(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتنو دیووالی دورځی غونډه وځنډول شوه

[01.Dec.2011 - 22:13]
01.12.2011 Germany
درنو هیوادوالو!
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند تاسوته په درناوی خبر درکوی چی د پښتنو د یووالی د ورځی  غونډه چی ټاکل شوی وه په 10ډسمبر 2011نیټه د خالی (شنبی) په ورځ  دجرمني دلیورکوزن په ښار کی جوړه شی، په هال کی د تخنیکي ستونزو له امله  وځنډول شوه.
د هال د ادارې د مسئولینو له خوا په ناڅاپي توګه زمونږ سره اړیکه ونیول شوه او په هال کی ئی ځینی تخنیکی ستونزی  چې تازه راپیدا شوي وي مونږ ته راپه ګوته  کړې،نو ددغه  ستونزو په وجه داغونډه وځنډول  شوه.
له تاسی درنو څخه د غونډی د ځنډیدو د بخښنې هیله لرو.
 د پښتنو د یووالی دورځی دنمانځغونډي نوی نیټه او وخت به وروسته تاسی ته په ډاګه شی
په درناوی
 
د ګوند دخپرونوڅانګه
- عزیزسرشار
بېرته شاته