(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په لندن کې د خان شهید د ۳۸م تلین ونمانځل شو

[07.Dec.2011 - 11:56]
لیک: فایق خان یوسفزی
د شنبی په ورځ د ۲۰۱۱د ع کال دسمبر په دریمه نیټه د لندن په نیوهام سالون کې د ټول افغان وطن د  سلګونو ګډونوالو په شتون کې د پښتون ملت پال مشر، ژورنالست ، لیکوال او ژبپوهه خان شهید عبدلصمد خان اڅکزي ۳۸م تلین ونمانځل شو. د پښتونخوا ملی عوامي ګوند د برتانیا مشر اشرف خان هوتي د غونډی مشري وکړله. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سکآټلینډ مشر صدیق میان د کوربه دنده ترسره کړه . غونډي ته اشرف خان هوتي، ډاکټر جمیل الرحمان پانیزئ، شهسوار سنګروال، نور وهاب څپاند، زاهد حسین مهمند، ببري ګل وزیر او فایق خان یوسفزي وینا وکړله. ویناوالو د خان شهید د ژوند په بیلو بیلو برخو رڼا واچوله او وی وییل چې خان شهید د چې د ملت پالنې کومه لاره په خپلو وینو جوړه کړله هغه يواځینې لاره ده چې د ټول افغان د ملي وحدت، پرمختګ، استقلال او جغرافیايي بشپړتیا هدف تر لاسه کولی شي. خان شهید د نوي وخت سره سم په سانسي اصولو د سیاست لاره جوړه کړله او د قلم، لیک لوست، پښتو ژبې او پښتني اقدارو په شمول د نورو تحریکونو او نورو قامونو څخه د زده کړی لاره يي پښتنو ته ور په ګوته کړه. خان د خپلو تجربو او د نورو قامونو د تحربو نه د زدهکړی فکر خپور کړلو، خان شهید په ملي سیاست کې د ژبې د مهموالي نه خبر و، نو ځکه يي د خپل قام سیاست د خپلې قامي پارټې د لارې په خپله مورنئ ژبه کې په وړاندی بوتللو. خان شهید که چاته لیک لیکلې دی، که يي چاسره خبرې کړی دی، که يي خلکو ته وینا کړی ده که يي مرکه کړی ده د ژبې سیاست او ملت د پاره يي یوه غټه پانګه پریښې ده. دا د نوي نسل ذمه واري ده چې دغه لیکونه ولولي او د خان شهید په فکر ، مرام، مرام ته د رسیدلو په لاره او په سیاسي سترتيژو ځان پوهه کړي. د خان شهید هغه بیانونه چې په فیرنګي او پنجابي عدالتونو کې يي ورکړي دي د تاریخ برخه ده او راتلونکی تاریخدان به خامخا ورته فکر کوي چې څنګه د ګلستان دغه نومیالي مشر دومره پوهه لرله او د خپل قام يي دومره سپیڅلې خدمت کړی دی. خان شهید چې په هغه وخت کې په خپلو لاسونو کوم لیکل يواځې کړي دی نن يي د کمپيوټرانو او نورو وسایلو باوجود په لکهونو پښتانه نه شي کول. د پښتنو د اوسني حالت په هکله ویناوالو وویل چې نن خلک د پښتنو بچې تیرباسي او د انصاف په نوم، د ډوډۍ جامې او کور په نوم ټګي ورسره کوي. خوانصاف دا دی چې  د مهمندو او باجوړ نه ونیسی تر وزیرستانه پورې په هره کوڅه په هر کلي ، په هر غر، په هر خوړ کې عربو، عجمو، چیچنو، پنجابیانو، ازبکو ، تاجکو پتمن، بې ګناه پښتانه مشران، ځوانان، ملګان لکه د چرګوړو حلال کړل . چې څوک انصاف غواړي یا ځان ته د انصاف ملګری وايي. راځه چې په ګډه غوښتنه وکړو چې  د دغه افریدو،شینوارو، ماموندو، ساپیانو، اورکزو، توري خیلو، بنګشو، سلارزو، بیټنو، شلمانو، ملاګورو یوسفزو، اورکزو، څه ګناه وه، او د انصاف دغه مشرانو په کوم عدالت کې. په کومه جلسه کې، په کوم اخبار کې، په کومه مرکه کې زمونږه د دغه مشرانو د وژلو خلاف اواز پورته کړی دی.
