(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په آلمان کې د افغانستان د وېشلو په اړه په...

[08.Jan.2012 - 21:37]
په آلمان کې د افغانستان د وېشلو په اړه په نيدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنې غبرګون

 د ۲۰۱۲ميلادي کال د جنوري مياشتې ۸نېټه
درنو هېوادوالو!
په برېښنا پاڼو کې داسې څرګندونې خپرې شوې دي، چې ګواکې د آلمان ملک د برلين په ښار کې د فيدرالي سيستم په بڼه د افغانستان د وېشلو يوه پټه غونډه رابلل شوې ده، چې په دغه غونډه کې د افغانستان د شمالي او مرکزي سيمو په استازيتوب يو شمېر زورواکان او په جنګي جرمنو تورن افغاني لاسپوڅي وګړي ورته رابلل شوي دي، چې د افغانستان د وېشلو په اړه ورسره ژمنې او يا هم د افغانستان په چارو کې د لاسوهني د ميکانيزمونو په اړه خبرې وشي.
له معلوماتو سره سم د دغه ډلې غړي د آلمان د عيسوي ډيموکراتيک ګوند يا کريسټيڼ ډيموکراتانو لخوا په پټه رابلل شوي دي، چې د دغه بې انصافه غونډې معلومات يې حتی له خپلو ګوندي غړو نه هم پټ ساتلي دي، ځکه چې د عيسويانو ډيموکراتيک ګوند په برېښناپاڼه کې هم د دغه پټې غونډې په اړه معلومات نه دي خپاره شوي. د دغه غونډې پټې څېرې د افغانستان د دېرش کلن ناورين هغه بربڼډه څېرې دي، چې د افغان ولس په وينو يې لاسونه سره دي، چې د دوی د ظلمونو په پايله کې د ليلا په دښته کې، د کلايې جنګي په سيمه کې، د کابل په پوښتيو کې او د افغانستان په هر ګوټ کې د افغان ولس د قربانيو په وينو غاټول روزل کېږي.
د افغانستان په وروستيو څو لسيزو کې د افغان ولس د اېل کولو، مري کولو او بربادلو په اړه ډېرې هلې ځلې شوې دي، چې نه زموږ ګاونډيو ملکونو پر افغانستان رحم کړی او نه هم نړيوالو ځبرځواکنو، چې نن سبا صليبي ډلو هم د افغانستان د وېشلو لپاره لېچې رانغښتې دي او دا دي د صليبي جګړې لسيزه هم پوره شوه او لويديز ځبرځواکونه هم له تېښتې سره مخامخ دي، ځکه نو د غچ اخيستنې په پلمه يې په سياسي کړيو کې د فدرالي سيستم تيوري رامنځ ته کړې او له يو شمېر لاسپوڅو افغانانو سره يې لاسونه د افغانستان د نورو بدمرغيو لپاره يو کړي، چې افغان ولس د تل لپاره لکه د ډيورنډ کرښه په يو بل ټولنيز ناسور آخته کړي، چې دا دي د ډيورنډ له کرښې له يوې پېړۍ هم زياته موده کېږي چې د افغاني ټولنې د پرهارونو وينې څڅېږي!
