(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتون قامي جرګه وځنډیدله

[16.Dec.2011 - 15:57] د پښتنوقامي او روحاني مشر محمدافضل خان (خان لالا) دروان ۲۰۱۱ ع کال دډسمبر په میاشت کې د يوي مهمي پښتون / افغان قامي جرګي  د رابللو پریکړه کړی وه . خو د اوسني شرایطو او حالاتو په نظر کی نیولو سره ،د افغانستان ، پاکستان او امریکا د اړیکو د ترینګلتیا  له امله او د کڼ شمیر ملګرو د وړاندیزونو په بنسټ    ښاغلی خان لالا دا لازمه وګڼله او پریکړه ئی وکړه چی    دا مهمه جرګه په راتلونکی کی په یو بل  مناسب وخت کی  ډیر ژر راوبلی . او دجرګي تسلسل به جاري ساتی. نو لدی امله ټولو پښتنو/افغانانوعالمانو، پوهانو،ملي او قومي مشرانو، ديني  او مذهبي مشرانو،سياستوالو،د زده کونکو  (طالبعلمانو) نماېندګانو، د مزدورانو مشرانو، کسبګرو،سوداګرو، ژورنالستانو،د پښتنو/افغانانو دسيمواوعلاقو عامو مشرانو ته  په درناوی خبر ورکول کیږی چی د دی اهمي جرګي وخت،ځای او نیټه به وروسته درسنیو له لاری اعلان شی.

په درنښت
 اړيکي  .
Contact Number:
Mohammad Afzal Khan (Swat):0092 946 795333
Asif Ali Khan:0092333 521 4054
E-mail: [email protected] E-mail:[email protected] د پښتنو د قامي وحدت اودبشپړي خپلواکئ او سوکالئ په هيله . په درناوی انجنیر اصف علی خان- اصف علی خان
بېرته شاته