که تاسو د انصاف ملګري يي. که تاسو ريښتیا انصاف غواړئ. بیا موږ ته ووايي د پښتنو دا مکتبونه څوک په بمونو ا لوځوي. چط ته په پښتنو میین نو د مهمندو، خیبر، پیښور، وزیرستان، باجوړ د مکتبونو نوم ولي نه اخلي؟ د پښتنو بچې ولي خلک تعلیم ته نه پریږدي. په پښتون شیرپاو خان او په پښتون اسفندیار خان څوک بریدونه کوي. په  انصاف تش د نوم ميينانو مونږه پوښتنه کوو. په پیښور کې د منور حسن او عمران خان په جلسو ولې ځانمرګې برید نه کیږي او شیرپاو خان پسې خلک د اختر مانځه ته بمونو وړي. که تاسو د انصاف خاوندان يي او د انصاف ملګري یې نو چې په کراچئ کې د ایم کیو ایم تنګ نظره ترهګر پښتانه څوکیداران، پالیشیان، ډراييوران، هوټلو واله، مزدوران هره ورځ وژني نو تاسو په کوم عدالت کې د انصاف دعوه داخله کړی ده. تاسو په کوم ځاۍ کې  د انصاف غوښتنه کړی ده. که تاسو د انصاف پلویان يی او په ریشتیا انصاف غواړۍ نو مونږه څو پوښتنې لرو، د دی ځواب راکړئ.
د اباسیند په اوبو د پښتنو حق دی که د نورو خلکو
د بورۍ او دوکئ په کوئلو د پښتنو حق دی که د بل چا
د تربیلې په بجلئ د پښتنو حق دی که د بل چا
د بونیر او سوات په ځنګلونو د پښتنو حق دی که د بل چا؟
د مهمندو په سنګ مرمرو د پښتنو حق دی که د بل چا؟
د کوهاټ او کرک په ګیسونو او کوئلو د پښتنو حق دی که د بل چا؟
د انصاف خاوندانو او د انصاف پلویانو مونږه ستاسو ځواب ته په تمه یو.
یوه پوښتنه بله لرو، دا چې خلکو ته وايي مونږه ډوډئ جامه او کور ورکوو،
مونږه نه ستاسو ډوډئ ته حاجت لرو، نه ستاسو جامې ته حاجت لرو او نه ستاسو کور ته حاجت لرو، زما د باجوړ د خلکو کورونه مه ورانوه، زما د مهمندو کورونه مه ورانوه، زما د اپریدو کورونه مه ورانوه، زما د شینوارو، ذخه خیلو، کولي خیلو ، شلمانو، ملاګورو   کورونه مه ورانوه، زما د وزیرو مسیدو، بیټنو  کورونه مه ورانوه، زما د بنګشو، توري خیلو، اورکزو کورونه مه ورانوه، زما ګران افغانستان کې پولونه، مکتبونه ، روغتونونه، سړکونه بازارونه مه ورانوه،
زموږ د چتراله تر بولانه ، د امو تر اباسینه پښتانه افغانان مه بربنډوه، مونږه مه بې ناموسه کوه، مونږه ستاسو کور کالي او ډوډئ ولیدله، د سوات پتمن پښتانه او پښتنې دی په خپل وطن کې مسافرې کړي.، خیراتونو ته دی کینول او چې د نړئ خیراتونه راغلل د اسلام دښمنه تا هغه هم ولوټل، تا هغه هم چور کړل، تا هغه هم په اسلام اباد کې غلا کړل. او دغه د انصاف خاوندان تر ننه چپه خله دی. دا یویشتمه پیړۍ ده. د پښتنو سترګې غړیدلي دي. پښتانه ړانده  نه دي. د پښتنو بچي تر لندنه او امریکې رسیدلي دي. ته به د کرکټ په لوبغاړو خلک تیر باسی، ته به د راييونډ په چلګرو خلک دهوکه کوي. خو یاد وساته دا پښتانه نن دی که سبا دی ستا مرئ ته درسیږي او د تیرو شپیتو کالو د وینو انصاف به غواړي . دا تا چې د انصاف په نوم ټاټوبې جوړي کړي دي دغه مدارتوب دی په اخري سلګو دی او لکه د میلې د غل به درباندي بلوڅ ، پښتانه او او نور مظلوم اولسونه در دانګي بیا به دی نه د کرکټ لوبغاړي خلاص کړي او نه د راييوڼد چلګرۍ.
