(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ستوری صاحب په قوم مین پښتون و

[11.May.2006 - 22:35]
اسفند یار ولی خان
نن د پنجشنبی په ورځ د 2006 ع کال د می د میاشتی په یوولسمه نېټه د پښتنو دروند مشر او د عوامی نشنل پارټیANP مرکزی صدر ښاغلی اسفند یار ولی خان د جرمنی د ویسلنګ په ښار کې د پښتنو ټولنیزولسولیز ګوند PSDP د مشر ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری کور ته ورغی او د اواښاد روح ته ئې دوعا وکړه. ښاغلی اسفند یار ولی خان د ډاکتر کبیر ستوری په مړینه ژور خفګان څرګند کړ او زیاته ئې کړه که د ستوری صاحب په شان نور په قوم مین پښتانه په پښتنو کې پیدا شی د پښتون او پښتنو مسلی به زر حل شی. همدراز د پښتنو ملی مشر ارواښاد خان عبدالولی خان بابا روح ته هم دوعا وشوه.
-
بېرته شاته