(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بغلان: کې د اختر په لومړئ او دویمه ورځ ځانمرګی برید ونه

[07.Nov.2011 - 21:12] د افغانستان په بغلان ولايت کې د اختر په لومړۍ او دویمه ورځ  د دوو ځانمرګو بريدونو ډګر وګرځېدی ، نن هم  يوه ځان وژونکي بريدګریو شمیر افغان  پوليس ژوبل کړل او  پروني هغه کې هم  نژدې شلو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
ولسمشر حامد کرزي په بغلان کې پرونى بريد وغانده، ويې ويل هغه کسان چې اسلامي ارزښتونه په پام کې نه نيسي د اختر په نېکمرغه ورځ هم بېګناه انسانان وژني.
پرون په دغه ولايت کې يوه ځان وژونکي هغه وخت چاودنه وکړه، چې له يوه جوماته خلک د اختر تر لمانځه وروسته په راوتلو وو او يو بل ته يې د اختر مبارکي ورکوله.
چارواکي وايي يو تن يې تر ځان وژونکي بريد مخکې نيولى دى.
په بغلان کې نن يو ځان وژونکى بريد وشو، چې هدف يې يو قومي مشر و، په بريد کې څو تنه پوليس ټپيان شوي دي.
ځان وژونکي د محلي پوليسو په مرکز کې دننه چاودنه وکړه. د دغه ولايت د امنيت امر سيد زمان الدين حسيني مشال ریډیو  ته وويل چې بريد کوونکى وژل شوى او ٦ تنه نور ټپيان شوي دي.
د بغلان والي منشي عبدالمجيد رسنيو ته وويل چې د بريد هدف قومي مشر ملا علم و، چې د راروانو دوديزې لويې جرګې غړى هم دى او په بريد کې ورته  زيان نه دى اوښتى.
چا د دې بريدونو  مسووليت نه دى منلى، خو وسلوال طالبان په پرله پسې ډول په دغسې بريدونو کې افغان چارواکي، بهرني ځواکونه او افغان امنيتي ځواکونه په نښه کوي.
بله خوا ناټو وايي يو عسکر يې پرون د افغانستان په جنوب کې وژل شوى، له دې سره په روان ميلادي کال کې په افغانستان کې د وژل شويو بهرنيو سرتېرو شمېر ٤٩٤ته پورته شو، ناټو د خپل دغه عسکر په باب نور جزئيات نه دي ورکړي.
په داسې حال کې چې د امريکا په مشرۍ ائتلاف او افغان ځواکونو د افغانستان په جنوب او ختيځ کې پر خپلو عملياتو تمرکز کړى، سخت دريځو وسلوالو په دې وروستيو کې په شمال او لوېديځ کې خپلو بريدونو ته زور ورکړى دى.
ناټو پر دې کار کوي چې د ٢٠١٤م کال ترپاى مخکې افغان امنيتي ځواکونو ته بشپړ امنيتي مسووليتونه وسپاري، ائتلافي ځواکونه په پام کې لري چې تر دې نېټې خپل جنګي ځواکونه له افغانستانه وباسي.
د ناټو عمومي منشي اندريس فوګ راسموسېن تېره اوونۍ د وسلوالو طالبانو حملې هغه هڅه وبلله چې يوازې د رسنيو مهم سرليکونه جوړوي خو دومره اغېز نه لري او دغه راز د افغان حکومت او سخت دريځو وسلوالو ترمنځ د قوت پر انډول لږ تاثير لري
07.11.2011
د پښتونخوا د صوابۍ ضلعې کې ګدون  امازی پخوانی ناظم او  د عوامي نېشنل پارټۍ د صوابۍ ضلعې  سنیر نایب صدر ملک حنیف ګل جدون له خپل یوه ساتونکي سره  یو ځای په یوه ځانمرګي برید کې وژل شوی او شپږ نور ژوبل دی چې پکې  د هغه   ماشوم زوی احمد حنیف او یوه بل کس سخت ژوبل دي.
 
د پېښور  لیډی ریډینګ هسپتال ډاکټران وايي چې احمد حنیف یې  د نیورو سرجري وارډ کې داخل کړی چې د دوی په خبره پر سر یې ټپي شوی دی
پېښه هله رامنځ  ته شوه چې کله حنیف ګل جدون د اختر له لمانځه د کور پر خوا روان وو نو یو ځانمرګي ورته د ګدون امازي په ملک آباد سیمې د لارو په بوټو کې خپل ځان پټ کړی وو او دهغه د ګاډي له ورسېدو سره سم یې ورباندې خپل  ځان وچولو.