مونږه ستا ډوډئ جامه او کور نه غواړو، مونږه د چتراله تر بولانه پښتونخوا غواړو،
مونږه ستا ډوډئ ، جامه او کور نه غواړو ، مونږه په خپلو وسائلو خپل اختیار غواړو،
مونږه ستاسو ډوډوئ جامه او کور نه غواړو مونږه په خپله خاوره د حکمرانئ حق غواړو.
مونږه د پوځ په افسرانو کې د پښتون برابر ونډه غواړو، پښتانه خداۍ جرنیلان پیدا کړي دي دوي نور د پنجاب سپايتوب نه شي کولي.
مونږه په وزارت خارجه کې د پښتنو برابر برخه غواړو، د پښتون بچي په هر ډګر کې د نورو قامونو سره سیال دي.
مونږه په کارخانو کې د پښتنو برابر ونډه غواړو، مونږه نور د کراچئ په سړکونو د پښتنو وژل نه شو زغملي.
مونږه د مهمندو د کارخانو بیا روانول غواړو، مونږه د سلام پور د څادرونو د صنعت پرمختګ غواړو،
مونږه په بونیر کې د ماربلو کارخانې غواړو،
مونږه په پاړه چینار کې کار خانې غواړو،
مونږه د سوات په سیند ډیمونه غواړو،
مونږه د دوکئ، بورئ لورالايي په کوئلو خپل واک غواړو،
مونږه د ژوب نه تر ډیره اسماعیل خانه سړک غواړو،
مونږه د ډیره اسماعیل خان د لارې ژوب ته د بریښنا لاین غواړو، مونږه د نورو صوبو په پوهنتونو، میډيکل کالجونو، انجنیرنګ کالجونو، زرغي کالجونو کې د پښتون بلوچ صوبې د زده کوونکو برابر ونډه غواړو. مونږه خیرات نه غواړو مونږه سره میرټ وکړه که زما د وطن بچې ستا د دغې نه په سبق کې ، په همت کې په اهلیت کې ضعیف و. بیا هله ووايه. نو زما د د وطن د بازانو نه خراړې او کاغې نه شي جوړولې.
ته خپله ډوډئ جامه او کور سنبال کیږده مونږه خیرات خواره نه یو چې ته په مونږه احسان کوی. فرزانه راجه زمونږه د وطن پیسې په خلکو ویشي ،زمونږ د تمباکو پیسې ، زمونږه د بریښنا پیسې، زمونږه د ماربلو پیسې، زمونږه په سر د نړیوال بانک او آيي ایم ایف نه پور کړی پیسې خلک په کرچې او لاهور کې لګوي.  او بیا يي خلک ستايینې کوي.   شینوارو په زخمونو به څوک درمل ایږدي، د ماموندو، سلارزو، شلمانو، اورکزو، بنګشو، وزیرو، مسیدو، بیټنیو، توري خیلو میندو خویندو سرتور سرونه به څوک پټوي، دا کا موږ ته یواځي مه پریږدۍ، راوړاندی شئ، د پښتونخوا د ناموس او عزت بیرغ موږ سره پورته کړئ، دا خاوره زمونږه شریکه مور ده، د مور ساتنه او خدمت په هر غیرتمند او ننګیالي بچې فرض دي. د عقل سترګې مو خلاصی کړئ، د شعور قلمونه مو پورته کړئ، د خپل ژوند په هفته کې دوه ساعته دی خپل مظلوم قام ته وبخښئ.
