(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پر اسلام اباد د فشارزیاتولو غوښتنه

[09.Oct.2011 - 20:31]
کابل د واشنگټن نه پر اسلام اباد د فشارزیاتولو غوښتنه کړی
ډیوه:د افغانستان حکومت د خالي په ورځ د امریکا نه غوښتنه کړې چې په پاکستان دی هغه جنگیالو پرضد د عملي گامونو اخستو لپاره فشار نور هم زیات کړي چې په افغانستان بریدونه کوي.
دغه غوښتنه افغان صدر حامد کرزی د خالي په ورځ په کابل کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانگړي استازي مارک گروسمین سره د لېدو په وخت کړې ده.
د دواړو مشرانو ترمینځ د ملاقات وروسته د صدر کرزی ماڼې نه خپور کړل شوي یوه بیانیه کې ویل شوي  د افغانستان صدر په دې کتنه کې وویل چې د پاکستان او نورو اړخونو سره باید کتنې او ناستې مثبتې پایلې ولري ځکه چې د افغانستان خلک نور د دا ډول تاوتریخوالي، انتحار او ترهگرۍ په وړاندې حوصله له لاسه ورکړې دی .
بیانیه زیاتوي ګروسمن وویل چې د تروریزم په وړاندې مبارزه کې به د عملي ګامونو د اخیستلو لپاره د امریکا متحده ایالات پر پاکستان باندې د خپلو فشارونو راوړلو ته دوام ورکړي.
د پاکستان او افغانستان اړیکې د ډیر وخت نه د بې اعتمادې ښکار دي.
خو په ورستیو کې د کابل لخوا دا تور چې پخواني افغان صدر او د سولې د عالي شورا مشر برهان الدین ربانې وژنې پلان په پاکستان کې جور شوې او یو پاکستانې ترسره کړې دغه اړیکو کې تاوتریخوالي نور هم زیات کړی.
پاکستان د افغانستان تورونه ردوي.
د امریکا صدر براک اوباما د زیارت په ورځ واشنگټن کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته د وینا په وخت ښاغلي اوباما په افغانستان کې حقاني شبکې سره د پاکستان پوځ او استخباراتو په اړیکو خپلې اندېښنې ښکاره کړې وی.
ښاغلی اوباما ویلی وؤ چې په دې خبرې کې هېڅ شک نېشته چې د پاکستان پوځ او استخباراتو ځېني داسې خلکو سره اړیکې دي چې دوي په اندیښمن دي.
امریکایي صدر وویل چې دغه څرگندونې یې په ښکاره او د پاکستان چارواکو سره ملاقاتونو کې په ډاگه کړي دي
Source: Deewa radio.
- ډیوه
بېرته شاته