(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جلال اباداو پیښور کی دحدادفاتحه واخستل شوه

[24.Dec.2011 - 20:55]
په جلال آباد کې د ارواښاد قدرت الله حداد  فاتحه واخيستل شوه
  ارواښاد قدرت الله حداد چې د ۱۳۹۰ کال د قوس په ۲۵مه (د دسمبر ۱۶مه ۲۰۱۱)  په حق رسيدلی وو او د امريکا په ويرجينيا ايالت کې خاورو ته وسپارل شو د فاتحې مراسم يی په جلال آباد کې د انجينير اجمل شمس په مشرۍ د افغان ملت ملي مترقي ګوند په مرکزي دفتر کې د جمعې په ورځ ۱۳۹۰ کال د جدي په ۲مه (د دسمبر ۲۳مه ۲۰۱۱)   ولمانځل شول . پدې مراسمو کې د ګوند مشر انجينير اجمل شمس ، عموممي منشي وصلي خان ملاخيل ، د ګوند مرستيال امان الله اتل ، د عالي شورا ټولو غړو ، ګڼ شمير افغان ملتيانواود ارواښاد حداد صاحب عقيدت مندو ګډون وکړ. د افغان ملت ګوند د عالي شورا غړي او د ولسي جرګې پخواني وکيل ښاغلي ډاکټر فاروق ميړني هم د خپل يو پلاوي سره د فاتحې پدې مراسمو کې ګډون وکړ. 
د فاتحې پدې مراسمو کې د قران عظيم الشان د مبارکو آيتونو په تلاوت سره د مرحوم حداد صاحب د مغفرت لپاره دعاګانې وشوې . د غونډې په ترڅ کې انجينير اجمل شمس ، ډاکټر فاروق ميړني ، وصلي خان ملاخيل او عبدالکريم مستري د حداد صاحب په ژوند او مبارزه رڼا واچوله او دده د ملي ، ټولنيز او فرهنګي خدمتونو يادونه يی وکړه .
فاتحې د سحر د ۹ بجو نه د غرمې تر ۱۲ بجو پورې دوام درلود
په پېښور کې د ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد فاتحه واخيستل شوه.
پېښور : نن د شنبې په ورځ د لس بجو څخه تر دولسو بجو پورې د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز او د ارواښاد شمس الهدا شمس د کورنۍ لخوا د ارباب روډ د گل حاجي پلازې په جومات کې د ارواښاد قدرت الله حداد فاتحه په پرتمينو مراسمو سره واخيستل شوه، چې کې د پېښور او نورو لرې پرتو سيمو څخه راغليو ليکوالانو، شاعرانو، اديبانو، سياستوالو، د افغان ادبي بهير، کوهاټ رښتين ادبي ټولنې، د حميد بابا ادبي ټولنې، قلندر بابا ادبي ټولنې غړو او نورو قومي مشرانو برخه واخيسته. غونډې ته د ښاغلي زردشت شمس د خپلې کورنۍ، سردار خان سيرت د الحاج امام الدين ساپى په استازيتوب، مولوي اوليا زابلوال، استاد فضل مولا توره کى د افغان ادبي بهير په استازيتوب، حنيف اپريدي د حميد بابا ادبي جرگې په استازيتوب، شاه محمود غزنوي د قلندر ادبي جرگې په استازيتوب، جنرال عبدالصمد مومند د افغان فرهنگي ټولنې په استازيتوب او عبدالواحد مشواڼي د قدرت الله حداد د ژوند په بېلا بېلو رڼا واچوله او ښاغلي ميرزمان جبارخيل د حداد صاحب په ياد يو شعر ولوست. وروسته د مراسمو گډونوالو د خاطرو په هغه کتاب کې د حداد صاحب د ژوند خاطرې او خپل تاثرات خوندي کړل او په يو سيمه ييز هوټل کې ميلمنو په هغه خيرات کې برخه واخيسته چې د حداد صاحب د ايصال ثواب لپاره برابر شوى و.
د يادونې وړ ده چې په همدغه جومات کې د گډونوالو لخوا د قرآن عظيم الشان ختم هم وکړى شو.
Afghan Abbasin,
Afghan Millat Central Office
Jalalabad, Afghanistan
PO Box 5595, Kabul,
- زمونږخبریال
بېرته شاته