پښتونخوا په خپلو بچو غږ کوي، پښتونخوا خپلو بچو ته لمن نیسي، د پښتنو په پوهنتنونو کې یو د وطن حلالي بچې نشته؟ پښتنې خاورې ننګیالي بچې زیږول بس کړي دي، که دغه بچې خلکو په ډول ډول چلګرو نشه کړي دي. زما د کالجونو، د پوهنتونونو ، د مکتبونو ځوانانو سترګې وغړوئ، زه ستاسو درد احساسوم، زه پوهیږمه تاسو نور د غلامئ ژوند نه شئ زغملې، دستې دستې شئ، سازمان سازمان شئ، نر ځوان باهمته ځوان، باغیرته ځوان خپل مشر کړۍ. سازمان برابر کړئ، مونږه ستاسو په تمه یو، هغه ورځې لاړې چې د وزیرستان ننګیالي خلک به د ازادئ په جګړه اخته و او پيښور به ناخبره و. هغه ورځې لاړې چې د باجوړ سلارزو به د خپلې خاورې په ننګ وینې بهولې او د خیبر خلک ناخبره و. نن مونږه یو زړه یو اواز او یو غږ یو، زمونږه زړونه یو ځای درزیږي. ملګرو تاسو ته زیری درکوم چې هغه وخت نیزدی دی چې د لر او بر زلمیان او پیغلې ، سپین ږیري او سپین سری به یوه نعره وي، یو قدم به به وي په یو لور به وي، یو مرام به وي یوه غوښتنه به وي. خپل وطن ، یو وحدت، خپلواک ژوندون د عزت ژوندون ، د سیالئ ژوندون د ناموس ژوند د سر لوړئ ژوندون.زمونږه غوښتنه د خیبر پښتونخوا، جنوبي پښتونخوا، مينځنی پښتونخوا، ازاد افغانستان، او په نورو هیوادونو کې میشتو پښتنو نه ده، وروڼو مشرانو ، همزولو او کشرانو هر ځاي چې يي په هر کار چې اخته يي، پښتون قام ستاسو فکر ته اړتیا لري، پښتون قام ستاسو پوهې ته لمن نیولې ده، پښتون قام ستاسو په انتظار دی، د سوات د خويندو اوښکې به څوک وچوي، د مهمندو د سپین ږیرو اوښکې به څوک وچوي، د اپریدو مشرانو په ناموس به څوک ودریږي، د شینوارو په زخمونو به څوک درمل ایږدي، د ماموندو، سلارزو، شلمانو، اورکزو، بنګشو، وزیرو، مسیدو، بیټنیو، توري خیلو میندو خویندو سرتور سرونه به څوک پټوي، دا کا موږ ته یواځي مه پریږدۍ، راوړاندی شئ، د پښتونخوا د ناموس او عزت بیرغ موږ سره پورته کړئ، دا خاوره زمونږه شریکه مور ده، د مور ساتنه او خدمت په هر غیرتمند او ننګیالي بچې فرض دي. د عقل سترګې مو خلاصی کړئ، د شعور قلمونه مو پورته کړئ، د خپل ژوند په هفته کې دوه ساعته دی خپل مظلوم قام ته وبخښئ.
پښتونخوا
ملي عوامي پارټي په خپلو بچو غږ کوي، پښتونخوا خپلو بچو ته لمن نیسي، د پښتنو په پوهنتنونو کې یو د وطن حلالي بچې نشته؟ پښتنې خاورې ننګیالي بچې زیږول بس کړي دي، که دغه بچې خلکو په ډول ډول چلګرو نشه کړي دي. زموږد کالجونو، د پوهنتونونو ، د مکتبونو ځوانانو سترګې وغړوئ، موږستاسو درد احساسوو، موږپوهیږوتاسو نور د غلامئ ژوند نه شئ زغملې، دستې دستې شئ، سازمان سازمان شئ، نر ځوان باهمته ځوان، باغیرته ځوان خپل مشر کړۍ. سازمان برابر کړئ، مونږه ستاسو په تمه یو، هغه ورځې لاړې چې د وزیرستان ننګیالي خلک به د ازادئ په جګړه اخته و او پيښور به ناخبره و. هغه ورځې لاړې چې د باجوړ سلارزو به د خپلې خاورې په ننګ وینې بهولې او د خیبر خلک ناخبره و. نن مونږه یو زړه یو اواز او یو غږ یو، زمونږه زړونه یو ځای درزیږي. ملګرو تاسو ته زیری درکوم چې هغه وخت نیږدی دی چې د لر او بر زلمیان او پیغلې ، سپین ږیري او سپین سری به یوه نعره وي، یو قدم به به وي په یو لور به وي، یو مرام به وي یوه غوښتنه به وي. خپل وطن ، یو وحدت، خپلواک ژوندون د عزت ژوندون ، د سیالئ ژوندون د ناموس ژوند د سر لوړئ ژوندون.
غونډې ته د سويډن څخه رالیږل شوی د خان شهید د ژوند او مبارزي په هکله حبیب الله غمخور صیب په زړه پورې لیکنه وړاندی کړل شوله. چې مهم ټکي يي لیکل ضروري ګڼمه. 
