(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

یو شمیر فرهنګپال د ارواښاد ستوري غمرازي ته ورغلل

[15.May.2006 - 09:49] د ۲۰۰۶ زېږديز کال د می د مياشتي پر څوارلسمه نېټه يو شمېر اروپا مېشتي فرهنګپال او فرهنګيان دارواښاد ډاکټر کبير ستوري پاک روح ته د دعا له پاره د نوموړي کورته ورغلل . دارواښاد ډاکټر صاحب کبيرستوري پاک روح ته د په دعا او غمرازي کي په لندن کي د افغان ادبي بهير په استازيتوب ښاغلي افضل ټکور او اکبر کرګر ، په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني په استازيتوب ښاغلي نظيف تکل او ښاغلي حسن شور او ښاغلي زغرد ، په بلجيم کي دافغانانو د کلتوري ټولني په استازيتوب ښاغلي نجيب احمدزی او ښاغلي حاجي امين باوري ، په اروپا کي د افغاني کلتوري ټولنود ګډي جرګې مشر ښاغلي زرين انځور ، شاعر او ليکوال ښاغلي اکبر بري او د بېنوا فرهنګي ټولني په استازيتوب عبدالله احسان برخه اخستې وه .
بېنوا خپرنيزه څانګه
-
بېرته شاته