(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

PSDPجنرل سیکرټری اقبال لالا سره لیدنه وکړه

[30.Dec.2011 - 21:20]

د پښتنو ټولنیز  ولسولیز ګوند جنرل سیکرټری نصیر ستوری په۲۲ ډسمبر ۲۰۱۰  د پنجشنبی (زیارت) په ورځ  په فرانکفورت کی  دپښتنو د ټولنیز ولسولیز ګوندPSDP د بهرنیو چارو سیکرټری اود فرانکفورت د څانګی  مشر  ښاغلی محمد اقبال لالا سره د کتنی په ترڅ کی ددغه څانګی  دګوندی چارو د پرمختیا په هکله د نظریو بدلون  او خبری اتری وکړی.

پدی لیدنه کتنه کی د سیمی، د لری او بری پښتونخوا او په ځانګړی ډول د پښتنو په اوسنى تازه روانو  حالاتو هم هراړخیزه رڼا واچوله شوه . د عوامی نیشنل ګوند د پښتونخوا ملی عوامی ګوند  او د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند  دګډ کار دلړئ په جاری ساتلو هم  زور واچول شو.دغه راز دهیواد دننه  دګوند دفعالیت  په لارو چارو غور وشو.  .
- خپرونوڅانګه
بېرته شاته