خان شهيد نه يوازي دمبارزې په سياسي ډګرکښي ترهر چاښه ځلیده بلکي هغۀ ددې ټکې په پوهېدوسره چي دمطبوعاتواوقلم خوځښت اوله دې لاري دولس رابيدارول تر هرڅه زيات ارزښت لري، پرخپل وخت ئې په کويټه او بلوچستان کې د ((استقلال)) په نامه اخبارخپرولوته  په ١٩٣٤م کال کې استقلال نومي ورځپاڼې خپرولوته  ملاوتړل  .ددې نشريې خپرېدل دسيمې دځوانانوپه پوهاوۍ اوددوي په ذهنونواوفکرونوکښي دوطنپرستۍ اوخپلواکی احساس دټوکېدولامل وګرځیداوډير ژرپه ټوله سيمه کښي مشهوره سول .
دغه شهرت اوپر ځوان نسل دګټوروتاثيراتوښندل دانګريزانولپاره دمنلو وړنه وه ځکه خو ئې ددې نشريي دخپرېدو په لارکښي عجيب اوغريب خنډونه پېښول ،ترڅوپردې بريالي سول چي دانشريه په ١٩٥٠م کال کې مصادره شول . خان شهيد چي څومره په سياسي ډگر کي گړندی پر مخ روان وو دقلم په مټ ئي هم نه ستړي کېدونکي کارونه سرته ورسول . هغه موږ په دغه دوره کې د يوه معاصرمبارز اوبې تعصبه ليکوال په توګه پېژنوچې په مختلفو برخوکې يې کار کړی . خان شهيد په دیني علومو، پشتو، فارسی او عربی ادبیاتوکی مطالعه درلوده او ډیر علمی او ادبي اثاریې له فارسی ،عربی اواردوڅخه پښتوژبې ته ژباړلي دی .
خان شهيد، دآزادۍ،پرمختګ او ددې سیمې دخلکو دیووالي او پیوستون ستره هیله درلوده ،اوپدې لارکښي ئي نه هیرېدونکي تلاښونه سرته رسولي .د ليکوالی،ژورنالیزم ،ژباړنې او ژبپوهنې اوديني علوموپه برخه کښي  د ده کارونه د ستايلو وړدي .
خان شهيدديوه سپیڅلې ديني عالم په توګه هم خپل انساني او اسلامي رسالت سرته رسولی ،هغه دقرانکريم تفصيرپه پښتووليکه .اودبلې خواپه انجمن وطن گوندکي دداسي ديني عالمانولکه مولوي رحمت الله ،مولوي غلام حيدر،مولوي عبدالقادر،مولوي عبدالکريم ،مولوي عبدالخالق نوروګډون ددې خبرې پوره ثبوت دی چي دخان شهيد دديوبند ديني عالمانولخوا حمايه کيده اوپر هغه ئي ديومومين مسلمان مبارزپه توګه باور درلود.
خان شهيدپه زيات شمير کنفرانسونو،علمي اوسياسي ګونډوکي فعاله ونډه اخيستې اوپدې غونډوکښي ئي په زړه پوري سياسي اوعلمي ويناوي کړي .هغه دقلم په مټ اوزورپه پوهېدوسره په خپلو ليکنود پښتنو دبيدارۍ، يووالي  اوازادۍ لپاره مبارزې، د علم او پوهي ترلاسه کیدوته رابللې دي  .
خان شهيد د خپلو سفرونوپه لړ کښي  په ۱۹۶۹کال کې د پښتو ټولنې په بلنه د استقلال د جشن په ورځو کې کابل ته راغلی، له کندهار نه کابل ته او بيا ئې له کابل نه مزار، هرات، کندوز، جلال آباد او د افغانستان نورو ولاياتونو ته سفرونه وکړه اوهر ځاي کښي ئي دسلګونواوزرګونوافغانانوله خواپه ډير ه عالي بڼه هرکلئ اوبدرګه شو.دغه سفر خان شهيد ته ددې امکانات برابرکړل چي دخپلو هيوادوالوسره له نږدې وگوری اودهغوي سره دزړه خواله وکړي،خان شهيددخپل پلرنی وطن څخه له دومره نه هیريدونکو خاطروسره کورته راوګرځید، کله چې کورته راورسېد د((ماپه کابل کي څه وليده)) تر نامه لاندي ئي يو ښکلۍ اوپه زړه پوري  کتاب وليکی اوپدې کتاب کښي ئې  د خپل سفر ټول خاطرات اودسترګو ليدلی حال اوخپلو هيوادوالوسره دليوکتوخواږې خاطرې انځورکړې  . زموږ دوياړلي ولس د ملي اوسياسي شخصيتونو یاد ژوندی ساتل اودهغوي په ياد غونډي جوړول ددې معنالري چي افغان ولس په ځانګړې توګه پښتانه دبې تفاوتۍ له خوبه رابيدارېږي اوغواړي لکه دنړۍ نور ولسونه دخپلو ملي شخصتيونوياد د خپلې ملي اوانساني دندي په توګه تازه اوژوندی وساتي .