 
د ملاکنډ د طالبانو ویاند سراج الدین د مشال خبریال  ریاض ګل ته په ټیلیفون وویلي چې دا برید د دوی لخوا شوی دی
رپوټونه وايي د حنیف ګل جدون   مړی به نن په څلور بجې ماځیګر خاورو ته وسپارل شي
عوامي نېشنل پارټۍ ددغه پېښې غندنه کړې او تر یوې اونۍ (هفتې) پورې یې د ویر اعلان کړی.او په صوابې ضلعه کې یې  د ګوند ټول  مصروفیات درولي دي.
په پښتونخوا،قبایلي سیمو ،بلوچستان اود سیند صوبې په ستر ښار کراچۍ کې په بیا بیا د عوامي نېشنل پارټۍ غړي د  ځانمرګو بریدګرو  او هدفي وژونکو لخوا په نښه کېږي چې تر اوسه خپله ددغه ګوند مشرتابه لکه اسفندیارخان،افراسیاب خټک، بشیر بلور میا افتخارحسین له ځانمرګو بریدونو روغ راوتي دي
عوامي نېشنل ګوند د وسله والو ترهګرو خلاف سخت دریځ لري چې د څېړونکو په خبره له همدې وجې دغه ګوند د ترهګرۍ ښکار کېږي.
د پښتونخوا د صوابۍ ضلعې کې ګدون  امازی پخوانی ناظم او  د عوامي نېشنل پارټۍ د صوابۍ ضلعې  سنیر نایب صدر ملک حنیف ګل جدون له خپل یوه ساتونکي سره  یو ځای په یوه ځانمرګي برید کې وژل شوی او شپږ نور ژوبل دی چې پکې  د هغه   ماشوم زوی احمد حنیف او یوه بل کس سخت ژوبل دي
د پېښور  لیډی ریډینګ هسپتال ډاکټران وايي چې احمد حنیف یې  د نیورو سرجري وارډ کې داخل کړی چې د دوی په خبره پر سر یې ټپي شوی دی
پېښه هله رامنځ  ته شوه چې کله حنیف ګل جدون د اختر له لمانځه د کور پر خوا روان وو نو یو ځانمرګي ورته د ګدون امازي په ملک آباد سیمې د لارو په بوټو کې خپل ځان پټ کړی وو او دهغه د ګاډي له ورسېدو سره سم یې ورباندې خپل  ځان وچولو
د ملاکنډ د طالبانو ویاند سراج الدین د مشال خبریال  ریاض ګل ته په ټیلیفون وویلي چې دا برید د دوی لخوا شوی دی.
رپوټونه وايي د حنیف ګل جدون   مړی به نن په څلور بجې ماځیګر خاورو ته وسپارل شي
عوامي نېشنل پارټۍ ددغه پېښې غندنه کړې او تر یوې اونۍ (هفتې) پورې یې د ویر اعلان کړی.او په صوابې ضلعه کې یې  د ګوند ټول  مصروفیات درولي دي
په پښتونخوا،قبایلي سیمو ،بلوچستان اود سیند صوبې په ستر ښار کراچۍ کې په بیا بیا د عوامي نېشنل پارټۍ غړي د  ځانمرګو بریدګرو  او هدفي وژونکو لخوا په نښه کېږي چې تر اوسه خپله ددغه ګوند مشرتابه لکه اسفندیارخان،افراسیاب خټک، بشیر بلور میا افتخارحسین له ځانمرګو بریدونو روغ راوتي دي
عوامي نېشنل ګوند د وسله والو ترهګرو خلاف سخت دریځ لري چې د څېړونکو په خبره له همدې وجې دغه ګوند د ترهګرۍ ښکار کېږي
 
د جېل د جګو جګو دېوالونو په سیوري کې د بندیانو د اختر حال
 
نیازموساخېل،کوټه، مشال راډیو
په سیمه کې هر څوک په اختر لمانځلو بوخت دی او عادي خبره دا ده چې زیاتره خلک له کورنیو او  دوستانو سره یو ځای اختر لمانځي،خو نن به د هغو قیدیانو  له حاله ځان خبر کړو، چې د جګوجګو دېوالونو  په سیوري کې دننه اختر لمانځي
د بلوچستان په لورالایي کې مرکزي جېل ته چې کله ورلم،نو سرکاري اجازت اخیستلو وروسته،د جېل مشر یا سپرنتنډنټ،حمیدالله پېڅي دننه د تلو اجازت راکړو.دا جېل د بلوچستان د جنوبي پښتونخواد برخې  تر ټولو لوی  جېل یادېږي او په دې کې د  لورالایي،ژوب،کلا سېف الله،بارکهان،زیارت،مسلم باغ،هرنایي او شاوخوا ګڼ شمېر قېدیان موجود دي.