د افغانستان د وېشلو پلان نوی نه دی. د ۱۹۸۹ميلادي کال د فبروري له ۱۵نېټې، چې روسانو له افغانستانه پښې سپکې کړې، نو هغه مهال يې هم د افغانستان د وېشلو سناريو پلې کړه، چې په شمال کې يې شورای نظار رامنځ ته کړه، د جنبش ملي د جوړولو پېلامې يې راوخوځولې او د حزب وحدت سره يې  دغه ډلې متحدې کړې، چې پايله يې په نويمو کلونو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سوله ييز پلان شنډېدل ول، د افغانستان د اداري سيستم او افغاني واکمني له منځه تلل ول او په افغانستان کې د لکهاوو خلکو د وينې تويېدل ول، چې يوازې په کابل کې له ۸۰۰۰۰ډېر انسانان ووژل شول.
په نيدرلند کې افغانې کلتوري ټولنه په دې اند ده، چې افغانستان يو نه وېشېدونکی هېواد دی او د افغانستان ټول وګړي پرته له تعصبه د دغه هېواد وګړي دي او مساوي حقوق لري. د افغانستان ټول وروڼه قومونه پرته له دې چې په يو ټولنيز چاپېريال کې ژوند کوي، نو له يو او بل سره د دين، وينې او مينې په رښکۍ هم سره وصل شوي دي او ټول يو ګډ افغاني ذهينيت هم لري، ځکه نو د افغانستان په اړه د دا ډول مغرضانه غونډو جوړول به د افغان ولس کرکه د يرغلګرو ځواکونو پر ضد نوره هم پياوړي کړي، د افغانستان نننيو سوله ييزو هلو ځلو ته به دا ډول لاسوهنې نه جبرانېدونکی زيان ورسوي او په راتلونکي کې به په افغانستان کې د ټولنيز تاوتريخوالي سبب وګرځي.
موږ په دې اند يو چې په افغانستان کې د فدارلي سيستم تيوري يوه نا معقوله بې بنسټه او نه پلې کېدونکې تيوري ده. افغانستان يو موټی، نه بېلېدوکی او د وروڼو قومونو هېواد دی. د افغانستان وګړي به تر پايه د خپل هېواد د ملي ارزښتونو لپاره سړه او توده مبارزه وکړي او پرې به نږدي، چې زموږ هېواد لکه يوګوسلاويا او يا د بالکان سيمه غوندې زخمي شي او زموږ هېواد هم په ټوټو ووېشل شي، يو او بل ټبر يې تجريد او يا ورټل شي او يا هم زموږ په لرغوني هېواد کې د دوښمنانو د سياسي لوبو د لاسوهنو زمينه ورته برابره شي.
په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه په دې اند ده، چې د افغانستان ټول متدين خلک، علما، سياسي کارپوهان او اشخاص د آلمان د عيسوي ډيموکراتانو د دغه ناوړو هڅو په اړه په زغرده غبرګون وښيي او د خپل ګران هېواد افغانستان د ټوټې کېدو مخنيوی وکړي. موږ په دې ډاډه يو، چې افغانستان هېڅکله نه وېشل کېږي، مګر په خپلو هلو ځلو بايد د افغانستان د وګړو د قرباني د بړبوکۍ  مخنيوی وکړو، ځکه لويديز يرغلګر له خپلې تېښتې سره غواړي په افغانستان کې هغه څه په ميراث پرېږدي، چې د شوروي اتحاد واکمنو په افغانستان کې په نويمو کلونو کې تر سره کړي ول.
د يو موټي، خپلواک او سمور افغانستان په هيله
و من الله التوفيق
په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه
 