ددې بيداری اوله درانه خوبه راپاڅیدو يوه ډيره ښه بیلګه همدا نن نه يوازي دافغان ولس بلکې دسیمې دآزادۍ دستر مبارز، دآزادۍ غوښتنې دلوړې روحې څښتن،دپښتنو اوبلوڅودهوسااوبسياژوندآرمانجن ،څو بعدي سیاسي،علمی  اوادبی شخصیت شهید عبدالصمد خان اڅکزي په يادهمدا درنه غونډه ده .
زموږ لپاره دویاړ ځای دی چې د دې سیمې دیو سترملي مبارزاو علمی شخصیت په یاد اودهغه دملي هڅو، زياراوقربانيود بیلګواولاسوندونو دلاښې پیژندنې لپاره داسي يوه درنه څېړنيزه يادغونډه رابلل شوېده.
دغه در نه يادغونډه چي په حقيقت کښي ستاسو د نیکو احساساتواوملي هوډ روښانه بیلګه ده،بل لورته ددې شاهدي  هم ورکوي،چې پښتانه هیڅکله  دهيڅ ډول  زور،ستم  اوتيری په وړاندي دتسلیمۍ سرنشې ټيټولاي،وژل کيږي خو ورکیږي نه  . دوي تل دخپل هويت ،ملي ارزښتونواوخپلواکۍ څخه  دخپلو با غیرته  پلرونو په شان په  زړورتیا اوسرښند نې سره دفاع کوی . تاريخي پیښوداثابته کړېده چې هیڅکله  به استعمار اوزبرځواک په دی بریالی نشی چی دپښتنو ملی هویت او ملی وحدت ته تاوان ورسوی .
 
دپښتنو ستر مبارز او دلوي افغانستان دجوړېدوارامانجن او غوښتونكی ، دپښتنو دګران مشر دشهادت دلويي غميزي لمڅۍ به هيڅ وخت زموږله جونگړې نه ټول نسي .که کلونه تیرېږي اوياپیړۍ تيرې شي ،ددې پياوړي مشرپه وړاندي دپښتنومينه اودرناوی په نهم دومره پيمانه زياتیږي .هرافغان ځان ددې ملي مبارز دکورنۍ اوټول پښتون قوم سره په همیشني ويرکښي  شريک بولي.خان شهيد يوازي دمحمود خان اځګزي پلاراويادپښتونخوا ملي عوامي ګوند ټولو مبارزو او تورياليو غړومشرنه بلکې د ټولو پښتنولپاره به دمشراويومنلی اووياړلی شخصيت په توگه زمورپه زړونوکښي دتل لپاره ژوندی پاته وي .
شهید عبدالصمد خان اڅکزي ژوند ی دۍ،تر څو افغانستان وي دد ي ستر ملي مشرنو م به  تل پاتی او ژوندی وي . پدې ډاډه اوباوری يم تر څو دده ارمانونه پوره سوی نه وي لارويان اوپالندويان به ئي پر ارامه کښې نه ني اوتل لپاره به په سيمه کښي دخان شهيد دپاک اوسپېڅلې ټاټوبي دهغه دپاکوارمانونودپوره کولوپه خاطر زموږ دخاوري اوغيرتی ولس  ددښمنانوپه سترګوکښي اغزی وي .
دپښتونخوا ملی عوامی ګوند غيرتی اوسرښندونکوغړو!
که د خان شهيد په ژوندکښي يوشمير سياستوالو دانګرېزانوپه پټه هڅونه اويا د دوي په تيروتنه ،د ده ملي ارمانوته درسيدوپه لارکښي خنډ سول ،تاسو دهغه دبچواولمسيانوپه توګه کوښښ وکړی چي ددې پاکواوسپیڅلو ارمانودشهيد لاره پداسي میړانه اوامانتداری سره ترمزله ورسوئ  ترڅوپه قبرکښي  ئې روح خوشحاله او ارامه شي .