کله چې د قېدیانو ځانګړې برخي ته دننه شوم،نو قېدیانو په ډېره مینه او خلوص ښه راغلاست را ته ووېل.
د پام وړ خبره دا وه چې دوی د مشال راډیو مینه وال او تکړه اورېدونکې وو.دوی په دې ډېر خوشحاله شو چې مشال په اختر کې د دوی د زړه خواله اورېدو  لپاره  ورغلې
یو قېدي،حضرت علي څخه مي پوښتنه وکړه،د جېل اود عام ژوند د اختر څومره فرق وي؟ده به ځواب کې ووېل:٫٫څه درته ووایم.بس،هغه خلک،چې په خپلو کورونو کې نن اختر لمانځي،خدای دې  هغوی هلته خوشحاله ساتي او موږ دي دلته.د جېل او د بهر د اختر ډېر فرق دی.په کورونو کې به مو خپله خوښه او خپل اختیاروو.چې  سهار به له خوبه پاسېدو،نو نوې جامې  به مور،خور یا کور والا  راته اېښې ولې،خو دلته........!دلته داسي پاچاهي کله شته.دلته خو سهار ۷بجې د جېل والا په خوښه را کښېنو او بیا ماځیګر پر ۴:۳۰بجې بیرته د دوی په خوښه په بېرکو یا قیدخانو کې دننه کېږو.د سهار له اوو د ماځیګر تر څلورو بجو،یاني ۹ساعته موږ له تنګو بېرکو بهر وځو،بهر هم داسې نه ده،چی ښه خلاس ډګرونه وي،بلکه د بهر احاطه هم په اوږدوالي او وساره  کې شاوخوا لس،لس ګزه وي.بس،هم دغه زموږ ژوند وي او هم دغه زموږ اختر.٬٬
یو بل قېدي،میاڼۍ هم را مخته شو او د زړه خواله یې پېل کړه:٫٫بیا به هم په دغه حال شُکر کوو،چې ژوندي خو یو،که ژوندي نه وو،بیا به مو څه کول؟دغه تمه خو مي سته،چې نن نه وو،نو سبا او که سبا نه وو،نو یو ورځ خو به داسي راځي چې له خپلو خپلوانو  سره به وینو او د اختر خوشحالۍ به یو ځای له دوی سره ولمانځو.٬٬ 
یو بل قېدي،چې له څيرې ډير غمجن مالومېدی،و ماییک ته را نږدې شو:٫٫نوم مي نېک محمد دی او ۱۱کاله کېږي چې په جېل کې تورې شپې سبا کوم.باور وکړه،دا مي ۲۲م اختر دی چې په جېل کې رباندې تېرېږي.اوس زه له غمو،پریشانیو او د جېل له اخترو سره دومره اشنا شوی یم،چې بالکل فرق نه را کوي،که ۲۰اختره پر را تېرېږي،که ۱۰۰او که ۱۰۰۰.اوس له دا رنګه حالاتو سره عادت شوی یم.٬٬ 
نېک محمد زیاته کړه،په جېل کې یې ښه وخت تېر کړی او همېش یې هڅه کړې چې د جېل د قوانینو احترام وکړي،نو ځکه دی له حکومته هیله لري،چې انصاف ور سره وکړي او مخته سزا یې ور معاف کړي.:٫٫پنځه کاله مخکې مي مېرمنه مړه شوه او په کور کې مي ۳واړه ماشومان پراته دي او له بده مرغه زه دلته په جېل کې یم.څرګنده خبره ده،ماشومان چې څومره ماته اړتیا لري او څومره ښه چې زه یې ساتنه او روزنه کولی  شم،بل څوک یې هیڅکله  نه شي کولای .٬٬
 
