(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سویډن : دستورمزلي عبدالاحد مومند په ویاړ غونډه

[26.Oct.2011 - 10:37]
په سويډن کي دافغانانودعلمي اوفرهنگی مرکز دکنفرانسونو دجوړولو په لړ کې دا ځل غواړي ۲۰۱۲م کال د جنوري دمياشتي پر ۲۱مه دافغانستاندلومړنی ستورمزلي (کيهانورد) عبدالاحد مومند دقدردانۍ اوستاينې په وياړ علمی او ادبي درنه غونډه جوړه کړي.
ددې لپاره چي په رښتياسره مودنړۍ دنورو ولسونوپشان دخپل يوازنی ستورمزلی (کيهانورد) درناوی اويادونه کړې وي اوزموږ څوان نسل موپه خپلو وياړنو پوره خبرسوئ و ي اودبلې خوا داورته معلومه سي چي ددوي دوياړنودښمنان کوښښ کوي دافغان ولس افتخارات دکورنيواوبهرنيوتعصوبونوپر بنيادتر خاورولاندي کړي دټولنې مشرتابه جرگې ددې درنې اوياد غونډې دجوړېدو پرېکړه وکړل.
زموږ په اند كيهان ته د لومړني افغان ستورمزلي ياكيهانورد اوڅېړونكي ۲۳کاله پخواالوتنه زموږ د ډېر شاته پاتې هېواد لپاره يوه ډېره په زړه پورې وياړلې اوکم پيدا پېښه وه چې زموږ د هېواد په تاريخ كې به دتل لپاره په زرينوکرښوليکل سوې اوژوندۍ پاته وي.
نوراځی چي خپل دوياړه ډک تاريخ ته په درنه سترگه وگورو اوخپلواتلان اووياړلې څېرې په خپله دلته په بهرکي ولمانځو؛ راسئ چي دخپل ولس ټول وياړونه راوسپړواوهغه نه يوازي داچي ولمانځوبلکي پرې ووياړواودنړيوالوتر غوږئي ورسوو.
دافغانانو علمی اوفرهنگی مرکز مشرتابه جرگه دټولوعلمي شخصيتونو، فرهنگيانو، ليکوالو اوشاعرانو څخه چي نسي کولاي زموږ سره په دې درنه غونډه کي گډون وکړی هيله لري ،چه د افغانستان دوياړلې څېرې عبدالاحد مومند دعلمي شخصيت ،په تشيال (فضا)کښي دڅېړنيزکاراوهڅوپه هکله خپلې ليکنې اوپيغامونه موږ ته ددې غونډي په ادرس راولېږئ اوپدې ډول گډون سره زموږدا ياد غونډه نوره هم دره کاندی.
ددې لپاره چي په رښتياسره موداافغان هوابازياستورمزلی هڅولی اودرناوي مو کړې وي، دټولوعلمي شخصيتونو، فرهنگيانو، ليکوالو اوشاعرانو څخه هيله کووچي زموږ سره پدې درنه غونډه کي فعال گډون ولري ،دښاغلي عبدالاحد مومند دعلمي شخصيت ،څېړنيزکاراوهڅوپه هکله خپلې ليکنې اوپيغامونه موږ ته ددې غونډي په ادرس راولېږئ.
يادونه:
خپلي ليکنې اوپيغامونه پدې برېښنا پته موږ ته راولېږي:
[email protected]
[email protected]
داړينو معلوماتولپاره کولاي شی دپورته برېښنا ليک اولاندي تليفو شمېروپه مټ مرسته ترلاسه کړئ:
0046721775080 عزيزمقری:
0046735766867 : احمد گل اندړ
0046704244659 قاسم حميد:
0046736292522ميوند شيرزاد
0046707889614 اجمل مومند:
0046735718416 :ملغلره حميد
0046703651826ظاهر مقری
په سويډن کي دافغانانودعلمي اوفرهنگی مرکز مشرتابه
- عزيزمقری
بېرته شاته