په کوزه پښتونخوا کښي دې ورستيو سياسي پیښو اودپاکستان په خاوره کې سياسي تحولاتوپه وړاندي عکس العملو نويوځل بياداپه ډاګه کړه چي وياړلي شهيد بابا دخپلې کورنۍ غړواوخپلولارويانو زلموته  په رښتيا هم هغه درس ورکړئ چي انسان پرې وياړي ،تاسوتراوسه پر هغه لارروان ياست کوم چي افغاني موردشيدو درکولوپه وخت کښي ،خان شهيد اونورووياړلو مشرانوته ښودلې وه .موږ ئې وينو،دنوروپه پرتله  تاسوپه میړانه دخپل شهيدلارښوداو ژوندويو رهبرانو د معقول ،وطني اوپه نړيواله کچه منلي سياست نه پيروي کوي . په وياړ سره ويلاي سم چي له نیکه مرغه ستاسو لکه نورو غوندي دزمان سياسي بادونواولوخړوله خپل اصلی مسيرنه بيل کړئ اوگمراه کړي  نه ياست .
مرحوم شهید صمدخان خپلو زامنو او ټولو پښتنوته هغه درس ورکړی کوم چي په نړۍ کښي دپېړيوراپدې خوامنل سوئ  اودهمدې اصل پر بنياد ولسونوخپلواکي اوحق ترلاسه کړی هغه اصل دادی چي (( حق نه ډالۍکيږي بلکه دسیاسی او علمی مبارزی  له لاری  تر لاسه کیږی .)) دباباداوصيت هيڅکله مه هيروئ.ستاسودهره يوه دامينه اومحبت زموږ او ستاسو دپلرنی ټاټوبي گران افغانستان  لراوبرپښتونخوااوخپلو انسانی حقوقوسره ددې ښکارندوي ده چي پاکستاني استخباراتواودجنرالانو دهوسونوقرباني شوی نه ياست ،وياړ په تاسو،پښتون بايد خپلې مور او وطن ته دتل لپاره وفاداراوصادق پاته سي .دغني خان يودوه بيته مي راپيادسول چي وايي :
پاڅه ننګياليه ! نن دلبر او جانان وګټه
نوم د پښتون وګټه ناموس د افغان وګټه
ټول جهان حيران کړه د خپل ځان په تماشا
ای د احمد ځويه او بچيه د شیرشا!
له شهیدعبدالصمد خان اڅکزي سره دآزادۍ اوښکیلاک ګرو پرخلاف دمبارزې جذبه دځوانۍ له لمړنيوکلونو نه پیل اودژوند تر ورستی شيبوئې دژوند په قيمت وپالل،دانګريزي سامراج اوپاکستاني جنرالانو زندانوهغه يوازي له خپلې کورنۍ اوهيوادوالونه په فزيکي لحاظ ليري ساتلۍ وو،خوپه معنوي لحاظ  هغه يوه شیبه هم دخپل ولس له ارمانواوهيلونه بیل نشو،دظالم ظلمونواوشکنجوهغه چوپ نکړاونه ئي دخپلې ملي مبارزې له لاري راوګرځاوه ،تر څوپدې لارکښې ئي خپل سر ورکړاوپه شهادت ورسيد.
د وطن په ننګ يې کیښوده ککره                  سر يې لاړو تر اسمانه ناببره
هسی مه وايې چې مړه شول تل ژوندي دي            نه يې ياد مري نه يې مينه نه خبره
خان شهيد ان دځوانۍ په مستو شپواو ورځوکښې دپښتون ولس دا نساني او رواحقوقوڅخه د دفاع اوملاتړ په خاطرهرڅه پرځان ومنل اوهميشه یې پردې مسله ټينګارکاوه چې پښتانه بايدسره يواودخپلې خپلواکی لپاره ، په يوه اواز دخپل ولس دارمانوددفاع په سنګرکښي ودرېږي اود مبارزې پدې لارکښي هرډول قربانۍاوفدا کارۍ ته تياروي  .
زه پداسي حال کښي چې تاسو ددې درني غونډي جوړونکو اوبرخوالو ته پدي ملي اووطنی چوپړ کښي دلوي څښتن له دربارنه دلازياتو برياليتوبونوهيله کوم .
داليکنه د خان شهيد دځوانۍ پدې خبره رانغاړم چي وايي :((چې اوس نو د ژوند مراد هم پښتو ده" او باور لرم چې که پښتانه نور هیڅ هم ونه کي، خالي پښتوخپله کي او خپل ټول سرکاري او ځاني کارونه په پښتوکوي، پښتو لولي، پښتو ليکي او پښتو وايي، نو به د دوى په سل کې نور نه وي اتيا برخې کار وسي. هم به يې خپله وروري خوږه سي او هم به د نورو خلکو د حيلې او جنجاله وخیژي او د هغو سره به يې وروري پخه سي.))