 

۰۹ـ۰۱ـ ۲۰۱۲                                         دبایرن مېشتو افغانانو احتجاج لیک

 
موږ دجرمني په بایرن آیالت کې مېشتو افغانانو په  خواشیني سره خبر تر لاسه کړ، چې ددوست هېوادجرمني یو شمېر خاموسیاستوالودخپل تاریخي دوست  افغانستان  په وړاندې  په یوه ناوړه توطیه لاس  پورې کړی  دی .
دا لویه دسیسه  له کلونو کلونو په پام کې وه خو بازینګران پکې تر یوحده مبهم ووخو اوس؟
اوس ، چې  په  ځان  مینو زورورو خپله  ملاماته  ولیده  نو  په  یوه  داسې غچ  اخیستنه  یې  پیل  وکړ، چې  د ټولو انساني او اخلاقي نورمونو خلاف ګڼله کیږي .
نن  د ۲۰۱۲ ز کال  د جنوري میاشتې نهمه نېټه  ده چې  د پخواني  ختیځ  المان   پلازمېنې  برلین  ښار ته  د افغان جګړې  هغه  تورې او جنایتکارې  څېرې  رابلل شوې دي، چې لا پخوا باید دهاګ محکمې ته کش شوې وای .
د دیموکراسي  نغاره چیانو په  تېرو لسو کلونو کې  ټولې  نړۍ  ته  خپل جعل  اوناکامي  وښوده  اوس  چې نور څه نه لري نویوتاریخي او استثنايي هېوادته یې دبالکان  خیال کړی چې  ویې وېشي اوخپله ناکامي پکې پټه کړي .
دافسوس ځای دادی، چې یرغلګرو پوره لس کاله زموږ په هېوادکې شپې سباکړې خولا تر اوسه  زموږدولسونو په روحیاتو پوه نه شول .
دوی   په  دې لټه کې  دي ، چې  دا یو څو برمته  شوي  جنګي  جنایتکاران   د فدرالي  نظام  لپاره  وهڅوي،  ظاهرأ یې  په قدرت کې  پرېږدي  اوله عدلي تعقیب  څخه  یې  هم  معاف کړي خو په  حقیقت کې هم  پخپله  ناکامي  پرده وغوړوي  او هم  زموږ ځمکنۍ  زېرمې ورڅخه لوټ کړي  .
دلته دیوې  ترخې اوتاریخي یادونې لیکل اړین ګڼو هغه دا چې :
ستالین په خپل زور او وحشت دالمان هېواد په دوو برخوووېشه خو دګردون  سېلۍ دالمان دواړه برخې بیا سره یو او موږ افغانان   ورته بار بار مباره کي وایو خو په  عین  وخت کې له  همدې  دردېدلو المانانو څخه ګیله کوو، چې نو دا تاسو ولې زموږ دګران  او تاریخي هېواد افغانستان  په وېش پسې  را اخېستې ده؟
تاسو خو پخپله  یو ځل دبیلتون څپړې خوړلې دي  نو بیا مو ولې  دومره ناروا ته مخه کړې ده؟
موږ دنړۍ له سیاسي  سستمونو او نظامونو څخه پوره مالومات لرو موږ دفدرالي نظام دښمنان نه یو خو زموږ د ولس او هېواد ځانګړتیا په دې کې ده، چې د اوس لپاره فدرالي نظام هلته نه شي بریالی کېدای .
که  موږ دلته  په تفصیل سره  د فدرالي نظام  د ناکامي  دلایل  ولیکو دلوستونکوحوصله  به  ختمه  او تر اخېره به زموږ دااحتجاج  لیک ونه لولي .
موږ  الماني ، امریکا يي اونورو سیاستوالو ته وایو، چې که تاسو په  افغانستان کې د فدرالي نظام  په اړوند له افغانانوسره مشورې کوئ ، له  هغوپوهانو اوعالمانو سره یې  وکړئ ، چې  هم یو څه  په سرکې ولري او هم  زموږ ملي ګټو ته ژمن وي  نه  دا، چې تاسو له وحشت، نفرت  او تعصب  څخه  ډک مجرمین  را وبولئ .
موږ  بایرن  مېشتي افغانان له  تاسو څخه  په  دې هم  زیات  خوابدي یو، چې تاسوخپلې  ورانوونکې غونډې ته د افغانستان  له  اکثریت  توکم (پښتون) قام  څخه یو کس هم  لانه دی  رابللی، داپخپله ستاسود بد نیت او توطیې  ثبوت  دی  په  دې اړوند به موږ دملګرو ملتونو سازمان او نړیوالې محکمې ته خپل عرض وړاندې کړو .
یادونــــــــــــــــــــــــــــــــــه :
موږ بایرن  مېشتي افغانان  تل خپلوملي ګټوته  ژمن او د هېواد لپاره هرې قرباني ته  تیار یو، موږ په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې پرېکړه ليک،  په نيدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنېغبرګون،  په  بلجیم کېد افغان کلتوري  بهیرد  دریـځ  او نورو هېواد دوستو افغانانو له  هڅو ملاتړ اعلاموو او په عین  وخت کې د هېواد په دننه او بهر کې  زموږ په  وطن مین هېوادوال  دملي  پاڅون  تیاري  ته  رابولو تر څو دداسې تورو توطیو مخه ونیسو .
دیادولوده، وړمه  ورځ   چې  موږ  ته  دا تورخبر راورسېد د اریانا افغانســـتان  تلویزیون  له  لارې  مو د نړۍ ګوټ  ګوټ  ته  خپل غږ ورساوه .
ومن الله التوفیق
http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/17403
http://larawbar.org/details.php?id=30054&date=2012-01-09
http://larawbar.org/details.php?id=30044&date=2012-01-08
http://www.dawatfreemedia.org/index.php?mod=article&cat=افغاناناوخبرتیاو&article=7266
دبایرن مېشتو افغانانو احتجاج لیک
- ټولنه
بېرته شاته