکې پيچيده وگرځولې خو  دپاکستان او افغانستان دسيمې څخه  دوتلو سره يې مخالفت وښودو.
 
سي اين اين سره يوه مرکه کې پنيټا وويل  واشنگټن دپاکستان څخه غوښتنه کړې دا خبره باوري کړي چې  دهغوي په خاوره دافغاني جنگيالو لپاره کومه خوندي ځاله نشته.
 
دپاکستان داستخباراتي شبکې حقاني ډلې سره داړيکو په اړه هغه وويل ديو حقيقت په توگه هغه ته دغسې نۀ ده معلومه.
په ډاگه دې وي چې  دامريکا دگډو ځواکونو دکميټې مشر ايډمرل مائيک مولن دپاکستان استخباراتي شبکه ائي ايس ائي  تندرويه ډلې حقاني نيټ ورک سره په مدد کولو تورنه کړې وه.
مولن وويل څه چې ماته معلومه ده هغه مونږ واضحه کړې  چې  دحقاني ډلې جنگيالي پاکستان کې خوندي ځاله لري، دغه داسې کسان دي چې  دپولې څخه پورې غاړې افغانستان ته اوړي  او امريکايان وژني، دوي ترهه گر دي، او بيا په پاکستان کې قائمو خپلو خوندي ځالو ته  بيرته ورځي.
 
دکوم څه چې مونږ په پاکستان زور راوستى هغه دا چې  کارروائي وکړي او دا خبره باوري کړي چې  خوندي ځاله موجوده نۀ ده، دا هاغه پيغام دى چې مونږ هغوي ته ورکړى.
 
پنيټا وائي  ترهه گري  چې څنگه دپاکستان لپاره خطره ده دغسې دامريکا لپاره هم ده ، ديو حقيقت په توگه  هغوي په کراچۍ او نورو ځائيونو کې  په زرگونو خلک دترهه گريزو بريدونو له امله  بائيللي او هغوي دترهه گرۍ څخه په پيښې خطره پوهيږي، خو هغوي په ترهه گرو کې فرق هم نۀ شي کولى، کۀ چرې تاسو دترهه گرۍ په ضد يئ، تاسو ته به دټولو ترهه گرو په ضد کيدل وي او دا هاغه ځايې دى چرته چې مونږ لږ ډير اختلافونه لرو

Source: Deewa Radio
- ډیوه
بېرته شاته