له قېدیانو سره مجلس روان وو.ما ته هم له  یوې یوې خبري،پوښتنه په ذهن کې راتله او قیدیان هم لکه چې په پوره تیاري سره راغلي وو او غوښتل یې چې له اختر سره تړلې هره ستونزه او خبره را سره شریک کړي.له دوی سره د ٫٫ګپ،شپ٬٬پر مهال پوښتنه په ذهن کې راغله چې په عامو ورځو کې خو،زما د مالوماتو تر مخه،د اتوار نه ماسیوا،د سهار له ۹بیا د ماسپېشین تر ۲بجود قیدیانو قریبان او دوستان که و غواړي،نو د دوی ملاقات یا لیدو ته راتلای شي،نو نن د اختر په ورځ څه طریقه او سسټم دی؟دا پوښتنه مي له یوه قېدي وکړه.د ده ځواب وو:٫٫نوم مي عبدالباري دی.د چا به زړه غواړي،چې د جېل دغو غمجنو دروازو او دېوالو ته به راسي.دلته د راتلو لپاره د هیچا هم زړه نه غواړي.څوک به څه کوي چې زموږ غمجنو څېرو لیدلو ته راسي.ها،که بیا هم څوک راځي او یقینًا را هم شي،نو بیا زیات نه زیات نیم ساعت ملاقات کېدی شي.آیا په دغه زړه ډکېدای او صبرېدای شي؟حکومت دي باید زموږ غم وخوري او په اختر کې زموږ د پام غلطولو او ساعتېري لپاره یو څه وکړي،ترڅو موږ هم د یو څه وخت لپاره خپلي پرېشانۍ ختمي کړو او د اختر خوشحالۍ را ونغاړو.٬٬ 
عبدالباري د خپلو خبرو پای د حکومت پر خوا یووړ او له نېکه مرغه حکومتي چارواکۍ څنګ ته را سره ولاړ وو. جیلر حمیدالله پېڅي د عبدالباري د خبرو په ځواب کې وویل:٫٫اول به زه دا ووایم چې د عامو ورځو په پرتله،د اختر په ورځ موږ قېدیانو ته په خصوصي توګه غوښه،چاول،سېماوي،میټایاني او نور  خوراک ورکوو.دغه رنګه په عامو ورځو کې په زوره پر موسیقي اورېدو بندېز وي،چې  نور قېدیان په تکلیف نه شي،خو د اختر په دوو ورځو کې قېدیان که په شریکه د موسیقي ږغولو او ورسره د اتڼ کولو غوښتنه وکړي،نو موږ هرو مرو اجازت ورکوو او په آخر کې به دا ووایم،چې په اختر کې له قېدیانو سره د خپلوانو د لیدو یا ملاقات کولو اجازت نشته،لیکن ما د لوړرتبه چارواکیو په سلا ،په خپل اختیاراتو دوی ته دا اجازت ورکړی،چې دوی له خپلوانو سره ملاقات کولای  شي.٬٬ 
له قیدیانو سره د مشال ٫٫ملاقات٬٬په داسي حال کې پای ته ورسېدی،چې د ماځیګر ژړ لمر خپله لمن بیخي زیاته خوره کړې او وخت را رسېدلی وو چې قېدیان به اوس د ۱۰ګزو له آزادی هم بې برخې کېږي او د قېدخانو و تنګو تنګو کوټو ته به وړل کېږي.که څه هم دا یوه قانوني اوعدالتي تګ لاره وه او د هر چا لپاره وه،خو ما دا سوچ کاوو،چې دا قېدیان به هم هرو مرو د هیلو او اُمېدونو په تمه ژوند تېروي،ځکه چې پر هیله خو د نړۍ دیوالونه ولاړ دي او هیله او اُمېدونه به یقینًا  دوی ته وایي:٫٫چې د دوی نور اخترونه به له خپلو خپلوانو سره په خپلو کورو کې تېریږي
د افغانستان د پولې ترڅنگ د پاکستان په قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې  دتندلارو دبريد له امله  يوه ميرمنه وژل شوې او درې کسان نور ژوبل شوي دي.
د سرچينو ترمخه  د افغان پولې ترڅنگ د ناوۍ تحصيل  په کمانره سيمه کې دشپې  يو شميره وسله والو جنگيالو  په مقامي  خلکو بريد وکړو  چې په نتيجه کې يې يوه ښځه مړۀ شوې او درې کسان نور ژوبل شوي دي.
ژوبل کسان دعلاج لپاره هيډکوارټرز هسپتال ته رسول شوي، دسرچينو وينا ده  دامن لښکر په ځوابي کارروايۍ تندلاري په تيښته کې بريالي شوي
- مشال
بېرته شاته