ویاړدسیمې دآزادۍ دستر مبارز، سیاسي او فرهنګي شخصیت شهید عبدالصمد خان اڅکزي په سپیڅلې او سرښندونکې مبارزه . ومن الله التوفيق
د غونډي ګډونوالو د دواړو لاسونو په پورته کولو سره لاندیني پریکړه لیک منظور کړلو او د دی غوښتنو لپاره د مبارزې ژمنه يي وکړله.
۱. د ټول افغان دا پرتمینه غونډه غوښتنه کوي چې په افغانستان کي دي دپاکستان وسله واله لاس وهنه بنده سي اوافغانستان دي ديوخپلواکه هيوادپه توګه په اساسي قانون کي ومنل شي
۲. مونږه د افغانستان د لويي جرګې د پریکړو ملاتړ کوو او د اولسمشر حامد کرزي په شمول ټولو افغانانو ته په تاریخي او بریالی جرګه مبارکي وایو
په پښتونخواکي دي دترورېزم مرکزونه وتړل شي۳.
له بولانه ترچتراله دي دپښتونخواپه نامه صوبه ياايالت جوړشي 
د باجوړ، مهمندو، خیبر، کرمی، اورکزو، شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان د ۱۲۰۰بې ګناه وژلو شوو مشرانوملکانو، نورو اولسي وګړو قاتلان دي ژر تر ژره ونیول شي او د د پښتنو د قبایلي قانون ترمخه دی ورته سخته سزا ورکړل شي. او هغه کورنیو ته چې تاواني شوي دي دی پوره پوره تاوان ورکړل شی
په پاکستان کي دي دقامونوبرابري ومنل شيد پښتون قام پر شتمنيو باندې دې د پښتون اولس حق ومنل سي . او په هرنايي، څماولنګ، مسلم باغ، شاهرګه، موسی خېل ، کرک ، ګورګورۍ، کوهاټ بونیر، سوات، اونوروسيمو کي دي پښتنوتهپرخپلووشتمنيوواک اختيارورکړل شيپښتو ژبه دی فورا دفتري، سرکاري او مکتبي ژبه اعلان شي.
په جنوبي پښتونخوا کې دی دسکروياکوئلې برېښناکوټونه جوړکړل شيله چشمی څخهبيا ترژوب پورې دي دبرېښنامزی وغځول شي.
دږوب،ډېره اسماعيل خان، ټانک او کلا سيف الله لويې لاري دي په عاجله توګه جوړي شيپه جنوبي پښتونخوا کې دی د پښتون بلوڅ د برابری اصول ومنل شي. او د نورو ایالتونو په زرعي، انجنئرنګ او هنریز پوهنتونونو کې د داخلو په شمول د ژوند په هره برخه کې دي ورته برابري ورکړل شي.
د کراچئ، حیدراباد او نورو ښارونو کې میشتو پښتنو ته د سیاسي، جاني او مالي تحفظ ورکړل شي او د کومو پښتنو چې په کراچئ کې کاروبارونه، ویجاړ کړل شوي دي هغوي ته دی پوره پوره تاوان ورکړل شي.
د سوات او بونیر د بې ځايه شوو خلکو لپاره چې کومې نړیوالې مرستې راغلي وي. هغه د سوات او بونیر خلکو ته نه دی رسیدلي.د هغې په هکله دی پوره پوره تحقیق وشي. او په سوات کې دی د سوات قامي امن جرګې ټولې غوښتنې عملي کړې شي.
په خیبر پښتونخوا او مینځنې پښتونخوا (قبايلي علاقو) کې دی په مکتبونو بریدونهسمدلاسه ودرول شي او د ورانو شوو مکتبونو ذمه وار کسان دی ژر تر ژره ونیول شي. او سخته سزا دی ورکړل شي.
د غوڼدې په دویمه برخه کې یوه خوندوره ملي مشاعره وشوه چې د شهسوار سنګروال، ډاکټر جمیل الرحمان، ګل رحمان دولت زي، کامه وال، ډاکټر خسرو سنګروال ، اشرف خان هوتي، او پامیر سنګروال په ګډون شاعرانو خپل خپل ملي شعرونه او نظمونه وړاندی کړل او د ګډونوالو ستاینه يي ترلاسه کړه.
فایق خان یوسفزی مرستیال سکتر پښتونخوا ملي عوامي ګوند برتانیا
- یوسفزی
بېرته شاته